د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

قرغزستان ​​​​​​​کې د ولسمشر دفتر او پارلمان ودانۍ کې اور لګېدلی


د قرغزستان په پلازمېنه بېشکېک​​​​​​​ کې د ولسمشر دفتر چې لوګي ترې پورته کېږي.
د قرغزستان په پلازمېنه بېشکېک​​​​​​​ کې د ولسمشر دفتر چې لوګي ترې پورته کېږي.

وروسته له دې چې معترضانو د قرغزستان په پلازمېنه بېشکېککې د جمهور رییس د دفتر او پارلمان ودانۍ ونیول، په دې ودانۍ کې د اور لګېدو راپور ورکړل شوی.

معترضان تېره شپه دې ودانیو ته ننوتل.

اور د ولسمشر سورونبای جین بیکوف په دفتر او د ۱۲۰ کسیز پارلمان په ودانیو کې ولګېد.

د آزادۍ راډیو د قرغزي څانګې د راپور له مخې د ودانۍ له کړکیو څخه تور لوګی راوت او اطفاییې هڅه کوله چې اور مړ کړي.

په هغو تصویرونو کې چې نن پر ټولنیزو شبکو خپاره شول، ښکاري چې معترضان د ودانۍ په اووم پوړ کې د ولسمشر په دفتر کې له یوې خونې بلې ته ننوځي او ځینې وسایل ویجاړوي.

په یوه خونه کې د جین بېکوف تصویر له دېواله لیرې کېږي او یو تن یې ماتوي.

اعتراض کوونکي همداراز د ملي امنیت د دولتي کمېټې ودانۍ ته ننوتل او له هېڅ راز مقاومت سره مخامخ نه شول.

د آزادۍ راډیو د قرغزي څانګې د خبریال د راپور له مخې د ځانګړو قطعو افسرانو معترضانو ته ویلي چې دوی له خلکو سره دي.

یوه بله ډله چې د معترضانو مشران هم په کې شامل وو، ملي راډیو ټلویزیون ته ولاړل څو خلکو ته وینا وکړي.

د آزادۍ راډیو د قرغزي څانګې د راپور له مخې دا هم تایید شوې چې پخوانی ولسمشر المازبېګ اتمبایوف له بنده خوشې شوی دی.

نوموړی د فساد په تور په جون میاشت کې په ۱۱ کاله او دوه میاشتې بند محکوم شوی و.

څرګنده نه ده چې ولسمشر به چېرته وي خو اې کې آی خبري آژانس د ولسمشر د ویاندې تولګونای ستامالي ییوا له قوله خبر ورکړی چې نوموړی په بیشکېک کې دی.

جین بېکوف
جین بېکوف

ویاندې زیاته کړه چې جین بېکوف د شپې تر دوو بجو پورې کار ته دوام ورکړ او له ټولو سیاسي ځواکونو سره یې خبرې وکړې.

آژانس د نوموړې له قوله زیاتوي چې وايي، ولسمشر د اعتراضونو د مشرانو پر احتیاط حساب کوي.

معترضان دولتي ودانیو ته له ننوتلو مخکې د بشکېک په الاتو چوک کې راټول شول.

په دې اعتراضونو کې د لسو ګوندونو فعالانو او پلویانو ګډون کړی و.

خو د آزادۍ راډیو د قرغزي څانګې د راپور له مخې وروسته امنیتي ځواکونو د مظاهره چیانو د خورولو لپاره له ربړي ګولیو او اوښکې بهوونکی ګاز څخه کار واخیست.

د بېشکېک روغتونونو راپور ورکړ چې له ۱۲۰ زیات ناروغان چې د دې اعتراضونو پرمهال ټپیان شوي وو، د علاج لپاره ورغلي وو. په دې کسانو کې د قانون د تنفیذ د ځواکونو ۴۰ غړي هم شامل وو.

له دې مظاهرو سره په یوه وخت کې د قرغزستان د شمالي ښار تالاس او د مرکزي ښار نارین په ګډون په ځینو نورو ښارونو کې هم د مظاهرو راپور ورکړل شوی.

XS
SM
MD
LG