د روسیې ولسمشر وايي د کرونا ویروس ضد هغه واکسین چې په روسیه کې جوړ شوی د کارونې لپاره تیار شوی دی.
ولادیمیر پوتین چې نن د حکومت یوې غونډې ته خبرې کولې د دې اعلان پر مهال وویل، یوې لور تهیې له وخته دغه واکسین لګول شوی دی.
ولسمشر پوتین وویل، په لومړنیو ازموینو کې ثابته شوې چې دغه واکسین «اغېزناک» دی او د کرونا ویروس په وړاندې انسانانو ته خوندیتوب ورکوي.
د نړۍ په سطحه د کرونا ویروس ضد تر ۱۰۰ زیات واکسینونه جوړ شوي، خو لږ تر لږه څلور واکسینونه پر انسانانو د ازموینو په درېیمه مرحله کې دي.
دا په داسې حال کې ده چې نن په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۲۰ میلیونو واوښت.