د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۹

قطر کې خبرو ته ناستې غاړې څنګه دې اعتقاد ته رسېدای شي چې تشدد بس دی؟


قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د سولې خبرو پرانیست غونډه
قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د سولې خبرو پرانیست غونډه

په اوسنۍ نړۍ کې د تاوتریخوالي یا تشدد تړاو ښایي تر افغانستان له بل هېڅ ځای سره ډېر نه‌وي.

نن‌یې بیا ځکه یادونه کېږي چې نړیوال-عدم تشدد ته په درناوي درېږي یعنې له تاوتریخوالي نه د ځان ساتنې او په سوله‌ییزو لارو موخې ته د رسېدو سپارښتنه کوي.

د دې نړیوالې ورځې پلمه چې د ملګرو ملتونو له‌خوا د اکټوبر دوهمه یادېږي د عدم تشدد غورځنګ وتلي مخکښ او د هند د ازادۍ لارښود مهاتما ګاندي ته درناوی دی.

دغه تګلاره د بریتانوي هند په پښتون مېشتو سیمو کې وروسته د خدایي خدمتګارو غورځنګ مشر خان عبدالغفار خان هم خپله کړه چې د ګاندي په خپله وینا تر ده له سختو ننګونو سره مخامخ و. ننګونې ځکه چې د هغه خپل ولس، پښتانه او افغانان له اوږدې مودې له ټوپک او تاوتریخوالي سره روږدي وو او له دغې لارې راستنول‌یې له غره سره ډغرو ته ورته بلل کېدې.

تشدد څه دی او عدم‌یې یعنې له تشدد نه ځان خلاصون څنګه رامنځته کېدای شي؟ په قطر کې خبرو ته ناستې غاړې څنګه دې اعتقاد ته رسېدای شي چې تشدد بس دی؟

پر همدې موضوع نن د ازادۍ څپو کې بحث شوی دی.

د دغې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:50:22 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG