د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

'امام علي رحمان دې هغه مسوده نه‌تصویبوي چې د بیان ازادۍ مخه نیسي'


د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان

د بشري حقونو فعالانو او د رسنیو څارونکو د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان څخه وغوښتل چې هغه مسوده تصویب نه‌کړي چې د بیان د ازادۍ مخه نیسي.

د تاجکستان پارلمان تېره میاشت موافقه وکړه، که څوک د کرونا په اړه درواغ معلومات د رسنیو، انټرنټ یا ټولنیزو رسنیو له لارې خپروي هغوی به جریمه کېږي او تر ۱۵ ورځو به په توقیف کې وي.

اوس دا مسوده ولسمشر ته د تصویب لپاره استول شوې ده.

په نیویارک کې مېشتې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د سې شنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې په دې مسوده کې دا روښانه نه‌ده چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ په اړه درواغ معلومات به څرنګه معلومېږي او د دې قانون په مټ چارواکي دا واک ترلاسه کوي چې د دې ناروغۍ په پلمه سانسور وکړي.

د خبریالانو د خوندیتوب د ټولنې د اروپا او مرکزي اسیا همغږه کوونکې ګلنازې وویل چې ولسمشر رحمان باید د دې مسودې له تصویبه ډډه وکړي.

په پاریس کې مېشتې د بې‌پولې خبریالانو ټولنې هم ورته اندېښنه ښکاره کړې ده.

په تاجکستان کې د رسنیو د ملي خپلواکې ټولنې مشر نورالدین قرشیبایوف وویل چې دا قانون به چارواکو ته د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې د رسنیو د ځپلو لپاره ډېر واک ورکړي.

ټاکل شوې ده د روان کال په وروستیو کې په تاجکستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شي.

XS
SM
MD
LG