د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

هېواد: له درېـيمګړي پرته د دوحې د سولې خبرې ښايي نورې هم اوږدې شي


قطر کې د بين الافغاني مذاکراتو پيل مراسمو يو انځور
قطر کې د بين الافغاني مذاکراتو پيل مراسمو يو انځور

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په بېلابېلو مسایلو لېکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې د اذربایجان او ارمنستان په جګړه کې له اذربایجان د افغانستان په ملاتړ انتقاد کړی.

په سرمقاله کې راغلي، کله چې افغانستان خپله د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري د دغو دا ملاتړ څه معنا؟

ورځپاڼې د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ په روانه جګړه کې له اذربایجان د افغان حکومت ملاتړ د خندا وړ بللی او د دغه ملاتړ لامل یې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اذربایجان ولسمشر الهام علیيف ترمنځ شخصي دوستانه اړېکي یاد کړي.

سره مقاله لیکونکي د دې ملاتړ بل دلیل د لاجورد لار ګڼلې چې یوه برخه یې د اذربایجان له خاورې تېرېږي خو لیکلي چې له دې لارې تر اوسه د افغانستان یوه محوله تېره شوې چې اقتصادي ارزښت یې دومره ډېر نه دی.

هېواد هېواد دولتي ورځپاڼې قطر کې د سولې لپاره د پېچلو مذاکراتو په تړاو لېکنه کړې ده.

وړاندې په سرمقاله کې د دریمګړو په توګه د چين په شمول د سيمې او نړۍ د یو شمېر نورو هېوادونو د مهم رول لوبولو خبره هم شوې ده.

د سرمقاله لیکوونکي په باور، له درېـيمګړي پرته د سولې خبرې ښايي نورې هم اوږدې شي.

ورځپاڼې ټينګار کړی چې د سولې لپاره سيمه ييزه اجماع ډېره مهمه ده چې بايد د دې اجماع د راټولېدا لپاره پوره کار وشي!

خو څه چې ورځپاڼې مهم بللی هغه په افغانستان کې اوربند دی چې دا غوښتنه په څوځلي د افغان حکومت له خوا مطرح شوې ده.

دنیا

دنيا ورځپاڼې هم په خپله سر مقاله کې د سولې د بهیر د ژر بشپړېدو خبره کړې ده.

دنیا د ناامنیو له امله د بېکارۍ پراخې کچې ته په اشارې سره د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتي چې د خلکو له اقتصادي وضعیت څخه ځان خبر کړي.

ورځپاڼې لیکلي، په امن او سولې سره به له هېواده د ځوانانو تېښتې ته پلمې ختمې او دا انرژي به د افغانستان په ابادولو او جوړولو ولګېږي.

XS
SM
MD
LG