د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۷

کرملېن له کرونا د پوتین د ساتلو لپاره د ضد عفوني ځانګړی تونل جوړ کړی


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

راپورونه وایي چې کرملېن له کرونا ویروس څخه د ولسمشر ولادیمیر پوتین د خوندیتوب لپاره د ضد عفوني یو ځانګړی تونل جوړ کړی دی.

ریا نووستي دولتي اژانس د سې شنبې په ورځ خبر ورکړ، هغه وسایل چې په پینزا ښار کې د یوه شرکت له لوري جوړ شوي له مسکوه بهر د پوتین د استوګنې په ځای کې نصب شوي دي.

په ورته وخت کې اسوشیټډ پرس اژانس د ولسمشر پوتین د ویاند دمیتري پسکوف په وینا خبر ورکړ چې له دغو وسایلو څخه یو د پوتین په کور کې او دوه په کرملېن کې ځای پر ځای شوي دي.

روسي چارواکو د چهارشنبې په ورځ د کرونا ویروس د ۷،۸۴۳ نویو مثبت پېښو خبر ورکړ چې دا د اپرېل له میاشتې راپه دې خوا په ۲۴ ساعتونو کې تر ټولو ټیټه شمېره ده.

له امریکا او برازیل وروسته تر بل هر هېواد په روسیه کې د کرونا مثبې پېښې زیاتې دي او تر اوسه پنځه لکه ۳۵،۳۰۱ ته رسېدلي دي.

XS
SM
MD
LG