نړۍ
تاجکستان د ازادي راډیو خبریالانو د کار د اجازې په اړه پرېکړه کوي
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت باید نن د اپرېل په لومړۍ نېټه دا زادې اروپا/ ازادي راډیو د تاجکي برخې خبریالانو ته د کار د اجازې ورکولو یا نهورکولو په اړه پرېکړه وکړي.
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د اکټوبر له میاشتې راهیسې، د ازادې اروپا/ ازادي راډیو ۱۸ خبریالانو ته په هغه هېواد کې د کار کولو لپاره د اجازې ورکولو پرېکړه ځنډولې ده.
د ازادې اروپا/ ازادي راډیو مشر جیمي فلاي د تاجکستان پر حکومت سخت انتقاد کړی چې د هغو ژرونالېستانو هڅو تهیې خنډ پېښ کړی چې هڅه کوي د تاجکستان خلکو ته د کرونا ویروس په اړه معلومات ورکړي.
جیمي فلاي پرون په یوه بیان کې د تاجکستان د حکومت له دې کاره چې په هغه هېواد کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د خبریالانو په کار کې لاسوهنه کوي او کار تهیې نهپرېږدي غصه او مأیوسي څرګنده کړه او پرونیې د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر، سراجالدین مهرالدین ته یو خط ورواستاوه.
جیمي فلاي ویلي چې په تاجکستان کې چارواکي د ازادې اروپا/ ازادي راډیو له خبریالانو سره خبرې نهکوي او هغو غونډو تهیې نهوربولي چې د کرونا ویروس په اړه روغتیايي معلومات پهکې شریکېږي؟
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په یمن کې حوثیان: په سره سمندر کې د اسراییلي کشتیو تګ راتګ منع دی
په یمن کې حوثي یاغیانو، چې د ایران له ملاتړ څخه برخمن دي، د دوشنبې په ورځ پر اسراییل د توغندويي برید خبر ورکړ او اعلان یې وکړ چې د سره سمندر له لارې د اسراییلي کشتیو تګ راتګ منع کوي.
حوثیانو د اسراییل او حماس د جګړې پر مهال څو ځلې د اوبو په ډې مهمه لاره کې سوداګریزې کشتۍ په نښه کړې وې او ګڼ شمېر ترانسپورتي شرکتونه یې اړ کړي وو چې د افریقا د وچې له جنوبي برخې څخه اوږده بدیله لاره غوره کړي.
دا ګواښ په داسې حال کې مطرح کېږي چې د هرمز تنګی، چې د فارس خلیج اصلي تګلاره او د سیمې د هېوادونو د انرژۍ د صادراتو مهمه لار ده، د ایران په وړاندې د اسراییل او امریکا د جګړې په ترڅ کې د ایران له خوا تړل شوی دی.
د حوثیانو په اعلامیه کې راغلي: "موږ په سره سمندر کې د اسراییل د سمندري تګ راتګ پر وړاندې بشپړ او هر اړخیز بندیز اعلانوو" او "د دې اعلامیې له خپرېدو سره سم، د دښمن ټول خوځښتونه زموږ د وسله والو ځواکونو لپاره مشروع پوځي هدفونه ګڼل کېږي."
حوثیان، چې د مارچ په میاشت کې د ایران په ملاتړ د منځني ختیځ جګړې ته داخل شول، د ایران او امریکا ترمنځ د نازک اوربند له پیل راهیسې تر اوسه د اسراییل پر ضد د کوم توغندویي برید ادعا نه وه کړې.
د اسراییل پوځ مخکې په خپل ټیلیګرام چینل کې لیکلي وو: "له یمن څخه د اسراییل خاورې پر لور د یوه توغندي توغول کېدل تشخیص شوي او د هوايي دفاع سیسټمونه د دې ګواښ د شنډولو لپاره په عمل بوخت دي."
اسرائیل د ایران د بریدونو په وړاندې غچ اخیستونکي بریدونه ترسره کړل
د اسرائیل پوځ وویل چې د دوشنبې په ورځ د جون په ۸ مه سهار وختي یې د ایران د رژیم اړوند ځینې هدفونه په نښه کړل. دا بریدونه د تهران له خوا پر اسرائیل د ترسره شویو بریدونو په غبرګون کې وشول. دا لږ وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ ویلي وو چې دې به د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو څخه وغواړي چې دا ډول بریدونه ونه کړي.
د اسرائیل دفاعي ځواکونو (IDF) د جون په ۸ مه سهار په ایکسپاڼه کې ولیکل: "د اسرائیل هوايي ځواک شیبه مخکې د ایران په لوېدیځ او مرکزي برخو کې د ایران د ترهګر رژیم اړوند پوځي هدفونه وویشتل." خو سمدستي یې نور جزئیات وړاندې نه کړل.
د ایران دولتي ټلوېزیون راپور ورکړ چې د تهران، کرج، تبریز او اصفهان په ګډون د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. په دې اړه نور جزیات ندي خپاره شوي.
دا بریدونه وروسته له هغې وشول چې ایران د اپرېل له ۸ مې راهیسې، د یو نازک اوربند له نافذېدو وروسته، په لومړي ځل تیره شپه پر اسرائیل د توغندیو یو لړ بریدونه ترسره کړل. ایران ویلي چې دا بریدونه د بیروت پر ضد د تل ابیب د پوځي حملو په ځواب کې شوي دي.
د ایران له دغه اقدام سره سره د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ ویلي وو چې له تهران سره یوه هوکړه "ډیره نژدې" ده چې اوربند په سوله ییز جوړجاړي بدل شي. هغه زیاته کړه چې نه غواړي چې پراسراییل د ایران توغندیز بریدونه د سولې بهیر له خطر سره مخ کړي.
ټرمپ له فاکس نیوز سره په خبرو کې وویل چې دی د لبنان پر ضد د اسرائیل له بریدونو څخه "خوښ نه دی". د اېکسیوس (Axios) د راپور له مخې، هغه همدارنګه ویلي چې د ایران توغندیزو بریدونو " چا ته زیان ندی پیښ کړی" او دی هیله مند دی چې اسرائیل به ځوابي برید ونه کړي."
پر اسراییل د ایران توغندیز برید او د ټرمپ غبرګون
د یکشنبې په ماښام په اسراییلو باندې د ایران د توغندیو د برید له اعلان وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اکسیوس له خبریال سره په یوه تلیفوني مرکه کې وویل: "زه همدا اوس بي بي (بنیامین نتانیاهو) ته زنګ وهم او ورته وایم چې غچ وانخلي. دواړو خواوو خپل کار کړی دی. اسراییل خپل برید کړی او ایران خپله حمله کړې. د بل برید اړتیا نشته."
ډونالډ ټرمپ په مرکه کې زیاته کړه: "د ایران بریدونو هیچا ته زیان نه دی رسولی. زه هیله لرم چې اسراییل غچ وانخلي. که بي بي (بنیامین نتانیاهو) ځواب ورکړي، نو دا به دوام ومومي لکه په تیرو ۴۷ کلونو کې، یا حتی په تیرو ۳۰۰۰ کلونو کې او همداسې به دوام ومومي."
ټرمپ زیاته کړه: "موږ له ایران سره وروستۍ معاملې ته ډیر نږدې یو. دا به یوه ښه معامله وي. زه نه غواړم چې دا بهیر د هغه څه له امله چې اوس پیښیږي له منځه لاړ شي."
دا پیښه څو ساعته وروسته له هغه وشوه چې اسراییلي پوځ د بیروت په سویل کې د ضاحیه سیمه په نښه کړه، او ایران ګواښ وکړ چې د برید ځواب به ورکړي.
یوې ایراني سرچینې هم رویټرز ته وویل چې "ایران به د اسراییلو هر برید ته په ډیر سخت ځواک سره ځواب ورکړي."
د اسراییلو پوځ اعلان کړی چې تر دې دمه یې د ایران لخوا توغول شوي ټول توغندي شنډ کړي دي.
ټرمپ وايي له ایران سره احتمالي تړون به د تهران د کنګل شویو شتمنیو د سمدستي خلاصون لامل نشي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي له ایران سره احتمالي تړون به د تهران د کنګل شویو شتمنیو د سمدستي خوشې کیدو لامل نشي.
ولسمشر ټرمپ له ان بي سره په یوه مرکه کې چې یکشنبه خپره شوه د ایران کنګل شویو شتمنیو ته په اشارې وویل: «که چېرته مناسب چلند وکړي بیا به یې په اړه خبرې وکړو.»
دا وروسته له هغه چې د ایران د رهبر پوځي سلاکار محسن رضايي د جمعې په ورځ له سي ان ان CNN سره په یوه مرکه کې ټینګار وکړ چې هوکړې ته د رسېدو لپاره باید امریکا د ایران ۲۴ میلیارد ډالره کنګل شوې شتمني خلاصه کړي.
ټرمپ دا هم وویل که تهران د درې میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره هوکړې ته ورسیږي نو واشنګټن به له ایران سره د خورا غني شویو یورانیمو د زیرمو د راټولولو او له منځه وړلو لپاره همکاري وکړي.
هغه زیاته کړه چې امریکا د ایران د اټومي فعالیتونو د څارنې وړتیا لري.
په اسراییل کې د ډزو له کبله یو تن وژل شوی او پنځه نور ټپيان شوي
د اسراییل په مرکزي سیمه کې د ډزو له کبله یو تن وژل شوی او پنځه نور ټپيان شوي دي.
د اسراییل پولیسو ویلي چې بریدګر هم وژل شوی، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.
رویټرز د اسراییل د امبولانس خدمتونو په حواله ویلي چې د ډزو نننۍ پیښه کې د دوو تنو ټپيانو وضعیت نازک دی.
د ډزو مسولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی، خو حماس، چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، دا برید ستایلی دی.
د پاکستان د پوځ مشر د ایران مشر مجتبی خامنه ای ته لیک استولی
د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د ایران مشر مجتبی خامنه ای ته لیک استولی دی.
ایراني رسنیو نن یکشنبې هغه ویډیو خپره کړې چې په کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وايي چې له پاکستانه يې مهم پیغام ایران ته وړی دی.
د نقوي په ټکو،"فکر کوم دا پیغام، مهم پیغام دی او هیله مند یم چې هر څه ښه مخته لاړ شي او پایته ورسیږي".
د ایران او اسراییلو ترمنځ په تیرې درې میاشتنۍ جګړه کې د مجتبی خامنه ای له ټپي کیدو وروسته نه په عام محضر کې لیدلی شوی او نه يې کوم غږیز او ویدیو پیغام خپور شوی.
پاکستان په وروستیو کې د امریکا او ایران ترمنځ د سولې د مذاکراتو منځګړیتوب په غاړه درلوده.
د فوټبال نړیوال جام لوبې د شکیرا له سندرې سره پرانیستل کیږي
د نړۍ یوه نامتو سندرغاړې شکیرا به روانه اونۍ پنجشنبه( د جون په ۱۱مه) په مکسیکو کې د فوټبال د نړیوال جام لوبې د پرانیستو په مراسمو کې سندره ووایي.
د فوټبال نړیوال فدراسیون( فیفا) اعلان وکړ چې د ۲۰۲۶ کال د فوټبال د نړیوالې اتلولۍ رسمي سندره چمتو ده او د پاپ موسیقي کولمبیایي سندر غاړې شکیرا به یې د مکسیکو په « استادیو ازتیکا» لوبغالي کې د سټیج پر سر اجرا کړي.
د فوټبال د نړیوال جام د پرانیستو له مراسمو وروسته به لومړۍ لوبه د کوربه مکسیکو او جنوبي افریقا د لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
د ۲۰۲۶ کال د فوټبال په نړیوال جام کې د ۴۸ هیوادو ټیمونو برخه اخیستې ده چې د مکسیکو، د امریکا د متحد ایالتونو او کاناډا په کوربتوب ترسره کیږي.
ناټو د خپلو دوو نویو غړیو هیوادو شاوخوا تمرینات پيل کړي
د ناټو پلیو ځواکونو د سویډن او فنلنډ شاوخوا د شنبې په ورځ تمرینات پیل کړل.
د اروپا لپاره د ناټو قوماندان امریکایي جنرال الیکسس ګرینکویچ په یوه بیان کې وویل چې د سویډن او فنلنډ شاوخوا سیمه چې د ناټو د شمال ختیځې څنډې برخه ده ډیره ستراتیژیکه ده.
سویډن او فنلنډ د بالتیک سمندرګي پر غاړه پراته دي چې له دې اوبو روسیي جنګي بیړۍ د سینت پیترزبورګ او کالینګراد لور ته ځي.
فنلینډ، چې له روسیې سره ګډه پوله لري، د دوهمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې د شوروي اتحاد له ځواکونو سره دوه ځله جګړه هم کړې ده.
د دې تمریناتو د پایته رسیدو نېټه نه ده مشخصه شوې، ناټو وایي چې دا هڅې د وار له مخه دایمي دفاعي حضور لپاره دي.
په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین د روسیې له بشپړ یرغل وروسته سویډن او فنلنډ له ناټو سره یوځای شول.
روسیې او پاکستان د غیرقانوني مهاجرت پر مخنیوي موافقه وکړه
پاکستان او روسیې د غیرقانوني کډوالو د مخنیوي لپاره د همکارۍ هوکړه لاسلیک کړه
پاکستان او روسیې د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي او د امنیتي همکاریو د پراخولو لپاره یوه نوې هوکړه لاسلیک کړې ده.
دا موافقه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د روسیې د کورنیو چارو وزیر ولادیمیر کولوکولڅیف ترمنځ د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشریزې په څنډه کې، چې په قرغیرستان کې جوړه شوې وه، لاسلیک شوه.
سنتکام: د ایران شپږ توغندي شنډ شول، اووم خپل هدف ته ونه رسېد
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) په تازه اعلامیه کې ویل شوي چې د ایران له لوري اووه بالستیک توغندي توغول شوي وو؛ له دې ډلې شپږ توغندي شنډ شوي او اووم هم خپل ټاکلي هدف ته نه دی رسېدلی.
سنتکام ویلي چې تر اوسه د امریکايي ځواکونو د زیانمنېدو هېڅ راپور نه دی ترلاسه شوی او هغه ادعاوې یې رد کړې چې ګواکې د امریکا د پنځم سمندري ځواک مرکز په بحرین کې زیانمن شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، امریکايي ځواکونو د جون په ۵مه د ایران له خوا د هرمز تنګي او د خلیج سیمې پر لور توغول شوي څو بالستیک توغندي او بېپیلوټه الوتکې شنډې کړې. سنتکام زیاتوي چې تر دې څو ساعته مخکې یې څلور ایراني ځانمرګي ډرونونه هم نسکور کړي وو.
بیان وایي، دغو ډرونونو د سیمې سمندري تګراتګ ته ګواښ رامنځته کړی و. وروسته امریکايي ځواکونو د نورو احتمالي سمندري بریدونو د مخنیوي لپاره د ایران د ساحلي څار رادارونه په قشم ټاپو او ګروک کې په نخښه کړل.
سنتکام ټینګار کړی چې ځواکونه یې لا هم چمتو او په بشپړه توګه بیدار دي او د ایران د هر ډول برید پر وړاندې به د ځان د دفاع لپاره مناسب غبرګون وښيي.