د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

ولادیمیر پوتین د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماندۍ ته لېوالتیا ښودلې


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماندۍ ته لېوالتیا ښودلې ده.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي، که روسان د اساسي قانون وړاندیز شوي تعدیل ته رایه ورکړي، دی به ټاکنو ته په نوماندۍ غور وکړي.

ټاکل شوې د اساسي قانون د تعدیل په اړه دغه رایه ورکونه د جولای میاشتې په لومړۍ نېټه، یعنې یوه اوونۍ وروسته ترسره شي.

د پوتین دغه خبرې چې پرون د روسیې له یوه دولتي ټلوېزیون نه خپرې شوې، د هغه بیا نوماندۍ ته تر ټولو ښکاره اشاره بلل کېږي.

روسي رسنیو د پوتین په حواله ویلي، تر اوسه‌یې پرېکړه نه‌ده کړې، خو که چېرې اساسي قانون کې تعدیل راشي، دی د نوماند کېدو احتمال نه‌ردوي.

ولادیمیر پوتین سږ کال جنورۍ میاشت کې په اساسي قانون کې د تعدیل په اړه د خپلو پلویانو له وړاندیزه پرده پورته کړه، هغه تعدیل چې د ولسمشر په توګه د نوموړي د واک دوام یقیني کوي.

د پوتین د ولسمشرۍ اوسنۍ دوره ۲۰۲۴ کال کې پای ته رسېږي، خو که د روسیې خلک د اساسي قانون تعدیل ته رایه ورکړي، نوموړی به دوه نورو دورو کې هم ولسمشر شي او تر ۲۰۳۶ کاله به واک کې پاته شي.

ولادیمیر پوتین له جوزف ستالین وروسته لومړنی روسي رهبر دی چې ډېره موده په واک کې پاته کېږي.

جوزف ستالین
جوزف ستالین

ستالین چې د پخواني شوروي اتحاد رهبر و، له ۱۹۲۰زېږدیز کال نه تر ۱۹۵۳ کاله حکومت وکړ.

پوتین د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۰ کال کې د روسیې ولسمشر شو، دوه ځله‌یې د واک څلور کلنې دورې بشپړې کړې، وروسته‌یې د باور وړ یو کس دمیتري مدودف ولسمشر او دی یې صدراعظم شو.

د مدودف له څلور کلنې دورې وروسته پوتین بیا ولسمشر شو چې تر اوسه په واک کې دی.

په ۲۰۱۲ کال کې چې کله د مدودف ولسمشري پای ته ورسېده، د روسیې د ولسمشرۍ موده هم له څلورو کلونو شپږو ته لوړه شوه.

پوتین لومړنۍ شپږ کلنه دوره په ۲۰۱۲ او دوهمه هغه په ۲۰۱۸ کال کې وګټله.

لیدل کېږي چې پوتین دا مهال هم هېڅ داسې سیال نه‌لري چې د ټاکنو ډګر ته ورسره راووځي.

په تېرو څو کلونو کې د اقتصادي ضعف او اوس د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د پوتین محبوبیت یو څه کم شوی، خو د یوې ټول‌پوښتنې له مخې، نوموړی لا هم د روسیې یو غوره سیاسي شخصیت ګڼل کېږي.

روسیه کې په کرونا ویروس اخته تر درمنلې لاندې کس
روسیه کې په کرونا ویروس اخته تر درمنلې لاندې کس

ټاکل شوې وه چې روسیه کې د اساسي قانون د تعدیل په اړه رایه ورکونه د تېرې فبرورۍ میاشتې په ۲۲مه نېټه ترسره شي، خو د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د جولای لومړۍ نېټې ته پاتې شوه.

XS
SM
MD
LG