د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۵

د پاکستان د حکومت مخالفو سیاسي مشرانو د عمران خان استعفی وغوښته


د پاکستان حکومت د مخالفو سیاسي مشرانو د اعتراضیه غونډې یو انځور
د پاکستان حکومت د مخالفو سیاسي مشرانو د اعتراضیه غونډې یو انځور

په پاکستان کې د واکمن ګوند تحریک انصاف او صدراعظم عمران خان پر ضد مخالفو سیاسي او مذهبي ګوندونو بېګا لومړۍ لویه غونډه وکړه.

د عمران خان مخالفینو د هغه د استعفی غوښتنه وکړه او ټينګار یې وکړ چې په سیاست کې د پوځ د رول د ختمولو لپاره به ټولې ډیموکراټیکې لارې چارې مخته یوسي.

د پاکستان د واکمن ګوند تحریک انصاف او صدراعظم عمران خان پر ضد اکثر سیاسي او مذهبي ګوندونه او د هغوی مشران پاڅېدلي.

د مسلم لیګ ن، پیپلز پارټۍ، جمعیت علمای اسلام، ملي عوامي ګوند او ځینو نورو سیاسي ډلو څخه جوړ پي ډي ایم یا د پاکستان ولسوالکه خوځښت د عمران خان استعفی غواړي.

د پاکستان د حکومت ځینې سیاسي مخالف مشران
د پاکستان د حکومت ځینې سیاسي مخالف مشران

د پنجاب په ګوجرنواله کې دا د دغه نوي جوړ شوي سیاسي ایتلاف لومړنۍ لویه غونډه وه چې په کې ویناوالو د پاکستان د مخ په ځوړ اقتصاد ټوله پړه په واکمن ګوند او صدراعظم عمران خان واچوله.

نوازشریف چې حکومت ورباندې د فساد دوسیه جوړه کړې او اوس د درملنې لپاره په لندن کې اوسي پوځ د عمران خان په راوستلو کې ګرم وباله او ویې ویل چې واکمن حکومت خلک له لوږې مړه کړل.

هغه زیاته کړه: "چا د عوامو انتخاب رد کړ او په خپله خوښه حکومت یې جوړ کړ، چا نالایقه او نا اهل عمران نیازی صدراعظم کړ، ووایئ چې چا وکړل؟ چا چې له پاکستان یا تاسو سره دا ظلم کړی د هغه په خلاف باید تاسو ودرېږئ او پیل یې د ګوجرنوالې خلک کوي."

اویا کلن نوازشریف چې دری دورې د پاکستان صدراعظم پاتې شوی تېر کال د اداري فساد او په ناقانونه توګه د جایدادونو د اخیستلو په تور په اوه کاله بند محکوم شو.

د ګوجرنوالې غونډه داسې وخت د پاکستان د بدې اقتصادي وضعې او ناخوالو پړه په حکومت او د هغه تر شا په ولاړ پوځ واچوله چې مخکې د حکومت د ریل پټلیو وزیر شیخ رشید احمد په یوه غونډه کې ګواښ کړی و چې د پوځ خلاف خبره به ونه زغمل شي.

هغه زیاتوي: "هغوی ته اجازه ورکړل شوې جلسه دې وکړي، خو که څوک د پاکستان د پوځ په خلاف خبره وکړي ژبه به یې را وایستل شي."

د ګوجرنوالې د جلسې په اړه د واکمن ګوند تحریک انصاف اکثرو مشرانو تُند غبرګونونه ښودلي.

تحریک انصاف د پي ډي ایم یا نوي جوړ شوي سیاسي ایتلاف مشران غله بللي.

د دغه ګوند په رسمي ټوېټر لیکل شوي: "د ګوجرنوالې د غونډې ګډونوالو دېرش کاله یو بل ته د غله خطاب کړی او اوس هڅه کوي یو بل حاجیان ثابته کړي."

په لندن کې د تحریک انصاف ګوند پلویان هم د نوازشریف هستوګنځي مخته په ټولېدو د هغه په ضد او د واکمن ګوند او صدراعظم عمران خان په پلوۍ شعارونه ورکول.

دوی ویل چې "د مریم پلار غل دی."

نوازشریف چې د اداري فساد او ناقانونه جایدادونو تورونه له اول سره رد کړي بیګانۍ غونډې ته په انلاین وینا کې یو وار بیا ځان له تورونو سپین وباله.

تمه ده د پاکستان د مخالفو سیاسي ګوندونو ګډ ایتلاف پي ډي ایم څو نورو لویو ښارونو کې هم خپلې غونډې ونیسي چې راتلونکې یوه یې یکشنبه په کراچۍ کې پلان شوې.

XS
SM
MD
LG