د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۹

ایران: نړیواله ټولنه دې د امریکا د بدماشۍ مخه ونیسي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیرمایک پومپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرمایک پومپیو

امریکا په یو اړخیز ډول پر ایران د ملګرو ملتونو ټول بندیزونه بیا ولګول.

متحده ایالتونو دغه پرېکړه له دې سره سره وکړه چې د بندیزونو د اغېزمنتوب په خاطر د امریکا نژدې اروپایي متحدان ورسره مخالفت لري.

پر ایران د ملګرو ملتونو بندیزونه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو اعلان کړل، هغه ګام چې «ناڅاپي کلک ګوزار» بلل کېږي.

پومپیو خبرداری ورکړ چې په دې برخه کې سرغړوونکي به د امریکا له اقدام سره مخامخ شي.

نوموړي په یوه بیان کې ویلي، که د ملګرو ملتونو غړي دولتونه د دغو بندیزونو په عملي کولو کې پاتې راشي، امریکا به یې پر وړاندې له خپل واکه استفاده وکړي.

بیان کې زیاته شوې، دا باید یقیني شي چې ایران د ملګرو ملتونو له منع شویو امتیازونو ګټه نه شي ترلاسه کولای.

د پومپیو په خبره، راتلونکو ورځو کې به متحده ایالتونه یو لړ اضافي اقدامات هم اعلان کړي چې ورسره به پر ایران د ملګرو ملتونو د بندیزونو عملي کول پیاوړي شي او له مخې به یې سرغړونکو سره حساب کتاب کېږي.

د امریکا دې کار په ملګرو ملتونو کې یوې لویې شخړې ته زمینه برابره کړې، هغه سازمان چې امریکا ځان په کې ډېر منزوي احساس کړی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ویلي، امریکایان قلدري یا بدماشي کوي او نړیواله ټولنه یې باید په وړاندې پرېکړه وکړي چې څنګه یې د بدماشۍ مخه ونیسي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې په یوه اړخیز ډول د ایران له اټومي تړونه ووت، هغه تړون چې ۲۰۱۵ کال د تهران او د نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ لاسلیک شوی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

ټرمپ هغه مهال ایران د خپلو ژمنو په ماتېدو تورن کړ او بیا یې بندیزونه پرې ولګول.

د ایران د اټومي تړون نور لاسلیکونکي هېوادونه بیا هڅه کوي چې دغه متزلزله تړون خوندي کړي او د واشنګټن دا کار یې رد کړی چې پر ایران دې د ځینو سرغړونو له کبله د ملګرو ملتونو بندیزونه ولګوي.

د امریکا له دې اعلان مخکې بریتانیا، فرانسې او جرمني د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي چې پر ایران د بندیزونو معافیت به د ۲۰۲۰ کال له سپتمبر وروسته هم دوام کوي.

د دغو درې واړو هېوادونو لپاره د ملګرو ملتونو استازو د سپتمبر په اتلسمه امنیت شورا ته په یوه لیک کې وویل: "مونږ نه ستړې کېدونکې هڅې کړي چې د ایران اټومي تړون خوندي کړو، مونږ دغه کار ته ژمن پاته کېږو."

چین او روسیه چې امنیت شورا کې د ویټو حق لري هم له امریکا سره په نوې پرېکړه کې همغږي نه دي او پر ایران د بندیزونو د بیا لګولو سره مخالفت لري.

د کړکېچ نړیوالې ډلې یوه نوي تحلیل کې ویلي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا او دیپلوماتان به له دې کار سره یوه بې پایلې بحث کې ښکېل شي.

دوی ویلي، دا موضوع سیاسي اړخ لري او کومه منظمه مشروع پرېکړه نه ده.

XS
SM
MD
LG