د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

د افغانستان د ځوانانو عالي شورا ۸ غړیو ټاکلو لپاره غونډه وشوه


د دې شورا ټول غړي به ۲۲ کسان وي چې ۸ نور یې جمهور رییس غني او شپږ نور یې حکومتي چارواکي ټاکي چې په دې کې بهر میشتي افغان ځوانان هم شامل دي.
د دې شورا ټول غړي به ۲۲ کسان وي چې ۸ نور یې جمهور رییس غني او شپږ نور یې حکومتي چارواکي ټاکي چې په دې کې بهر میشتي افغان ځوانان هم شامل دي.

د افغانستان د ځوانانو عالي شورا ۸ غړیو د ټاکنو لپاره د ۱۵۰۰ ځوانانو غونډه.

دا یوه ورځنۍ غونډه نن په کابل کې روانه ده.

د دې شورا ټول غړي به ۲۲ کسان وي چې ۸ نور یې جمهور رییس غني او شپږ نور یې حکومتي چارواکي ټاکي چې په دې کې بهر میشتي افغان ځوانان هم شامل دي.

په کابل کې د لویې جرګې خیمه نن د ۱۵۰۰ افغان ځوانانو د غونډې کوربنه ده، چې د افغانستان د ځوانانو شورا ته خپل استازي ټاکي.

دا شورا د افغانستان د جمهور رییس محمد اشرف غني د فرمان پر بنسټ جوړېږي.

افغان حکومت د دغې شورا جوړول مهم او ګټور بولي.

د جمهوري ریاست د ځوانانو د چارو د انسجام مشر شاپور ژمن یادې غوندې ته په خپلو خبرو کې وویل: "نن د سرلوړۍ ورځ ده چې د هېواد په کچه د تصیم نیونې تر ټولو عالي ترېنه مرجع د ځوانانو عالي شورا د ولسمشر د هغه لرې لید په اساس رامنځته کېږي چې پېړۍ پېړۍ به ځوانان یوازې د جګړې په لیکو کې نه بلکې د افغانستان په مهمو پرېکړو کې د مشرتابه کچه د تصیم نیوونکي محوري ځواک په توګه انعکاس کوي."

په دغه غونډه کې یو شمېر ګډونوال ځوانان هم په دې باور دي چې د ځوانانو عالي شورا به وکړای شي چې د دوی ستونزې حل او له حکومت سره یې نږدې کړي.

د جرګې یوه څنډه
د جرګې یوه څنډه

هیلې مجتبی له پکتیکا او اسدالله عطار له بلخ ولایتونو په دغې ناسته کې ګډون کړی.

مجتبی وايي: "دا برنامه ملي او ټول ګډونه ده، له نېکه مرغه د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو او اقشارو ورته ځوانان راغوښتل شوي څو د ځوانانو د اوسنیو ستونزو چې هغه فقر، ناامني، ناقانونه کډوالي، اقتصادي او بېلابېلې نورې ستونزې دي پر بحث وکړو څو حکومت کار اهل کار ته وسپاري."

دغه راز ښاغلي عطار وویل: "د ځوانانو عالي شورا د دې لپاره به موږ ته ګټوره وي چې موږ به له ارګ سره په مستقیمه توګه په اړیکه کې اوسو او موږ به خپلې ټولې شته ستونزې د دغې شورا له لارې شریکې کړو."

د ولسمشر د فرمان له مخې د ځوانانو عالي شورا به ۲۲ کسیزه وي چې اته غړي به یې د جمهور رییس، اته نور د نننۍ ناستې د ګډونوالو له لوري او شپږ کسان به هم د حکومت له لوري له هېواد بهر افغان ځوانانو له ډلې دغې شورا ته ټاکل کېږي.

دا شورا به د هېواد په کچه په ملي او مهمو بېلابېلو مسایلو اړوند پالیسۍ، پلانونه او وړاندیزونه لېږي او حکومت به یې په خپلو چارو کې پلي کوي.

خو یو شمېر متعرضو ګډوانوال وايي، چې د شورا د غړو شمېر دې زیات شي او د ټول هېواد په کچه دې د ځوانانو استازي په کې غړیتوب ولري.

ذبیح ایمان له میدان وردګو او عزت الله له کندهار ولایتونو دغې ناسته کې ګډون کړی وو.

ښاغلی ایمان وايي: "دولت چې د دغو اتو زونونو په کچه د اتو ځوانانو د ټاکلو لپاره راغوښتي یوو، له دغو کسانو ځينې یې له مخې د چارو ادارې یو شمېر رییسان یا ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري ټاکل شوي، دا شپږ کسان چې له بهر نه راغوښتل کېږي هغوی خو د افغانستان اړوند مسایلو له جغرافیې، قومونو، مذهبونو او نور موضوعاتو په اړه سم معلومات نه لري بل دا چې دغه ۸ کسان خو یوازې د اتو زونونو دي چې د اهل هنود او کوچیانو ونډه مشخصه نه ده د پشه يي او ګڼو نورو قومونو ونډه له پامه غورځول شوې ده."

همداراز عزت الله وویل: "د دغې شورا جوړول باید زموږ ستونزې په اساسي ډول حل کړي مهمترینه ستونزه مو بې کاري ده دولت او نظام په ټوله کې د ځوانانو د دغو ستونزو د حل لپاره کوم ځانګړې تګلاره نه لري، په دغه شورا کې کوم خاص طرز العمل نه شته ځوانان دلته د اړیکو پر اساس راغوښتل شوي دي."

دغه ځوانان وایي حکومت دې د ځوانانو لپاره په داسې پلانونو او تګلارو کار وکړي چې عملي وي او ستونزې ورسره حل شي.

د حکومت د سروې له مخې د افغانستان نږدې اویا سلنه نفوس ځوانان جوړوي تر دې دمه د ځوانانو لپاره یوازې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په چوکاټ کې د ځوانانو د چارو معینیت و چې اوس یې عالي شورا هم جوړه شوه.

XS
SM
MD
LG