د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

پوتین: د امریکا په پرتله روسیې د کرونا ویروس پر ضد ښه مبارزه کړې


 د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
 د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، دوی د امریکا په پرتله له کرونا سره ښه مبارزه کړې او هغه هېواد کې د کرونا ویروس پېښې کمې دي.

پوتین دغه څرګندونې پرون داسې مهال وکړې چې روسیه کې د کرونا ویروس د اصلي شمېرو په اړه ځینې پوښتنې مطرح شوې.

روسیې تراوسه د کویډ-۱۹ ناروغۍ له کبله د شاوخوا ۷ زره کسانو مړینه تایید کړې، دا چې دغه هېواد کې څه باندې یو میلیون کسان په کرونا اخته دي، د مړینې رسمي شمېر یې له واقعیت نه لرې معلومېږي.

د جان هاپکنز پوهنتون شمېرې ښيي چې تر پرون یکشنبې پورې په ټوله نړۍ کې په کرونا د اخته شویو کسانو شمېر څه باندې ۷ میلیونه او ۸ لکو ته ورسېد.

له دې کبله د ۴۳۱ زره کسانو د مړینې خبر ورکول شوی دی.

XS
SM
MD
LG