د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان له کروندګرو غوښتي چې سږ کال روژه ونهنیسي چې صحتمند پاتې شي او په کروندو کې کار وکړای شي.
د دغه مسلمان هېواد چې د افغانستان ګاونډی دی، حکومت ادعا کوي چې هېڅوک پهکې په کرونا ويروس نهدی اخته شوی، خو ولسمشر یې امام علي رحمان پرون (پنجشنبه) وویل چې روژه د دې سبب کېږي چې انسان د ساري ناروغیو په وړاندې کمزوری شي او په ناروغۍ اخته شي.
د تاجکستان ولسمشر د روژې مبارکې میاشتې په درشل کې لیکلي «سره له دې چې دا ډول ساري ناروغۍ تر اوسه پورې زموږ په هېواد کې نهده لیدل شوې، خو د دې معنی دا نهده چې بېپروا شو او لاس تر زنې ورته کېنو.»
سره له دې چې د تاجکستان حکومت ادعا کوي چې په هېواد کې یې د کرونا هېڅ پېښه نهده ثبت کړې، حکومت خپلې ټولې پولې تړلي او د جوماتونو د بندولو په شمولیې یو لړ اقدامات کړي چې د کرونا ويروس د خپرېدو مخه ونیسي.
ښاغلي رحمان د حکومت پلوه دیني عالمانو په قول ټینګار وکړ چې روژه نیول کروندګرو، مالدارو او نورو هغو کسانو ته چې سخت کارونه کوي، تاوان لري.
رحمان ویلي: "زه پر هغو ټولو کسانو چې په کروندو کې کار کوي غږ کوم چې د خپلې روغتیا او د خپلې کورنۍ د سوکالۍ لپاره تر مناسب وخت پورې د روژې د نهنیولو فتوا عملي کړي."
د امریکا د نړیوالې مذهبي ازادۍ کمېسیون تاجکستان د مذهبي ازادیو د ځپلو او په مذهبي ازادیو د بندیزونو د لګولو له نظره د ځانګړې اندېښنې وړ هېواد بللی دی.
د امریکا د دغه کمېسیون د تېر کال په راپور کې راغلي "د تاجکستان حکومت هڅه کوي چې د مسلمانانو دیني عبادات په دقیق ډول کنټرول کړي او د هغو کسانو چې خپل دیني عقاید بیانوي، د عمر، د خبرو ځای او نېټې په شان ډېر واړه جزئیات ثبت کړي.
ولسمشر رحمان د خوراکي موادو د تضمین په اړه دا پیغام په داسې حال کې ورکړی چې د پخواني شوروي اتحاد دغه جمهوریت د پیسو له نړیوال صندوق او مرستندویانو څخه پر نړیوال اقتصاد د کرونا ویروس له اغېزو سره د مقابلې لپاره د فوري مرستې غوښتنه کړې ده.