د تاجکستان ولسمشر پنځه ورځې وروسته تر دې د روغتیا وزیر له دندې ګوښه کړ چې په دغهَ هېواد کې د کرونا ویروس لومړۍ مثبتې پېښې رسماً ثبت شوې.
امام علي رحمان د سې شنبې په ورځ وویل چې ده یو فرمان لاسلیک کړ چې له مخې یې د روغتیا وزیر نسیم عالمزاده ته بله دنده سپاري او پر ځای یې جمالالدین عبدالزاده ټاکي.
دا فرمان پارلمان ته د تصویب لپاره واستول شو.
تر اوسه دا څرګنده نهده چې عالمزاده چې د ۲۰۱۷ کال له جنوري راپه دې خوا د روغتیا وزیر و، ولې له وزارته لیرې شو.
۵۴ کلن عبدالزاده ډاکتر دی.
د تاجکستان روغتیا وزارت پرون وویل چې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر په دغه هېواد کې ۲۹۳ ته رسېدلی دی او تر اوسه پنځه تنو د دې ویروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.