د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ تله ۱۳۹۹ کابل ۰۰:۵۴

د جرمني سیاستوال او رسنۍ: انګلامرکل دې پر روسیې سخت فشارونه راولي


د جرمني صدراعظمه انګلا مرکل

د جرمني سیاستوال او رسنۍ د دې هېواد پر صدراعظمې انګلا مرکل په ځانګړې ډول دا فشار راوړي چې له روسیې څخه د نورد سټریم ۲ په نوم د ګازو له پروژې څخه ووځي.

د جرمني صدراعظمه انګلا مرکل د روسیې پر وړاندې د سخت دریځ نیولو لپاره تر فشارونو لاندې ده.

دا فشارونه وروسته له هغه ډېر شوي چې د جرمني حکومت اعلان وکړ چې د کریملین د منتقد الکسي ناوالني د مسمومېدو په اړه کره شواهد لري.

د جرمني سیاستوال او رسنۍ د دې هېواد پر صدراعظمې انګلا مرکل په ځانګړې ډول دا فشار راوړي چې له روسیې څخه د نورد سټریم ۲ په نوم د ګازو له پروژې څخه ووځي.

دا تر بالتیک بحیرې لاندي تېرېدونکې نللیکه ده چې له روسیې څخه جرمني ته ګاز انتقالوي.

دغه پروژه بشپړېدو ته نژدې شوې ده.

د جرمني د پارلمان د بهرنیو چارو د کمېټې مشر نوربِرت روتګین د سېپټېمبر پر ۲ پر ټویټر ولیکل چې دیپلوماتیک تشریفات نور کافي نه دي.

نوموړي وویل: "د الکسي ناوالني تر مسمومېدو وروسته موږ د اروپایې ټولني داسې غبرګون ته اړتیا لرو چې پوتین پرې پوه شي."

روتګین زیاته کړه چې اروپایي ټولنه باید په ګډه د نورد سټریم ۲ پروژې د درولو په اړه ګډه پرېکړه وکړي.

بل خوا د بیلډ په نوم جرمني ورځپاڼي چې تر ټولو ډېر پېرېدونکي لري، هم د یادې نللیکي د پرېښېدو غوښتنه کړې ده او لیکلي یې دي: "د دې پروژې تعقیب به موږ ته د پوتین لخوا د نو وې چوک د راتلونکې برید د تمویل په مانا وي."

د جرمني په پارلمان کې د ګرین یا زرغون ګوند مشرې کاترین ګورینګ اکارت هم ویلي د کریملین لخوا د دې په خبره د وژني مافیایې ډوله هڅه نه یوازي د اندېښنې لپاره دلیل راوړي بلکې دا اقدام باید ریښتونی غبرګون ولري.

مېرمن مرکل تېره اونۍ د ناوالني له قضیې سره د نورد سټریم ۲ پروژې د تړلو نظریه رد کړې وه.

دا هغه پروژه ده چې د امریکا متحده ایالاتو او ځینو اروپایې هېوادونو غصه یې پارولې وه.

وروسته له هغه چې د جرمني متخصصینو وموندله چې ناوالني په نو وې چوک ډول کیمیاوي عنصر باندي مسموم شوی، روسیه له سختو غبرګونونو او داسې غوښتنو سره مخامخ شوې چې باید پدې اړه شفافې څېړنې وکړي.

د کریملین منتقد ۴۴ کلن الکسي ناوالني د اګست پر 20 له سایبریا څخه مسکو ته روان وو چې په الوتکه کې ناروغ شو.

الکسي ناوالني
الکسي ناوالني

له همدې کبله الوتکې په اومسک ښار کې بېړنۍ ناسته وکړه او تر دوو ورځو وروسته نوموړی د درملنې لپاره برلین ته ولېږل شو چې لا هم هلته تر درملنې لاندې دی.

ویل کېږي دا زهري ماده د پخواني شوروي اتحاد پر مهال د کریملین د مطرحو مخالفینو د چپولو لپاره کارول کېده.

کریملین د سېپټېمبر پر دریمه خپل دریځ تکرار چې روسیه باید د ناوالني په وضعیت کې ګرمه( ملامت) ونه بلل شي.

د روسې د ولسمشر ویاند دیمتري پسکوف خبریالانو ته پرون وویل په جرمني او نورو اروپایې هېوادونو کې باید د دې قضیې په اړه په بېړه قضاوت ونه شي.

دی وایي، هېڅ داسي دلیل نشته چې روسیه پرې تورنه شي.

پسکوف د پنجشنبه په ورځ وویل چې جرمني باید رسماً خپلې موندنې له مسکو سره شریکې کړي.

دی وایي تر اوسه یې داسې څه نه دي ترلاسه کړي.

د جرمني صدراعظمې انګلا مرکل ویلي چې هېواد یې د اروپایې ټولني او ناټو متحدینو سره په زهرو د الکسي ناوالني د وژنې د هڅي په اړه ټول جزئیات شریک کړي دي، څو یو مناسبه او ګډه پرېکړه پرې وشي.

دا وایي، اوس ځینې جدي پوښتنې شته چې یوازې روسیه کولی شي او باید ځواب ورته ووایي.

XS
SM
MD
LG