د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

د پاکستان حکومت د صدراعظم د استعفا غوښتنه رد کړه


د پاکستان صدراعظم عمران خان
د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان واکمن تحریک انصاف ګوند د دغه هېواد سیاسي مخالفو ګوندونو له خوا د صدراعظم عمران خان د استعفا غوښتنه رد کړه.

له اپوزیسیون سره د حکومت د مذاکراتي کمېټې غړو د شنبې په ورځ تر غونډې وروسته له رسنیو سره په خبرو کې د استعفا د غوښتنې د ردولو ترڅنګ تر وخت مخکې د ټاکنو غوښتنه هم رد کړه.

دغې کمېټې ټینګار وکړ، چې له اپوزیسیون سره یې د مذاکراتو دروازې پرانیستې دي، خو وایي د صدراعظم پر استعفا به هېڅ ډول خبرې ونه کړي.

تر دې مخکې تېره ورځ د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د لومړي وزیر عمران خان د حکومت خلاف د اپوزیسیون د ګوندونو په مارش کې غونډې ته وینا کې د دغه مارش مشر مولانا فضل الرحمان حکومت ته ګواښ وکړ.

د پاکستان د حکومت سیاسي معترضان
د پاکستان د حکومت سیاسي معترضان

هغه وویل: "عمران خان دې دوه ورځو کې استعفا ورکړي، ګنې پلویان به مې هغه (عمران خان) په زوره د هغه په ماڼۍ (صدراعظم دفتر) کې ونیسي."

نوموړي همدا شان د عمران خان د استعفا د غوښتنې ترڅنګ د پوځ له لاسوهنې پرته تر وخت مخکې د ټاکنو غوښتنه هم وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د غوښتنو تر منل کېدا به یې احتجاج روان وي.

له بلې خوا بیا د حکومتي مذاکراتي کمېټې مشر او د پاکستان د دفاع وزیر پروېز خټک وايي، پاکستان دومره کمزوری هېواد نه دی، چې څو زره کسان به پکې نظام په زوره نسکور کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان په پلازمېنې اسلام آباد کې د حکومت خلاف د اپوزیسیون ګوندونو احتجاجي غونډه روانه ده، چې له ټول پاکستانه پکې زرګونو کسانو ګډون کړی دی.

دغه احتجاج د روانې میاشتې په ۲۷ مه نېټه له کراچۍ پیل شو، چې په ۳۱مه نېټه اسلام آباد ته ورسېد.

په اسلام آباد کې د حکومت ضد لاریونونو یو انځور
په اسلام آباد کې د حکومت ضد لاریونونو یو انځور

که څه هم دغه مارش د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند د مشر مولانا فضل الرحمن په مشرۍ پیل شوی، خو د اپوزېسیون د ټولو ګوندونو ملاتړ ورسره دی.

د یادونې وړ ده، چې د فضل الرحمن ترڅنګ د پاکستان د اپوزیسیون ګوندونو نور مشران هم له تیرې ورځې دغې احتجاجي غونډې ته ویناوې کوي او هر یو پکې د عمران خان په مشرۍ د حکومت د پرځولو ګواښونه کوي.

XS
SM
MD
LG