د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

جرمني: روسیه د ګورجستاني وګړي د وژنې په اړه معلومات نه شریکوي


ښي لور ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر او چپ لور ته د جرمني د بهرنیو چارو وزیر
ښي لور ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر او چپ لور ته د جرمني د بهرنیو چارو وزیر

د جرمني چارواکو له روسیې اوولس ځله غوښتنه کړې چې په برلین پارک کې د یوه ګورجستاني وګړي د قتل اړوند معلومات ورسره شریک کړي.

تېره اګست میاشت، د چچنیا پخوانی جلا غوښتونکی جګړه مار چې له ګورجستانه جرمني ته تښتېدلی وو، په برلین کې په ډزو ووژل شو.

د جرمني څارنوالانو په دې قضیه کې پر یوه روسي تبعه د لاس درلودو تور او پر روسي حکومت یې د دې قتل د امر ورکولو تور پوري کړی دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر په مسکو کې د اګست په یوولسمه د سې شنبې په ورځ له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره تر خبرو وروسته په کنفرانس کې وویل چې که محکمه ثابته کړي د دې وژنې امر په روسي حکومت پورې اړوند ادارې ورکړی وو، دا اقدام به غبرګون وپاروي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس وویل: "دا په محکمې پورې ده چې څه پرېکړه کوي، او پر همغه اساس به موږ غبرګون ښيو، که محکمه ورته نتیجه ورکړي، باید د نورو غبرګونو تمه وشي."

لاوروف په ځواب کې وویل چې مسکو له برلین سره تر خپله وسه پورې د دې قتل په اړه معلومات شریک کړي دي.

لاوروف وویل چې برلین باید د جرمني څارنوالانو د تور په اړه روسیې ته ثبوت وړاندې کړي چې ګواکي د دغه هېواد حکومت د یاد قتل امر ورکړی دی.

لاوروف وویل: "زموږ اړوندو ادارو هغه ټول څه له جرمني سره شریک کړل چې دې هېواد یې له موږ څخه غوښتنه کړې وه."

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس د اګست په یوولسمه نېټه د سې شنبې په ورځ په مسکو کې وو چې له لاوروف سره خبرې وکړي.

دواړو لوریو د نورډ سټریم دوهم پایپ لاین پر پروژه خبرې وکړې
دواړو لوریو د نورډ سټریم دوهم پایپ لاین پر پروژه خبرې وکړې

د دغو خبرو تمرکز د نورډ سټریم دوهم پایپ لاین پر پروژه وو.

دا پايپ لاین په بالتیک سمندر کې جوړېږي او جرمني ته د روسیې د تېلو مستقیم صادرات به دوه چنده شي.

دغه پایپ لاین به د اوکراین لاره له پامه غورځوي او د دې اقدام په نتیجه کې به اوکراین د ګازو د لېږد په برخه کې میلیاردونه ډالره زیان وویني.

امریکا له اوږدې مودې راهیسي له نورډ سټریم دوه پایپ لاین سره مخالفت ښودلی او همدا د برلین او واشنګټن تر منځ د مخالفت موضوع ګرځېدلې.

امریکا استدلال کوي چې دا پروژه به اروپايي امنیت ته خطر پېښ کړي چې جرمني تر ډېره د روسیې پر ګاز اتکا پیل کړي.

امریکا پر هغو شرکتونو بندیزونه لګولي چې پر دې پروژه کار کوي.

د جرمني چارواکو د امریکا بندیونه غندلي او ځيني منتقدین وايي چې امریکا غواړي پر اروپا خپل ګاز او تېل وپلوري.

XS
SM
MD
LG