د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

روانه اوونۍ ځینو ولایتونو کې د سختو سیلابونو د راوتلو خبرداری


میدان وردګو کې د سیلابونو د راوتلو سیلابونو یو انځور
میدان وردګو کې د سیلابونو د راوتلو سیلابونو یو انځور

د طبیعي پېښو پر وړاندې د افغان دولت وزارت په روانه اوونۍ کې اتو ولایتونو کې د سختو سیلابونو د راوتلو خبر ورکوي.

د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سیلابونو په دوام د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغان دولت وزارت یو ځل بیا روانه اوونۍ د دغه هېواد په اتو ولایتونو کې د سیلابونو د راوتلو خبره کوي.

د دې وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، چې د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د اټکل له مخې په روانه اوونۍ کې بدخشان، بغلان، پنجشیر، پروان، لغمان، کنړ، نورستان او خوست کې د سختو اورښتونو او سیلابونو وړاندوینه شوې ده.

هغه زیاته کړه: "په همدې اوونۍ کې په ځینو ولایتونو کې اورښتونه او سیلابونو اټکل شوی دی، دغو ولایتونو کې بدخشان، د بغلان ولایت اندراب ولسوالۍ، پنجشیر، د پروان ولایت غوربند ولسوالۍ، لغمان، کونړ، نورستان او خوست ولایتونو شامل دي."

د ښاغلي عظیمي په وینا، د روانې اوونۍ په احتمالي سیلابونو کې ښايي نږدې ۵۰۰ زره کسان له خطر سره مخ شي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د دولت وزارت د معلوماتو له مخې، چمتوالی نیول شوی، ولایتي کمېټو غونډې کړي، پر تحکیماتو کار روان دی او له احتمالي اغېزمنو سیمو د خلکو انتقال نورو سیمو ته پیل شوی دی.

د دې وزارت د ویاند په خبره، ولایتونو ته نقدې پیسې هم رسېدلي او له ګدامونو هم لومړنۍ مرستې ولسوالیو ته انتقال شوې دي.

ښاغلی عظیمي وايي، د یادو سیمو خلک هم د جوماتونو د ملاامامانو او د سپین ږیرو له طریقه په لوډسپیکرونو کې د اعلانونو له طریقه په جریان کې پرېښودل شوي دي.

تېره اوونۍ، کابل، پروان، پنجشیر، خوست، بامیان، کونړ، نورستان، کاپیسا، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، پکتیکا، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې د سیلابونو راوتلو له امله سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

پروان کې د وروستیو سیلابونو له امله درانه او مالي زیانونه واوښتل.
پروان کې د وروستیو سیلابونو له امله درانه او مالي زیانونه واوښتل.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د افغان دولت وزارت د تازه معلوماتو پر بنسټ، دغو سیلابونو ۱۸۹ مړه کړي، ۱۶۹ یې ټبیان کړي، ۵۵۰ کورونه یې بشپړ او ۲۹۹۶ یې قسمي وران کړي دي.

اوس پوښتنه دا ده چې د تېرې اوونۍ سیلابونو ته په کتو د خلکو د ژغورنې لپاره کومې کړنې باید په پام کې ونیول شي؟

د پروان ولایت مرستیال ویاند رحمت الله حیدري وايي، دا چې د سیلابونو له ګواښ سره مخ ډېریو ولایتونو کې خلک د غرو لمنو کې ژوند کوي د سیلابونو د ډېر زیان مخنیوي په خاطر باید له استنادي دیوالونو څخه کار واخیستل شي.

پروان هغه ولایت دی چې د تېرې اوونۍ په سیلابونو کې یې اوسېدونکو ته تر نورو ولایتونو ډېر د سر او مال زیان رسېدلی دی.

د چارو یو شمېر پوهان له دې ډلې عبدالریس عالمي بیا یې بیا اوږدمهال حل ښيي.

دی وايي د سیلابونو تر ګواښ لاندې سیمو کې باید د استوګنې کورنه جوړ نشي.

هغه زیاته کړه: "دې وروستیو کې اقلیمي بدلونونو هم د سیلابونو په ډول، اندازې او ویجاړیو اغېز پریښی دی، دلته د سیلابونو په وړاندې مقاومې ودانۍ نه جوړېږي، دلته دا سخته خبره ده او پام کې نه نیول کېږي خو دومره کېدلی شي چې چېرته یې چې د سیلابونو لپاره مناسب معبرونه پرېښول شوي وي هلته کورونه جوړ نه شي."

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغان دولت وزارت د معلوماتو له مخې افغان حکومت د سیلابونو مدیریت پلان له مخې د سیلاب ځپلو سره د مرستو لپاره ۶۰۰ میلیونه افغانۍ په پام کې نیولي دي، چې د د وزارت په وینا له دې پیسو ډېری برخه لګول شوې ده.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح تازه په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، په هغو ولایتونو کې چې سیلابونو ودانۍ او زیربناوې له منځه وړې ډېر ژر به بیا ورغول شي.

د ښاغلي صالح په وینا همدا اوس هم د پروان کانال په بیا رغونې او پاکولو کار روان دی.

XS
SM
MD
LG