د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

ایران د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې ته د مشکوکو تأسیساتو د لیدو اجازه ورکوي


د ایران بیرغ
د ایران بیرغ

ایران ومنله چې د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې ته به د دوو مشکوکو تأسیساتو د لیدو اجازه ورکړي.

دغه خبر د چهارشنبې په ورځ د ایران او د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې له‌خوا داسې مهال ورکول شو چې د دغې ادارې مشر رافایل ګروسي له ایراني چارواکو سره په لیدو کتو بوخت و.

په یوه ګډه خبرپاڼه کې چې د ښاغلي ګروسي او د ایران د اټمی انرژۍ د مشر علي اکبر صالحي له‌خوا ورکړل شوې راغلي، ایران په داوطلبانه ډول غواړي چې د اټمي انرژۍ نړیواله اداره د دوی دا سایټونه وارزوي.

رافایل ګروسي او د ایران د اټمی انرژۍ مشر علي اکبر صالحي

د ایران د اټمي انرژۍ دغه سایټونه په اصفهان او تهران ښارونو کې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغې پلټنې یا تفتیش نېټه مشخصه شوې، خو نه‌دي ویل شوي چې څه وخت دا کار کېږي.

ګروسي اته میاشتې وړاندې د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر شو او له هغه راهیسې دا ایران ته د نوموړي لومړنی سفر دی.

نوموړي ایران ته په خپل دې سفر کې له ولسمشر حسن روحاني، بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف او د ایران د اټمي انرژۍ له مشر علي اکبر صالحی سره لیده کاته وکړل.

له دې وړاندې ایران د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې ته اجازه نه‌ورکوله چې دا سایټونه وپلټي او همدې چارې د تهران او دغې ادارې چې مرکز یې په ویانا کې دی، اړیکې خرابې کړې وې.

د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې تېره جون میاشت کې ویلي و، شپږ میاشتې کېږي چې تهران دغو سایټونو ته د لاسرسي اجازه نه‌ورکوي او نږدې کال کېږي چې ایران د دغې ادارې پوښتنو ته ځواب نه‌وایي.

ایران هغه مهال استدلال کاوه چې د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې له‌خوا د دغو سایټونو تفتیش کوم قانوني بنسټ نه‌لري.

د ایران او اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې ترمنځ نوې هوکړه داسې مهال کېږي چې امریکا تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو له امنیت شورا وغوښتل چې پر ایران بېرته هغه بندیزونه ولګوي چې د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون له مخې لیرې شوي وو.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا

امریکا ۲۰۱۸ کال کې د ایران او شپږو نړیوالو قدرتونو له دې تړونه ووتله او پر ایران‌یې بیا بندیزونه ولګول.

امریکا امنیت شورا ته دا وړاندیز هم وکړ چې پر ایران د وسلو بندیز چې اکټوبر میاشت کې پای ته رسېږي، بیا وغځوي، خو دغه طرحه د امنیت شورا له‌خوا په اکثریت رایو رد شوه.

XS
SM
MD
LG