د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۰

پروان کې سیلاب ځپلو سره د مرستې په ویش کې د روڼتیا په اړه اندېښنې


چاریکار کې د سیلابونو له امله ویجاړه شوې سیمه
چاریکار کې د سیلابونو له امله ویجاړه شوې سیمه

په پروان ولایت کې سیلاب ځپلو ته د سلګونو کسانو له لورې د مرستو راټولېدل، خو د دغو مرستو د سم ویش په اړه اندېښنې موجودي دي.

د پروان ولایت یو شمېر سیلاب ځپلي وايي، د دې مرستو څخه بې خبره دي.

په پروان ولایت کې تېره اوونۍ د سختو سیلابونو له کبله شاوخوا ۱۲۰ کسه مړه او ۱۳۲ نور ټپیان شوه.

دې سیلابونو په دې ولایت کې کڼ مالي زیانونه هم واړول.

اوس یو شمېر کسان او خیریه بنسټونه په دې ولایت کې زیانمن شویو ته د مرستې په راټولو بوخت دي.

له دې کسانو یو هم حشمت رادفر دی، هغه چې د مرکزي کابل د مرستې رسونې د یو خیره ټولنې همغږی کونکي دی، له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي، تر اوسه یې زیانمن شویو کسانو ته په سلګونو زره افغانۍ او د کور اړتیا وړ توکي راټول کړي دي.

هغه زیاته کړه: "موږ هم د نورو مدني فعالانو په څېر په کابل کې یوه تګلاره رامنځته کړې چې له مخې خلکو ته مرستې راټولو، موږ او نور ټولو بنسټونو چې په دې برخه کې کار کړی زیاتې لاسته راوړنې مو درلودې، البته زموږ د هڅو له برکته د مرستو یو ستر کاروان مو برابر کړی، د دې مرستو ډېره برخه هغه مېرمنې چې د مرستې لپاره لېواله دي مرسته یې کړی."

له بلې خوا د ( Go Fund Me) ویپ سایټ چې همدغه سیلاب ځپلو ته مرستې راټولوي لیکلي چې تر دا مهاله یې د ګڼ شمېر افغانانو چې په هغې کې نوم وتې فرهنګي، ورزشي او سیاسي څېرې هم شاملې دي مرستې راټولې کړي.

خو د دې مرستو د ویش په برخه بیا اندېښنې هم شته.

د پروان ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، تر اوسه یې مرستې نه دي ترلاسه کړي.

یو تن وویل: "دا ژوند نو څه معنی لري، هر ورځ زموږ نوم لیکل کېږي، هغه څوک چې کور یې خراب شوي هم نه وي مرسته ترلاسه کوي."

یو بل تن وايي: "زما نوم امیر جان ده، تر اوسه له موږ سره مرسته نه ده شوې، پلاوی نه دی راغلی، ځای نه لرو، کور نه لرو، موږ بې ځایه شوي یو، چېرته ژوند وکړو."

پروان کې سیلاب ځپلي کورنۍ
پروان کې سیلاب ځپلي کورنۍ

په ورته وخت کې د پروان ولایت د والي ویانده وحیده شهکار وايي، ددې مرستو د ویش لپاره یوه کمېټه جوړه شوې چې په سمه توګه ترې څارنه وکړی.

شهکار زیاتوي: "هغه مهال چي خیره بنسټونه مرسته کوي د هغوی کسان هلته موجود وي، موږ د دې مرستو د ښه ویش لپاره یوه کمېټه جوړه کړې چې په هغې کې رسنۍ، مدني ټولنې او سمه ییزې اداره په کې شامل دي، موږ په دې برخه کې سروې پیل کړي او متضریرین به پیدا کوو."

د اغلې شهکار په خبره، تر اوسه ۱۰۶ کورنیو ته د حکومت له لوري هر یو ته ۵۰ زره افغانۍ ورکړل شوي دي.

له دې سره هم مهاله یو شمېر خیره بنسټونو هم له زیانمنو کسانو سره مرستې کړي.

XS
SM
MD
LG