د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۸

په ۹ ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سیلابونو د راوتلو خبرداری ورکړل شو


پروان کې د راوتلو سیلابونو او له امله یې د ویجاړیو یو انځور؛ ارشیف
پروان کې د راوتلو سیلابونو او له امله یې د ویجاړیو یو انځور؛ ارشیف

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په یو شمېر ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سیلابونو د راوتلو خبرادری ورکړی دی.

دې ادارې اټکل کړی ښيي، چې نن او په راتلونکو څو ورځو کې به نهه ولایتونه د سختو اورښتونو او سیلابونو د راوتلو شاهدان ووسي.

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې نن او راتلونکې څو ورځې به د افغانستان یو شمېر ولایتونه د سختو اورښتونو او سیلابونو د راوتلو شاهدان وي.

کونړ، نورستان، پنجشیر، پروان، لغمان او کاپیسا هغه ولایتونه دي چې د هوا پېژندنې ادارې د وړاندوینې له مخې به نن به په کې سیلابونه راووځي.

دغه شان د دې ادارې د اټکل له مخې کابل، بدخشان او ننګرهار بیا هغه ولایتونه دي چې په راتلونکو څو ورځو کې په کې د سخت اورښتونه او سیلابونه د راوتلو امکان شته.

د افغانستان د هوا پېژندنې د وړاندوینې برخې مسئول محمد نسیم مرادي خلکو ته سپارښتنه کوي او وايي، په هغو ځایونو کې چې د سېلابونو د راوتلو احمتال شته خپل کورونه امن ځایونو ته انتقال کړي.

هغه زیاته کړه: "ننګرهار، بدخشان، نورستان، پروان، کونړ او نورستان به د سیلابونو د راوتلو شاهدان وي خو په پروان ولایت کې د سختو سیلابونو د راوتلو وړاندوینه شوې ده، په دې ولایتونو کې به د اورښت کچه له ۱۰ تر ۲۰ ملي متره وي."

په ورته وخت کې طبیعې پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وايي، چې یادو ولایتونو ته د لومړنیو خوراکي موادو او پيسو انتقال پیل شوی دی.

د دې وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي ازادي راډيو ته وویل: "د قزاقستان هېواد هفه مرسته چې د ۴۰ زره کورنیو لپاره وه تېره ورځ ترې د پروان، پنجشیر، کاپیسا، لوګر، میدان وردګ او بامیانو په ګډون اوه ولایتونو ته مرسته واستول شوه، دغه راز په کابل کې هم له لس زره کورنیو سره د مرستو لړۍ پیل شوې ده، او هغه سیمې چې له لوړ ګواښ سره مخ دي هلته د استنادي دېوالونو د جوړولو کارونه هم پیل شوي دي."

پروان کې د سیلابونو د راوتلو له امله د ویحاړیو یو انځور- ارشیف
پروان کې د سیلابونو د راوتلو له امله د ویحاړیو یو انځور- ارشیف

دا په داسې حال کې ده چې له نورستان، پروان او کونړ نه راپورونه وايي، چې اوس مهال دغلته اسمان نیمه وریځ دی خو تېره ورځ د دې ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې درانه اورښتونه شوي دي.

د هوا پېژندنې ادارې دا خبرداری په داسې حال کې مطرح کېږي چې لا هم په پروان کې د سیلاب ځپلو ته د رسېدنې په برخه کې انتقادونه پر ځای دي.

د پروان د والي ویاندې وحیده شهکار د هوا پېژندنې ادارې د نوي خبرداري په اړه ازادي راډيو ته وویل: "اوس مهال د ماشینونو په وسیله د سیلابونو لارې خلاصې شوي دي، د تېر په شان لوی خطر نه دی متوجه، خو بیا هم موږ له خلکو غوښتنه کړې چې باید خوندي ځایونو ته لاړ شي، موږ هم دوی ته په خوندي ځایونو کې د استوګنې چمتوالی نیولی دی خو په دې شرط چې دوی يې ومني."

وحیده شهکار
وحیده شهکار

د یادولو ده چې تېره میاشت هم د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې سختو اورښتونو او سیلابونو سلګونه کسانو ته ځاني او مالي زیانونه واړول.

خو تر ټولو خونړي سیلابونه په پروان ولایت کې راووتل چې له امله يې ۷۲ تنه ووژل شول او له سلو ډېر ټپيان شول، چې لا هم د دې ولایت زیات شمېر سیلاب ځپلې د استوګنې لپاره سرپنا نه لري او ژوند يې عادي حالت ته نه دی راستون شوی.

XS
SM
MD
LG