د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۲۱

روسیه په دوهمه نړیواله جګړه کې د بري ورځ لمانځي 

د مسکو پر سره میدان به د یارلس هېوادونو ۱۳ زره عسکر، ۷۵ الوتکې او ۲۰۰ پوځي زغره وال موټر په پوځي پرېډ کې برخه لري.
د مسکو پر سره میدان به د یارلس هېوادونو ۱۳ زره عسکر، ۷۵ الوتکې او ۲۰۰ پوځي زغره وال موټر په پوځي پرېډ کې برخه لري.

د روسیې حکومت نن د جون ۲۴مه، په دوهمه نړیواله جګړه کې د بري ورځ لمانځي.

دوهمه نړیواله جګړه په ۱۹۴۵میلادي کال کې د نازي جرمني ځواکونو له ماتې سره پاي ته ورسېده.

په دوهمه نړیواله جګړه کې پر نازي جرمني د بري د لمانځلو لپاره پوځي پرېډ او نور ځانګړي مراسم په دودیز ډول د مې میاشتې په ۹مه ترسره کېدل.

خو سږکال د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین زړه نا زړه پرېکړه وکړه چې دا مراسم د جون ۲۴مې ته وځنډول شي.

هغه مهال، په دې ورځ په جګړه کې د پخواني شوروي ځواکونو د بري پوځي پرېډ کړی و.

خو دا مراسم د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین لپاره له یوه بله اړخه هم ډېر اهمیت لري ځکه ټاکل شوې چې د جولای په لومړۍ نېټه په روسیه کې د اساسي قانون پر تعدیل چې ډېر بحثونه یې پارولي دي، د خلکو رایې واخیستل شي.

که چیرې د روسیې په اساسي قانون کې د تعدیل پلان تائید شي، ولادیمیر پوتین ته به تر ۲۰۳۶میلادي کاله په قدرت کې د پاتې کېدو لپاره قانوني لاره پیدا کړي.

دا رایګیري هم باید د اپرېل په ۲۲مه شوې وای خو د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د جولای لومړۍ نېټې ته وځنډول شوه.

ولادیمیر پوتین په وروستیو دوو لسیزو کې په روسیه کې د جمهور رئیس یا صدراعظم پر چوکۍ کار کوي.

په دې موده کې، هغه هڅه کړې چې د پخواني شوروي او د پخوانۍ روسیې سمبولونه را ژوندي کړي او د روسیې په خلکوکې نشنلیزم یا د ملت پالنې احساس پیاوړی کړي.

ولادیمیر پوتین
ولادیمیر پوتین

د مسکو پر سره میدان به د یارلس هېوادونو ۱۳ زره عسکر، ۷۵ الوتکې او ۲۰۰ پوځي زغره وال موټر په پوځي پرېډ کې برخه لري.

خو دا مراسم د کرونا ویروس د وبا تر سیوري لاندې دي.

د روسیې حکومت د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره د لګولو بندیزونو په نرمولو پیل کړی او هره ورځ په اوسط ډول ۷۰۰۰ نوې پېښې ثبتوي.

په روسیه کې د پوځي پرېد لپاره ټول ترتیبات د کرونا ویروس د وبا ګواښ ته له پام سره نیول شوي دي.

د مسکو پر سره میدان به د مراسمو پر مهال محدود کسان پوتین ته دور نږدې کېدو اجازه لري.

پوتین په وروستیو څو اونیو کې له مسکوه د باندې، له خپله استوګن ځایه کار کوي.

هغه عسکر چې په پوځي پرېډ کې برخه لري د تمرین په موده کې قرنطین شوي وو.

هر هغه وګړی به چې په پوځي پرېډ کې برخه لري، د کرونا ویروس معاینه ورکوي.

د مسکو ښاروال له خلکو غوښتنه کړې چې دا مراسم له خپلو کورونو او پر ټلوېزیون وګوري.

د روسیې په ډېرو ښارونو کې چې پخوا به یې د دې ورځې په مناسبت واړه مراسم جوړول له دې کاره ډډه شوې ده.

د نړۍ دزیاتو هېوادونو لکه فرانسې، چګ جمهوریت، چین او کرویشیا ولسمشرانو مخکې ویلي و چې ګډون کوي خو وروسته یې دخپل ګډون پلان لغو کړ خو د تاجکستان، سربیا، ازبکستان ، ملدوا ، قزاقستان او قرغزستان ولسمشرانو ویلي چې برخه اخلي.

په روسیه کې د کرونا ویروس ۶۰۰ زره مثبتې پېښې ثبت شوې چې په نړۍ کې دریم لوی شمېر دی.

سره له دې چې روسي چارواکي د کرونا وبا له کبله د ۸۰۰۰ کسانو د مړینې خبر ورکوي، یو شمېر څارونکي باور څرګندوي چې ريښتنی شمېر ښایي تر دې زیات وي.

د جون په ۱۴مه نېټه هم د روسیې وسله والو ځواکونو له مسکوه د باندې د دوهمې نړیوالې جګړې د پاي ته رسېدو د ۷۵ مې کلیزې په مناسبت مراسم د (لویه وطني جګړه) تر نوم لاندې جوړ کړی وو.

په دې جګړه کې تر شل ملیونه زیات روسي عسکر په کې وژل شوي وو.

This item is part of
XS
SM
MD
LG