د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۱

کابل کې زرګونه افغان مېرمنو د حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند وغوښت


ارشیف، کابل کې د افغان مېرمنو غونډه
ارشیف، کابل کې د افغان مېرمنو غونډه

په افغانستان کې زرګونه ښځو له افغان حکومت او طالبانو وغوښتل چې ژر دې اوربند وکړي.

دوی د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د تلې ۲۰» د لویې جرګې خېمه کې «له ولسمشریز نظام نه د ښځو ملاتړ» په نوم غونډه کې غوښتنه وکړه چې باید د سولې په بهیر کې شاملې وي.

د دغې غونډې ګډنوالو په نهه ماده‌ییز پرېکړه‌لیک کې د ۲۰ کلنو لاسته راوړنو، اساسي قانون، د هېواد د اتباعو او په تېره د ښځو د مدني حقونو په خوندیتوب، د جګړو په ختمولو کې د دیني عالمانو او د سولې په ټینګښت کې د ګاونډیو هېوادونو پر رول ټینګار شوی دی.

خو د پرېکړه‌لیک لومړۍ ماده‌یې پر اوربند ټینګار کوي.

ثریا صبحرنګ
ثریا صبحرنګ

د افغانستان د بشر حقونو کمېسیون مخکېنۍ غړې ثریا صبحرنګ دغه پرېکړه‌لیک ولوست: "موږ د افغانستان ښځې، د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو له مذاکره کوونکي پلاوي نه د جنګ او د وینې تويېدو د ختمولو غوښتونکي یو. د نړۍ د عالمانو له فتوا سره سم، د مسلمان جګړه د مسلمان پر وړاندې جواز نه‌لري، له دیني عالمانو غواړو چې د یووالي په ټینګښت، یو بل منلو او د جوماتونو له لارې د شخړو په حلولو کې برخه واخلي."

اغلې صبحرنګ وویل، دغه پرېکړه‌لیک د هېواد په کچه، د څه باندې ۱۵۰ زره ښځو د څرګندونو پر مټ چمتو شوی دی.

دغه ښځې چې د یکشنبې په ورځ راټولې شوې وې، د ښځو پر لاسته راوړنو یې هم اندیښمه وښوده، هغه لاسته راوړنې چې د دوی په خبره د ډېرو قربانیو په ورکولو یې ترلاسه کړې دي.

د ولسي جرګې غړې ناهید فرید دغې غونډې ته وویل، ښځو هېڅکله په جګړو کې برخه نه‌لرله.

ناهید فرید
ناهید فرید

د دې په خبره، د سولې په بهیر کې باید د دوی برخه له پامه ونه‌لوېږي: "دغه لاسته راوړنې را ته چا نه‌دي راوړي، له بهر نه راته چا تعریف کړي نه‌دي، که نن مو یوه نجلۍ د کانکور په ازموینه کې لومړۍ درجه خپلوي، دې مقام ته په خپل توان رسېدلې ده. که نن ښځې یونیفورم اغوندي او د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې زموږ دفاع کوي، په خپل توان ورغلي، که ملي شورا ته تللي، دغه ځای ته چا نه‌دي وروړي، بلکې په خپله‌یې مبارزه کړې ده."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې له یوې میاشتې راهیسې د افغان دولت او طالبانو د مذاکره کوونکو پلاوو ترمنځ د سولې د مذاکراتو لپاره خبرې روانې دي.

د سولې د بین‌الافغاني خبرو پرانیست غونډه
د سولې د بین‌الافغاني خبرو پرانیست غونډه

که څه هم دغه مذاکرات تر اوسه نه‌دي پیل شوي، خو ځینې ښځې او مدني فعالان د وروستیو دوو لسیزو د لاسته راوړنو په اړه اندېښنې ښيي چې ګنې له لاسه‌یې ورنه‌کړي.

خو افغان حکومت بیا بیا ټینګار کړی چې د ښځو لاسته راوړنې او د اساسي قانون ارزښتونه به هېڅکله، د سولې قربانی نه‌شي.

XS
SM
MD
LG