د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

د قرغزستان ولسمشر: د پارلماني ټاکنو د لغوه کېدو په اړه غور کوو


اعتراض کوونکو د پارلماني ټاکنو د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده او په پلازمېنه بیشکېک کې د پارلمان ماڼۍ او د ولسمشرۍ دفترونو ته ننوتې دي. 
اعتراض کوونکو د پارلماني ټاکنو د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده او په پلازمېنه بیشکېک کې د پارلمان ماڼۍ او د ولسمشرۍ دفترونو ته ننوتې دي. 

د قرغزستان ولسمشر سورونبای جینبیکوف نن پر خپلو مخالفانو غږ وکړ چې له عامه اعتراضونو لاس واخلي او د وروستیو پارلماني ټاکنو د لغوه کېدو په اړه د دوی پر غوښتنه غور کوي.

دا غوښتنه په داسې وخت کې شوې ده چې اعتراض کوونکو د قرغزستان پخوانی ولسمشر الماز بیک اتمباییف له بنده ازاد کړ.

اتمباییف د جون په میاشت کې د اداري فساد په تور په یولس کاله او دوو میاشتو بند محکوم شوی و.

اعتراض کوونکو د پارلماني ټاکنو د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده او په پلازمېنه بیشکېک کې د پارلمان ماڼۍ او د ولسمشرۍ دفترونو ته ننوتې دي.

پر خپلې ویبپاڼې په یوه بیان کې امنیتي ځواکونو ته امر کړی دی چې ډزې به نه کوي.

په ورته وخت کې یې د پارلماني ټاکنو د نتیجو لغوه کېدو ته چمتوالی څرګند کړی دی.

جینبیکوف په بیان کې ویلي دي چې ده د ټاکنو مرکزي کمېسیون ته لارښوونه کړې ده چې له قانون سره د نقض موارد تجزیه او تحلیل کړي او که چېرته اړتیا وه د ټاکنو نتیجې دې لغوه کړي.

د قرغزستان ولسمشر د قهروړیو مظاهره چیانو دا اقدام، چې ځیني دفترونه، تلویزیون او امنیتي ودانۍ یې نیولې دي د یو شمېر سیاسي ځواکونو هڅه وبلله چې د ده په وینا غواړي په غیرقانوني ډول واک ترلاسه کړي.

د قرغزستان ولسمشر سورونبای جینبیکوف
د قرغزستان ولسمشر سورونبای جینبیکوف

د جینبیکوف دا بیان وروسته تر دې خپور شو چې د پارلمان په ودانۍ کې اور ولګېد او پخوانی زنداني ولسمشر المازبیک اتامبایف د مظاهره چیانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ تر شخړو وروسته له زندانه خوشې شو.

د جینبیکوف د اوسېدو ځای معلوم نه دی خو ( اې کې ای) خبرې اژانس د ده د ویاندې تولګونای ستامالیوا په وینا خبر ورکړ چې سړی په بیشکېک کې دی.

نن سهار وختي د هغې ودانۍ په درېیم منزل کې اور ولګېد چې هلته د جینبیکیوف دفترونه دي او د سترې محکمې غړي کار کوي.

د ازادي راډیو قرغزي څانګه راپور ورکوي چې د دې ودانۍ له کړکیو تور لوګی بهر شو او اطفایې هڅه کوله چې اور مړ کړي.

تر دې مخکې چې کوم تصویرونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوې دي چې په هغو کې ښکارې چې اعتراض کوونکي د ولسمشرۍ ماڼۍ په اووم پوړ کې کوټه په کوټه ګرځي او ځیني وسایل ماتوي.

له یوې کوټې دوی د جینبیکوف عکس له دیواله لرې کړ او یوه اعتراض کوونکي دا عکس له چوکاټه راوایست.

د اعتراض کوونکو بلې ډلې د ملي تلویزیون او راډیو ودانۍ ونیولې او مظاهره چیان پرته له دې چې له مقاومت سره مخامخ شي د ملي امنیت کمېټې ته ننوتل.

XS
SM
MD
LG