د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۸

د ایران اټومي تړون په اړه نږدې راتلونکي کې غونډه جوړېږي


ارشیف
ارشیف

د ایران د اټومي تړون په اړه ټاکل شوی ګډ کمېسیون به د سېپټېمبر پر لومړۍ نېټه په ویانا کې جرګه شي.

دا خبره اروپايي ټولنې پرون جمعه په یوه ګډه اعلامیه کې وکړه.

اروپايي ټولنه وايي، د سېپټېمبر میاشتې د لومړۍ نېټې د غونډې کوربنه به وي، چې د بریتانیا، چین، فرانسې، جرمني، روسیې او ایران استازي به په کې ګډون کوي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو تېره پنج شنبه د هغه میکانېزم پروسه رسماً پرانیستله چې هدف یې پر ایران د ملګرو ملتونو د بندیزونو بیا لګول دي.

امريکايي چارواکو ایران، په ۲۰۱۵ میلادي کال کې له لاسلیک شوي اټومي تړون څخه په سرغړونې تورن کړی، خو ایران دا تورونه نه مني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یو لیک لېږلی چې په هغه کې د امریکایي چارواکو په خبره له اټومي تړون څخه د ایران د سرغړونو بېلګې یادې شوې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

واشنګټن له دغه تړون څخه چې له مخې یې ایران د نړیوالو بندیزونو د کمېدو په بدل کې خپل اټومي فعالیتونه محدود کړي وو، په ۲۰۱۸م کال کې ووت.

خو د واشنګټن وروستۍ هڅه ځکه لانجمنه شوه، چې فرانسې، جرمني او بریتانیا وویل، چې دوی د امریکا د وروستي اقدام ملاتړ نه شي کولای، د دغو هېوادونو په وینا دا اقدام د ایران د اټومي تړون د ملاتړ له هڅو سره اړخ نه لګوي.

دغو درېیو هېوادونو د پنج شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي: "د دې لپاره چې اټومي تړون برحاله پاتې شي، موږ له ایرانه غواړو چې له ټولو داسې اقداماتو ډډه وکړي، چې په اټومي تړون کې یې له تعهداتو سره په ټکر کې دي."

فرانسې، جرمني او بریتانیا په خپله ګډه اعلامیه کې له تهرانه غوښتنه کړې، چې له ځنډ پرته د اټومي تړون رعایت ته مخه کړي.

خو د امریکا متحد ایالتونه وايي په اټومي تړون کې د بندیزونو د بیا فعالولو د میکانیزمله لارې دا حق لري، چې پر ایران بندیزونه بېرته ولګوي.

XS
SM
MD
LG