د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لړم ۱۳۹۹ کابل ۱۰:۵۳

تاجکستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې پیل شوې


تاجکستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې

نن د افغانستان په ګاونډي هېواد تاجکستان کې ولسمشرۍ ټاکنې پيل شوې، دلته له تېرو شاوخوا درېیو لسیزو راهیسې امام علي رحمان د قدرت واګې په لاس کې لري.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د تاجکستاني څانګې مشر سلیم ایوب‌زاده وایي، د رایو مرکزونه په ځایي وخت شپږ بجې پرانیستل شول.

دی زیاتوي: "نن د اکټوبر په ۱۱مه، د سهار له شپږو بجو په شاوخوا څلور زره حوزو کې رایه اچونه پیل شوه، دا بهیر به د ماښام تر اتو بجو دوام ولري."

د ټاکنو نږدې څلور زره حوزې به د ماښام تر اتو بجو خلاصې وي او پنځه میلیونه کسان به خپلې رایې وکاروي.

دې انتخاباتو ته کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

ولسمشریزو ټاکنو ته اوسنی ولسمشر امام علي رحمان د پنځم ځل لپاره ولاړ دی، تېرې څلور پړاوه ټاکنې یې ګټلي دي، خو دا ټول انتخابات د لوېدیځو څارونکو له نظره ازاد او عادلانه نه‌وو.

رحمان د پخواني شوروي اتحاد یوازنی دیکتاتور دی چې د بلاروس د واکمن الکساندر لوکاشینکا په نسبت هم د اوږده وخت لپاره په واک کې دی.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان

له رحمان سره څلور نور کم پېژندل شوي کاندیدان هم ټاکنیزې سیالۍ ته راوتلي دي او دا په پارلمان کې د حکومت پلوه ګوندونو استازي دي.

د دغو کسانو کاندیدېدل یوازې سمبولیک ارزښت لري او هېڅ یو یې له رحمان سره سیالۍ نه‌شي کولای.

نور کاندیدان د دهقانانو له ګونده رستم لطیف‌زاده، د اقتصادي اصلاحاتو له ګونده رستم رحمت‌زاده، د کمونېست ګوند استازی معراج عبدالله‌یف او له سوسیالیست ګوند نه عبدالعلیم غفارزاده دي.

تاجکستان کې د چارو د کارپوهانو نظر دا دی چې دا ځل ټاکنو کې به هم امام علي رحمان بریالی شي.

دا له هغه وروسته لومړني انتخابات دي چې امام علي رحمان خپل سیال ګوند (اسلامي رنسانس) لغوه کړ.

د تاجکستان سترې محکمې په ۲۰۱۵ کال کې دغه ګوند ( ترهګریز) سازمان یاد کړ چې وروسته‌یې ګڼ مشران او چارواکي زنداني یا له وطنه وتښتېدل.

تاجکستان کې یوازني اصلي سیاسي مخالف ګوند سوسیال ډیموکرات بیا ټاکنې تحریم کړې دي.

پخوا اټکل دا و چې امام علي رحمان به له واکه لیرې او خپل مشر زوی رستم امام علي ته به د قدرت فرصت ورکوي، خو تېره اګسټ میاشت کې نوموړي د پنځم ځل لپاره خپله کاندیداتوري اعلان کړه.

د ازادي راډیو د تاجکستاني څانګې مشر ښاغلی ایوب‌زاده وایي، نور کاندیدان له اوسني ولسمشر سره په یوه ډول په پروګرامونو کې همغږي دي.

ښاغلی ایوب‌زاده وايي: "د امام علي رحمان سیالان داسې کسان دي چې د ولسمشر په ګټه او حاکمیت عمل کوي، دوی که څه هم ځانونه نوماند کړي، خو په ملاقاتونو، کتنو او خبرو کې یې له خلکو سره د امام علي رحمان د ۲۸ کلنو برنامو په اړه خبرې کړي او هغه‌یې ستایلې دي."

د تاجکستان د ولسمشرۍ انتخابات
د تاجکستان د ولسمشرۍ انتخابات

امام علي رحمان له تېرو نږدې درېیو لسیزو راهیسې په واک کې دی.

رحمان په ۱۹۹۲ کال کې د کورنیو جګړو پر مهال د منل شوې څېرې په توګه میدان ته راغی.

هغه د واک پر مهال له هغو مخالفانو سره چې په جګړه کې و، سوله وکړه او تاجکستان ته‌یې ور وبلل.

له دې سره نوموړی د تاجکستان په اساسي قانون کې د دغه هېواد د سولې او یووالي بنسټ ایښودونکی وبلل شو.

رحمان څو ځله اساسي قانون بدل کړ او هر ځل بدلون د ده په ګټه و.

ټاکل شوې د تاجکستان د نننیو ټاکنو لومړنۍ پایلې سبا دوشنبه او وروستۍ هغه‌یې له قانون سره سمې تر دوو اوونیو پورې اعلان شي.

XS
SM
MD
LG