نړۍ
تاجکستان کې محکمې خپلواک ژورنالېست 'دلیر شریفوف' په بند محکوم کړ
د تاجکستان یوې محکمې پرون پنجشنبې خپلواک ژورنالېست دلیر شریفوف په یو کال بند محکوم کړ.
پر دې محکمې له پیله انتقادونه شوي او د رسنیو څارواکو ډلو دا د تروریزم په نوم یوه بې مفهمومه محاکمه بللې ده.
د شریفوف مدافع وکیل عبدالرحمن شریفوف پرون د محاکمې په پای کې وویل، که څه هم د ده موکل به د استیناف غوښتنه ونه کړي خو پر ده لګیدلي تورونه ردوي.
شریفوف ته څارنوالانو ته ۲ کاله او ۴ میاشتې بند غوښتی و.
دا ژورنالېست چې د تاجکستان د کورني سیاست او دیني مسایلو په اړه لیکنې کوي، د جنوري په ۲۸مه نېټه د قومي، نژادي پارونو او د مذهبي کرکې د خپرولو او همداراز د اخوان المسلمین په ګټه د تبلیغاتو په تور نیول شوی و.
د شریفوف پلار د چارشنبې په ورځ د آزادۍ راډیو له تاجکي څانګې سره په خبرو کې د ده پر زوی لګېدلي تورونه رد کړل او ویې ویل چې هغه په خپلو لیکنو کې ځوانان هڅول چې له تروریستي تحریکونو او ډلو سره یوځای نه شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ولادیمیر پوتین د ایران نوي ټاکل شوي مشر ته مبارکي ورکړې ده
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران نوي مشر مجتبی خامنه ای ته د مبارکۍ پیغام ورلیږلی دی.
هغه نن دوشنبې د مبارکۍ په پیغام ویلي،"روسیه د ایران لپاره د باور وړ شریک و، او وي به".
د پوتین په ټکو،" په داسې حال کې چې پر ایران تیری شوی، په دغه لوړ مقام ستاسې ټاکنه زوړتیا او فداکاري غواړي".
پوتین د نړۍ له لومړنیو ولسمشرانو دی چې د ایران نوي ټاکل شوي مشر مجتبی خامنه ای ته مبارکي ورکوي.
د ایران د خبرګانو شورا پرون یکشنبې ناوخته د ایران د مخکني مذهبي مشر ایات الله علي خامنه زوی مجتبی خامنه ای د ایران د مشر په توګه وټاکه.
د نړۍ په بازارونو کې د تیلو بیې نن دوشنبې له ۲۵سلنه لوړې شوې
د نړۍ په بازارونو کې د تیلو بیې نن دوشنبې له ۲۵سلنه لوړې شوې.
له ۲۰۲۲کال راهیسې دا لومړی ځل دی چې د یوې بوشکې تیلو بیه ۱۱۷ ډالرو ته پورته کیږي.
د ایران، امریکا او اسراییلو ترمنځ پیل شوې جګړه له هرمز تنګي د تیلو صادارت اغیزمن کړي.
له دغه تنګي د نړۍ یو پر پنځمه برخه د تیلو صادارت تیریږي.
د نړیوالو اژانسونو د راپور له مخې، د تیلو تولیدونکي هېوادونو نړیوالو بازارونو د تیلو عرضه کمه کړې ده.
عراق، کویټ او قطر لا له وړاندې دا اقدام کړی.
راپورونه وايي، متحده عربي امارات او سعودي عربستان هم غواړي ورته اقدام وکړي.
د ایران نوي مشر ته د ټرمپ خبرداری؛ "و به ګورو چې څه کیږي"
د ایران د نوي مشر په توګه د مجتبی خامنه ای ټاکل کیدو غبرګونونه راپاولي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، "و به ګورو چې څه کیږي".
هغه دا خبره پرون ناوخته د مجتبی خامنه ای له ټاکلو کیدو وروسته یوې اسراییلي رسنۍ ته کړې ده.
ټرمپ مخکې خبرداری ورکړی و، که چیرته ایران د نوي مشر په ټاکلو کې لومړی د هغه تایید ترلاسه نشي، نو نوی مشر به "ډیر وخت دوام ونه کړي".
بل پلو، چین بیا د ایران په چارو کې د امریکا او اسراییلو له هر ډول مداخلې سره مخالفت څرګند کړې دی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګایو جیاکون نن دوشنبې ویلي، "پکن د ایران په کورنیو چارو کې د نورو هېوادونو له هر ډول مداخلي سره چې په هره بهانه وي، مخالف دی او باید د ایران امنیت، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته احترام وشي".
له ایرانه پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې د نوي مشر د ټاکلو کیدو له اعلان وروسته د حکومت پلویان د "الله اکبر" نارې وهي، په داسې حال کې چې د تهران په ځینو سیمو کې خلک "مرګ پر مجتبی" شعارونه ورکوي.
د ایران د خبرګانو شورا پرون یکشنبې مجتبی خامنه ای د نوي مشر په توګه وټاکه.
د ایات الله علي خامنه زوی ایات الله مجتبی خامنه یي د ایران د اسلامي جمهوریت د نوي مشر په توګه وټاکل شو
مجتبی خامنه یي د ایران د اسلامي جمهوریت د نوي مشرپه توګه وټاکل شو.
د ایران د خبرګانو د مجلس دارالانشا په سیمه ییز وخت دوشنبې د حوت په اتلسمه د سهار په لومړیو ساعتونو کې مجتبی خامنه یي د اسلامي جمهوریت د نوي رهبر په توګه معرفي کړ.
د دارالانشا په اعلامیه کې راغلي چې د خبرګانو مجلس د اسلامي جمهوریت د مشر ایات الله علي خامنه یي د وژل کېدو د خبر تر خپرېدو سمدستي وروسته فوق العاده غونډه وکړه او د استازو د اکثریت په رأیو سره یې سید مجتبی حسيني خامنه یي د ایران د اسلامي جمهوریت د نوي مشر په توګه وټاکه.
دې مجلس ویلي چې د جګړې له وضعیت او پر ودانیو یې د بریدونو سره سره د اسلامي جمهوریت د درېیم مشر د ټاکلو بهیر"پرته له ځنډه" ترسره کړ، "تر څو هېواد د رهبرۍ له تشې سره مخ نه شي." همدارنګه له ښاریانو غوښتنه شوې چې له نوي مشر سره "بیعت" وکړي.
مجتبی خامنه یي د ایران د وژل شوی مشرخامنه یي زوی دی. ویل کیږي، نوموړی چې په ۱۹۶۹ کال کې زیږیدلی، د ایران له سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواک سره نژدې اړیکي لري.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ وویل که ایراني چارواکي لومړی د هغه تایید ترلاسه نه کړي، د اسلامي جمهوریت نوی مشر به "ډېره موده دوام ونه کړي."
هند د کرکټ د شل اوریزو لوبو د نړیوال جام اتلولي وګټله
هند د کرکټ د شل اوریزو لوبو د نړیوال جام اتلولي وګټله.
د هند او نیوزیلنډ ترمنځ پایلوبه چې د یکشنبې په ورځ د هند د احمدآباد په نریندرا مودي لوبغالي ترسره شوه، هند د پنځو لوبغاړو په سوځیدو ۲۵۵ منډې وکړې چې د نیوزیلنډ لوبډلې په شلو اورونو کې یوازې ۱۵۹ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۹۶ منډو په توپیر هند ته وبایلله.
د کرکټ په شل اوریز نړیوال جام کې چې هند او سریلانکا یې کوربه توب کاوه، د افغانستان په ګډون شلو ټیمونو ګډون کړی و. د دې جام لوبې د فبرورۍ په اومه پیل شوې وې چې پرون یکشنبې پای ته ورسیدې.
ترمپ وايي چې د ايران راتلونکی مشر به د امريکا له تاييد پرته ډېر وخت دوام ونه کړي
د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر ډونالډ ترمپ د يکشنبې په ورځ وويل چې که ايراني چارواکي د اسلامي جمهوريت د مشرتابه لپاره د نوي مشرد ټاکلو په اړه لومړی د هغه تأييد ترلاسه نه کړي، نو نوی مشر به "ډېر وخت دوام ونه کړي."
دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې له ايران څخه د خپرو شویو راپورونو له مخې د خبرګانو شورا د اسلامي جمهوريت د نوي مشر اعلانولو ته نژدې شوې ده. د ايران پخوانی مشر علي خامنه یي د کب یا حوت په نهمه د امريکا او اسرائيل د بريد په لومړيو ساعتونو کې ووژل شو.
ډونالډ ترمپ له ABC News سره په مرکه کې د اسلامي جمهوريت د نوي مشر په اړه وويل: "هغه بايد زموږ تأييد ولري. که زموږ تأييد ترلاسه نه کړي، ډېر وخت به دوام ونه کړي. موږ غواړو ډاډ ترلاسه کړو چې هر لس کاله وروسته بېرته دې موضوع ته ور ونه ګرځو. هغه هم داسې وخت کې چې تاسو زما په شان ولسمشر ونه لرئ چې دا کار ترسره کړي."
د امريکا ولسمشر د دې پوښتنې په ځواب کې چې آيا چمتو دی داسې څوک تأييد کړي چې د ايران له اوسني حکومت سره چې اسراییل اوامریکا یې د نسکورولو خبره کړې، تړاو لري، وويل: "هو، د يوه ښه مشر د ټاکلو لپاره به دا کار وکړم. هو، زه به يې وکړم. ډېر کسان شته چې ښايي د دې لپاره وړ وي."
هغه همدارنګه دا احتمال هم رد نه کړ چې د امريکا ځانګړي ځواکونه د ايران د غني شوي يورانيمو د ايستلو لپاره واستول شي او ويې ويل: "هر څه د میزپرسر دي."
د کرکټ د نړیوال جام پایلوبه؛ نیوزیلنډ او هند سره مخ دي
هندوستان او نیوزیلنډ یکشنبه ماښام د شل اووریز کرکټ نړیوال جام پایلوبه ترسره کوي.
دا پایلوبه به د هند په کوربه توب د احمد اباد ښار په نریندرا مودي سټډيوم کې وشي.
دا سټډیوم د ۱۳۲زره ننداره چیانو د ځاییدو وړتیا لري.
هند او نیوزیلنډ څو ځله سره مخ شوي چې په لږ تر لږه پنځو وروستیو شل اووریزو لوبو کې څلور هند او یواځې یوه نیوزیلنډ ګټلې.
نیوزیلنډ هېڅکله نړیوال جام نه دی ګټلی که څه هم څو واره فاینل ته وتلی دی.
اخوا بیا هند په ۲۰۰۷ او ۲۰۲۴ کلونو کې اتلولۍ خپلې کړي او دا وار به له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.
دا وار فاینل ته د رسېدو لپاره هند وتوانېد په سیمي فاینل کې انګلستان مات کړي او نیوزیلنډ هم جنوبي افریقا له مخې لرې کړې وه.
ډونالډ ټرمپ: له ایران سره به یوازې د بېقیده او شرطه تسلیمېدو په صورت کې موافقه وشي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ، وایي چې له ایران سره به له «بېقیده او شرط تسلیمېدو» پرته هېڅ ډول موافقه ونه شي.
ټرمپ د جمعې په ورځ (د فبرورۍ ۶ مه) په خپله ټولنیزه شبکه ټروت سوشل Truth Social کې لیکلي چې:
«له ایران سره به هېڅ موافقه نه وي، مګر دا چې بېقید او شرطه تسلیم شي، او وروسته یو لوی او د منلو وړ رهبر یا رهبران وټاکل شي.»
د امریکا ولسمشر همداراز ویلي چې نه ستړې کېدونکې هڅې به وکړي څو ایران د «له منځه تلو له څنډې» بېرته را وګرځوي او له اقتصادي پلوه تر پخوا لوی، ښه او پیاوړی کړي.
په همدې حال کې د ایران پخواني ولیعهد، رضا پهلوي په یوه پیغام کې د ایران د اسلامي جمهوریت له لوري پر ګاونډیو عربي هېوادونو د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو بریدونه غندلي دي.
رضا پهلوي د جمعې په ورځ وویل چې په سیمه کې د اسلامي جمهوریت لاسوهنه هیڅکله د ایران د ملت غوښتنه نه وه. هغه زیاته کړه چې د ۱۹۷۹ کال تر انقلاب مخکې ایران له عربي مشرانو سره نژدې همکاري درلوده او په راتلونکې کې به هم «ریښتیني شریکان» وي.
پر ایران د امریکا او اسراییل هوايي بریدونه، چې د فبرورۍ په ۲۸ پیل شوي، لا هم دوام لري.
په لبنان کې د بېځایه شویو د زیاتېدو اندېښنه
د اسراییل له خوا د لبنان په بېلابېلو سیمو کې د پراخې تخلیې د امر له صادرېدو وروسته اټکل کېږي چې د بېځایه شویو شمېر په چټکۍ سره زیات شي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ملګروملتو یوه چارواکي ویلي چې تر اوسه شاوخوا ۱۰۰ زره کسان په ۴۷۷ ډلهییزو پناهځایونو کې مېشت شوي او د دغو پناهځایونو ظرفیت په چټکۍ سره ډکېږي.
د اسرائیل او حزب الله ترمنځ جګړه نوره هم شدیده شوې ده. د اسراییل پوځ د بیروت د جنوبي لمنو، د بقاع درې او د لبنان د جنوبي سیمو اوسېدونکو ته امر کړی چې خپلې سیمې پرېږدي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د مرستو سرچینې ډېرې محدودې دي او د ۲۰۲۶ کال لپاره د لبنان د مرستو له ۱.۶ میلیارده ډالرو غوښتنې څخه تر اوسه یوازې ۲۰ سلنه برابرې شوې دي.
د لبنان د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د روانې اوونۍ په ترڅ کې د اسراییل په بریدونو کې ۱۲۳ کسان وژل شوي او ۶۸۳ نور ټپیان شوي دي.
ملګرو ملتونو د تاوتریخوالي د فوري کمېدو او د نړیوالو بشردوستانه قوانینو د رعایت غوښتنه کړې ده.
پر ایران د امریکا او اسراییلو بریدونه اوومې ورځې ته ورسېدل
د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي وايي هېواد یې چمتو دی د ایراني ډرونونو په وړاندې د امریکا او خلیجي هیوادونو سره مرسته وکړي.
هغه ویلي چې امریکا له اوکراین څخه د ایراني ډرون په وړاندې د مبارزې لپاره د مرستې غوښتنه کړې ده.
پر ایران د امریکا او اسراییلو د بریدونو له پیل وروسته دغه هېواد په منځني ختيځ کې په لسګونو اهدافو د ډرون او توغندیو بریدونه کړي چې سیمه یې له کړکېچونو سره مخ کړې ده.
د ایران سپاه پاسداران ځواکونو د "وعده صادق ۴" د د بریدونو بلې څپې پیل اعلان کړی، چې پکې په اسراییلو باندې د توغندیو او ډرون بریدونه شامل دي.
ایراني چارواکو ادعا کړې چې د دوی «ډرونونه د باران په څېر په تل ابیب وریږي»
اخوا بیا جمعه سهار وختي اسراییلو پر ایران بیا بریدونه کړي. د بریدونو په لومړۍ څپه کې، په تهران، قم، اصفهان، رشت، پاوه، یزد او څو نورو ښارونو کې ډیری ځایونه په نښه شوي او د درنو چاودنو خبر ورکړل شوی.