د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۵ چنګاښ ۱۳۹۹ کابل ۰۱:۱۶

نړۍ

روسیه د نازي جرمني په وړاندې د بریا کلیزه په پوځي پرېډ سره لمانځي

د روسیې بیرغ

روسیه نن په دوهمه نړیواله جګړه کې د نازي جرمني په وړاندې د خپلې بریا کلیزه په پوځي پرېډ سره لمانځي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هڅه کوي چې دغلته د اساسي قانون په اړه له ټول‌پوښتنې مخکې خلکو ته خپله وطن‌پالنه وښيي.

دا ټول پوښتنه چې د جولای په لومړۍ نیټه کېږي، د بریا په صورت کې د پوتین د واکمنۍ دوام ته زمینه برابروي.

روسیه هر کال دغه مراسم د مې په نهمه لمانځي، خو سږ کال د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله دغه جشن نن ته پاته شوی دی.

په روسیه کې د (وطن‌پالنې د لویې جګړې) د پای د ۷۵ کلیزې جشن لمانځنې ته له مسکوه بهر یوه کلیسا ځانګړې شوې، خو پوځي نندارې ممکن د مسکو په سره میدان کې وشي.

دغو نندارو کې چې کرونا ویروس پرې سیوری غوړولی، د ۱۳ هېوادونو ۱۳ زره سرتېري، څه باندې ۲۰۰ پوځي موټر او ۷۵ الوتکې برخه اخلي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

راپور: هند کې یوه کس تر ۱۰۰ ډېر کسان په کرونا ویروس اخته کړي

ارشیف

د فرانس پریس اژانس د راپور له مخې په هند کې یوه تن په څو ورځو کې تر سلو ډېر کسان په کرونا ویروس اخته کړې دي.

د پېښې تحقیقات روان دي.

د هند په شمال کې د بیهار په ایالت کې د یوه ځوان د واده په مراسمو کې تر ۳۰۰ ډېرو کسانو برخه واخیسته او دا ځوان ۲۶ کلن و، د کوویډ نولس ناروغۍ په څېر نښې یې لرلې او د واده په درېیمه یې ساه وخته.

واده د جون په پنځلسمه و او د بیهار په مرکز پاټنا کې د روغتیایي برخې مسئول راج کیشور چوهدري وایي، د واده او ماتم په محفلونو کې د خلکو تر ګډون وروسته یوسل او یولس کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي او نور هغه کسان چې په دې مراسمو کې یې برخه اخیستې وه هغوی قرنطین شوې دي.

چارواکو اوس د مړه شوي زوم له کورنۍ تحقیقات پيل کړې دي.

ډاکتران نه پوهېږي چې دا دومره ډېر کسان په یوځای د مړه شوي زوم له امله په کرونا اخته شوې دي که د دوی یوځای کېدل د دې سبب شوي دی، ځکه چې کورنۍ تر مړینې وروسته دستي د دې ځوان جسد سوځولی دی، د دې ځوان خپله مېرمن په کرونا ویروس نه ده اخته شوې د کورنۍ نور غړي یې هم نه دې کرونا شوي.

چوهدري وویل، دا ځوان اینجنیر و، نوي ډيلي ته یې نژدې د ګارګون په نوم سیمه کې کار کاوه او تر خپل واده یوه اوونۍ مخکې بیهار ته راغلی و، تر واده مخکې یې لږ لږ تبه کېده او معده یې خرابه وه، نو د لنډې مودې په مخه په روغتون کې بستر شو، خو کورنۍ یې دی له روغتونه بهر کړ او د واده محفل یې ورته جوړ کړ چې درې سوه کسانو برخه په کې واخیسته.

تر واده دوه ورځې وروسته، یعني په درېیمه دی مړ شو او د ویر په مراسمو کې یې شاوخوا دوه سوه کسان راغونډ شول.

په هند کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره بندیزونه سست شوي دي خو حکومت ویلي دي چې د ودنو په محفلونو کې به تر پنځوسو ډېر کسان نه سره غونډېږي او د ویر په مراسمو کې به تر شلو ډېر نه سره یوځای کېږي.

سومالیا کې موټر بم چاودنې له امله ۷ کسه وژل شوي

آرشیف

چارواکي وایي، د سومالیا د پلازمېنې موګادیشو له بندره بهر نن ۷ تنه هغه مهال ووژل شول چې پولیسو د ځانمرګي برید کوونکي پر یوه موټر ډزې وکړې.

د سومالیا د اطلاعاتو وزارت ویاند اسماعیل مختار ویلي، کله چې د ځان مرګي دا موټر د پولیسو له لومړۍ تالاشۍ په بیړه تېر شو، دویمې ته په رسېدو پولیسو ډزې پرې وکړې او وچاودېد.

د راپورونو له مخې چاودنه کې ۲ پولیس او یو شمېر ملکیان هم ټپيان شوي دي.

د دغې پېښې مسئولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی، خو هلته له دې وړاندې له القاعده شبکې سره تړلې الشباب وسله والې ډلې ورته بریدونه کړي دي.

دغه ډله څو کاله مخکې له موګادیشو وشړل شوه، خو دوی دغه ساحلي ښار کې پر هوټلونو او نورو ورته اهدافو بریدونو ته دوام ورکړی.

پاریس کې محکمې د داعش ډلې یو غړی په ۳۰ کاله بند محکوم کړ

آرشیف

په پاریس کې یوې محکمې د داعش وسله والې ډلې سره د تړاو په تور یو فرانسوی په ۳۰ کاله بند محکوم کړ.

ټایلر ویلوس پرون، د محکمې له خوا د هغو جرمونو له کبله زندان ته واستول شو چې د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۵ میلادي کلونو ترمنځ یې سوریه کې ترسره کړي.

دا لومړی ځل دی چې فرانسه یو سخت دریځي اسلامپالی په سوریه کې د جرمونو په ترسره کولو محاکمه کوي.

دېرش کلن ویلوس اسلام منلی و او د څېړونکي په باور د المهاجرین په نوم د ترهګرې ډلې غړیتوب یې ترلاسه کړی و.

په دې ډله کې چې د شمالي قفقاز او منځنۍ اسیا د هیوادونو یو زیات شمېر وسله وال غړيتوب لري، په سوریه کې د خلکو په ربړولو او شکنجې تورنه ده.

امریکا کې د درېیمې ورځې لپاره هم د کرونا ویروس ۵۰ زره پېښې ثبت شوي

ارشیف

د امریکا متحده ایالتونو د دریېمې پرلپسې ورځې لپاره، په کرونا ویروس د اخته کیدو تر پنځوس زرو زیاتې نوې پېښې ثبت کړي دي.

د جولای په دریېمه په کرونا ویروس د اخته کېدو دا لوړې شمېرې په داسې حال کې خپرېږي چې د امریکا متحده ایالتونه د خپلواکۍ د ورځې سره تړلي رخصتي لمانځي چې په دودیزه توګه سفرونه، راټولېدنې او نور مناسبتونه ورسره مله وي.

خو د کرونا ویروس د خپرېدو چټکتیا د دې سبب شوې چې روغتیايي چارواکي له خلکو وغواړي څو په رخصتیو کې په خپلو کورونو کې پاتې شي.

همدارنګه د امریکا یو شمېر ایالتونو د کاروبارونو او اقتصاد د پرانیستو پرېکړې بېرته شاته غورځولې دي.

امریکايي رسنۍ وايي د پنځوسو ایالتونو څخه په ۴۰ ایالتونو کې د کرونا ویروس خپرېدل په زیاتېدو دي.

خو د متحدو ایالتونو په مقایسه، اروپا او اسیا بیا د کرونا ویروس د کابو کولو اقدامات کړي او دا مهال په تدریجي توګه کاروبارونه او اقتصادي چارې بېرته پیلوي.

په بریتانیا کې به نن (د جولای په 4 مه ) بارونه چې د مارچ میاشتې راهېسې تړلي وو بېرته پرانیستل شي.

همدارنګه دغلته رسټورانټونه، سینماګانې، ګالرۍ، موزیمونه او او هوټلونه هم پرانیستل کېږي.

پاکستان کې ۲۲ تنه سېکهان وژل شوي

د سېکهانو د وژل کېدو د پېښې سیمه

د پاکستان په شمال ختیځ کې ۲۲ تنه سېکهان چې د مذهبي مراسمو لپاره روان وو، پرون هغه مهال ووژل شول چې یو اورګاډی د دوی له بس سره ولګېده.

د چارواکو په وینا پېښه د پنجاب ایالت په شېخ پوره سیمه کې شوې ده. پولیس وايي، دا سېکهان د پېښور اوسېدونکي وو چې د نانکانا صاحب په نوم د سېکهانو یوه زیارت ته روان وو.

رسنیو د شېخ پورې سیمې د پولیسو په حواله راپور ورکړی چې په دې بس کې شاوخوا ۲۶ تنه مسافر سپاره وو. په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې د پېښې ټول قربانیان د یوې کورنۍ غړي وو.

په پاکستان کې د اورګاډو او له اورګاډو سره د موټرو د ټکر پېښې ډېرې کېږي. په تېره فبرورۍ میاشت کې د دې هېواد په جنوب کې ۱۹ کسان هغه مهال مړه شول چې یو اورګاډی له یوه بس سره ټکر شو.

پوتین په واک کې د پاتې کېدو په اړه فرمان توشېح کړ

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

ولسمشر ولادیمیر پوتین د روسیې په اساسي قانون کې د اصلاحاتو هغه فرمان چې له مخې یې دی تر راتلونکو ۱۶ کلونو پورې په واک کې پاتې کېږي توشېح کړ.

د دې فرمان له مخې په اساسي قانون کې اصلاحات له نن څخه نافذ دي.

په اساسي قانون کې د نږدې ۲۰۰ بدلونونو ټولګه د هغې ټول‌پوښتنې په پایله کې چې د جون د ۲۵مې او د جولای د لومړۍ نېټې ترمنځ وشوه په سلو کې په ۷۸ موافقو رأیو تصویب شوه. کرملېن د دې ټول‌پوښتنې د نتیجې هرکلی کړی دی.

د تول‌پوښتنې په جریان کې د یو لړ ګډوډیو او په ځینو ځایونو کې له هغو فعالانو او ژورنالېستانو سره چې د رأیو پر څرنګوالي د څارنې هڅه‌یې کوله د ناوړه چلند د پېښو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

ترکیه کې د جمال خاشقجي د وژنې په تور د ۲۰ کسانو محاکمه پیل شوه

جمال خاشقجي

نن (د جولای درېیمه) د سعودي عربستان د شلو چارواکو چې ویل کېږي د خبریال جمال خاشقجي په وژلو کې يې لاس درلود، محاکمه په ترکیه کې پیل شوه.

خاشقجي له واشنګټن پوسټ سره کار کاوه او د سعودي عربستان د حکومت منتقد و.

خاشقجي د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان له جدي منتقدینو څخه و چې د ۲۰۱۸ میلادي کال په اکټوبر میاشت کې په استانبول کې د سعودي عربستان په کونسلګرۍ کې ووژل شو.

د سعودي عربستان چارواکو ادعا وکړه چې یوې ډلې پر خپل سر خاشقجي وژلی او دولت ورته اجازه نه ده ورکړې.

د استانبول څارنوالۍ د سعودي عربستان د استخباراتي ادارې پخوانی رئیس احمد العسیري او د سلطنتي محکمې یو پخوانی سلاکار سعود القحطاني د دې قتل په پلانولو تورن کړي دي.

د څارنوالي په وینا د خاشقجي په خفه کولو کې ۱۸ نورو کسانو هم لاس درلود.

خاشقجي وروستی ځل هغه مهال ولیدل شو چې په استانبول کې د اسنادو لپاره د سعودي عربستان کونسلګرۍ ته ننوتی و.

ترکي چارواکي وايي، د ده مړی ټوټه شوی او له ودانۍ دباندې وړل شوی و خو پاتې شوني يې هېڅ ځای ونه موندل شول.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په کرونا ویروس اخته شوی

شاه محمود قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په کرونا ویروس اخته شوی دی.

شاه محمود قریشي پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي چې نن غرمه یې تبه شوه او ځان یې په کور کې قرنطین کړ.

ده زیاته کړې د کوویډ۱۹ لپاره معاینات وکړل چې نتیجه یې مثبته وه.

قریشي زیاته کړې چې ضعیفه احساس نه کوي او له کوره به خپلې دندې ته دوام ورکړي.

په پاکستان کې تر دوه لکه او یووشت زره زیات کسان په کوویډ ۱۹ اخته شوي دي او څلور زره پنځه سوه او یوپنځوس کسان په دې ناروغي مړه شوي دي.

دا په داسي حال کې ده چې شاه محمود قریشي پرون د جولای په دوهمه نېټه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په اسلام اباد کې د افغانستان د سولې پر بهیر ولیدل.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د جون پر ۲۸مه په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي وو چې خلیلزاد د جون پر ۲۸مه د دوحې، تاشکند او اسلام اباد سفر پېل کړ.

ترکیه کې د بندیزونو نرمېدل، د ودونو سالونونه بېرته پرانیستل شول

ارشیف

په ترکیه کې، چې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله له ډېرې مودې راهیسې د ودونو سالونونه تړل شوي وو، بېرته پرانیستل شول.

سیردال امان دېرش کلن دی چې د چارشنبې په ورځ یې په دیاربکر کې واده وو.

هغه وویل: "موږ په دې بدبختۍ کې د نېکمرغۍ احساس کوو چې په لومړۍ ورځ مو د واده سالون ونیولای شوای."

د واده د سالونونو پرانیستنه روانه اوونۍ د ترکيې له هغو اقداماتو یو دی چې د کرونا ویروس په خاطر يې د لګېدلو بندیزونو د لیرې کولو په برخه کې کړي دي.

د جون میاشتې په پیل کې ترکیې رستورانونه او کافۍ پرانیستې او پر سفر بندیز يې روانه اوونۍ پای ته ورساوه.

په ترکیه کې د کوویډ۹ دوه لکه مثبتې پيښې ثبت شوي او پنځه زره یو سل او پنځوس کسان له دې ویروسه مړه شوي دي.

د امریکا کانګرس پر چین بندیزونه تصویب کړل

د امریکا د کانګرس یوه څنډه

د امریکا کانګرس پر چین د هانګ کانګ په تړاو بندیزونه تصویب کړي دي.

امریکايي کانګرس د هانګ په تړاو نوي بندیزونه وروسته له هغې تاییدوي چې بیجینګ، د ملي امنیت یو قانون نافذ کړ.

دا نوی قانون په نړۍ کې د یو شمېر هېوادونو له خوا غندل شوی دی.

د امریکا سنا د پنجشنبې په ورځ په اکثریت د هانګ کانګ د کورواکۍ د طرحې ملاتړ وکړ.

تر دې یوه ورځ مخکې د امریکا استازو جرګې هم ورته پرېکړه کړې وه.

دا مصوبه اوس ولسمشر ټرمپ ته استول شوې چې توشیح یې کړي.

مصوبه کې هغه بانکونه جریمه کېږي چې له هغو چینایي چارواکو سره راکړه ورکړه کوي څوک چې دا نوی قانون عملي کوي.

د امریکا د کانګرس دا مصوبه د چین د کمونیست ګوند هغه چارواکي هم په نښه کوي چې د نوې قانون د نفاذ مسئولیت لري او هغه پولیس چې د هانګ کانګ اعتراضونه یې ځپلي دي.

مخکې له دې چې د امریکا سنا دا نوي بندیزونه نافذ کړي بیجینک پر واشنګټن ټینګار کړی و چې د هانګ کانګ په چارو کې د لاسوهنه بنده کړي او د دوام په صورت کې یې د ځوابي اقداماتو خبرداری ورکړی و.

بریتانیا په ۱۹۹۷ میلادي کال کې هانګ کانګ د لږ تر لږه پنځوسو کلونو لپاره د ځینو ازاديو په تضمین چین ته وسپاره.

منتقدان وايي، د چین نوی قانون چې په کې د عمري بند تر سزا پورې شامل دي، د دې ازادیو د پای ته رسېدو په معنی دی.

اروپايي ټولنه: روسیه دې د ټولپوښتنې پرمهال د بې نظمیو په اړه څېړنې وکړي

بروکسل کې د اروپايي ټولنې دفتر

اروپايي ټولنې له روسیې غوښتي، څو د هغو راپورونو په اړه څېړنې وکړي چې په دې هېواد کې د ملي ټولپوښتنې پرمهال د بې نظمیو په اړه ورکړل شوي دي.

په دې ټولپوښتنه کې، د روسیې په اساسي قانون کې د بدلون طرحه تایید شوه.

په وړاندیز شویو بدلونونو کې د نورو مسئلو ترڅنګ، تر ۲۰۳۶ میلادي کال پورې په واک کې د ولادیمیر پوتین احتمالي پاتې کیدو ته هم لاره هوارېږي.

کرملین د پنجشنبې په ورځ دا ټولپوښتنه وستایله، او هغه یې پر ولادیمیر پوتین د باور په برخه کې یوه بریالۍ ټولپوښتنه وبلله.

تقریباً په سلو کې ۷۸ کسانو په اساسي قانون کې تر ۲۰۰ د زیاتو مواردو د بدلون په پلوۍ رای ورکړي دي.

پوتین په ټلویزوني وینا کې د ټولپوښتنې د پایلو په غبرګون کې وویل: "ما د روسیې په اساسي قانون کې د بدلونونو د اړتیا په اړه ډېرې خبرې وکړې، دا زموږ د سیاسي سیستم د ټینګښت لپاره دي او همدارنګه زموږ ټولنیزو تضمینونو او مځکنۍ بشپړتیا د ټنګښت لپاره مهم دي، همدارنګه زموږ د معنوي او تاریخي او اخلاقي ارزښتونو په اړه دي چې نسلونه سره راټولوي، زه په عین حال کې هغه کسان چې د دې پر ضد یې رایې ورکړې هم درک کوم."

د رای ورکولو په ځینو مرکزونو کې د بې نظمیو راپورنه او یو شمېر هغو خبریالانو او فعالانو ته چې د رایې ورکولو د څارنې هڅه یې کوله ګواښونه، د دې سبب شول چې د اروپايي ټولنې ۲۷ غړي هېوادونه په دې اړه سمدستي د څېړنو غوښتنه وکړي.

د اروپايي ټولنې ویاند پیټرسټانو وویل، تمه لري چې ددې راپورونو په اړه به جدي څېړنه وشي ځکه د نوموړې په وینا دا جدي تورونه دي.

د امریکا له لوري وینزویلا ته د تلونکو بېړیو ضبطولو هڅه

ارشیف

امریکا هڅه کوي چې د ایران د تېلو بیړۍ چې وینزویلا ته روانې دي، ضبط کړي.

امریکايي څارنوالانو یوې محکمه کې غوښتنه کړې چې د ایران د تېلو بار څلور ټانکرونه چې وینزویلا ته روان دي ونیسي.

دا د امریکا د بندیزونو سره مخ او د امریکا ضد پر دې دوو متحدانو د واشنګټن له خوا د فشار راوړلو تازه هڅه ده.

د دې بېړیو د ضبطولو غوښتنه او په اړه یې شکایت د چارشنبې په ورځ د ډي سي ایالت په یوه فډرالي محکمه کې ثبت شوی، او په کې ادعا شوې چې د تېلو دا خرڅلاو د یو داسې ایراني سوداګر له خوا کېږي چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک سره تړاو لري.

د ایران سپاه پاسداران ځواک امریکا د بهرنیو ترهګرو سازمانونو په لیست کې شامل کړی.

په محکمه د ثبت شوې ادعا له مخې د امریکا د قدس ځواک د ۲۰۱۸ میلادي کال د سېپټېمبر میاشتې راهېسې د انتقال د یوې شبکې له لارې چې بندیزونه پرې لګېدلي او لسګونه د انتقال تنظیمونکي، بېړۍ او اسانتیا برابرونکي په کې ښکېل دي، تېل لېږدولي دي.

په شکایت کې دا څلور تېل لېږدونکي ټانکرونه د بیلا، بیرینګ، پانډي او لونا په نومونو یاد شوي چې د امریکايي څارنوالانو په وینا یو اعشاریه یو میلیونه بیرله تېل په کې بار دي.

د ویشتل شوې اوکراینۍ الوتکې قربانیانو کورنیو ته د تاوان ورکولو غوښتنه وشوه

په دې الوتکه کې ۱۷۶ کسان سپاره وو، چې له تهران څخه د اوکراین پلازمېنې کییف ته روانه وو.

د افغانستان په شمول د هغو هېوادونو چارواکو چې وګړي یې د روان کال جنوري میاشت کې په ایران کې د نسکورې شوې اوکراینۍ الوتکې پېښه کې وژل شوي، یو ځل بیا د دې پېښې په اړه د څېړنو او د قربانیانو کورنیو ته د تاوان ورکولو غوښتنه کړې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یو بیان کې وویل، د افغانستان، کاناډا، بریتانیا، سویډن او اوکراین د بهرنیو چارو وزیرانو د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې او د همکارۍ یوه هوکړه یې لاسلیک کړه.

د یادو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران په ایران کې د نسکورې شوې اوکراینۍ الوتکې د قربانیانو د کورنیو د ملاتړ او ورته د ځواب ویلو د همغږۍ د نړیوالې ډلې غړي دي.

د خبرپاڼې په وینا، دا هوکړه لیک د ایران سره د خبرو اترو لپاره لاسلیک شوی، څو د دې هوايي پېښې بشپړې څېړنې وشي، او د قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکړل شي.

ایران لومړی ویلي وو، دا اوکراین د هوايي شرکت دا مسافر وړونکې الوتکه د فني ستونزې له کبله نسکوره شوې، خو وروسته یې ومنله چې په تېروتنه د سپاه پاسداران ځواک په توغندي لګېدلې ده.

په دې الوتکه کې ۱۷۶ کسان سپاره وو، چې له تهران څخه د اوکراین پلازمېنې کییف ته روانه وو.

د الوتکې ټولې سپرلۍ چې ۱۳ افغانان هم په کې وو، په پېښه کې ووژل شول.

د امریکا استخبارات د روسیې په اړه قانون جوړوونکو ته وضاحت ورکوي

د امریکا بیرغ

ټاکل شوې د امریکا لوړپوړي استخباراتي چارواکي نن پنجشنبه د نیویارک ټایمز د هغه راپور په اړه قانون جوړوونکو ته وضاحت ورکړي چې په‌کې راغلي، روسي استخباراتو طالبانو ته د امریکایي ځواکونو د وژنې لپاره انعامونه ورکړي دي.

په دغه راپور کې چې تېره جمعه خپور شو راغلي، د روسيې د پوځي استخباراتو یوې پټې څانګې طالبانو ته دغه انعامونه ورکړي دي.

په نننۍ غونډه کې د 'سي‌ای‌اې' مشره جینا هاسپل او د امریکا د ملي استخباراتو ادارې مشر جان راتکلف برخه اخلي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون وویل، ده ته د هغه څه په اړه معلومات نه‌دي ورکړل شوي چې ویل کېږي روسیې طالبانو ته د امریکایي ځواکونو د وژنې لپاره پیسې ورکړي.

د امریکا د قانون جوړوونکو او استخباراتي چارواکو نننۍ غونډه داسې مهال جوړېږي چې امریکا کې قانون جوړوونکو پر روسیې د بندیزونو د ډېرېدو غوښتنه کړې ده.

روسیه اوس‌مهال د دې لپاره د امریکا له یو شمېر بندیزونو سره مخ ده چې د اوکراین په ختیځ کې د روسي پلوه بېلتون غوښتونکو ملاتړ کوي.

سپینه ماڼۍ: که پر روسیې تورونه تأیید شي امریکا به سخت ځواب ورکړي

ارشیف، سپینه ماڼۍ

د سپینې ماڼۍ ویاند رابرټ اوبراین وایي، که چېرته دا راپورونه تأیید شي چې روسیې طالبانو ته د دې لپاره انعامونه ورکړي چې په افغانستان کې امریکایي ځواکونه او د هغوی متحدان ووژني، متحده ایالات به سخت ځواب ورکړي.

ښاغلي اوبراین دا خبره پرون په واشنګتن کې خبریالانو ته وکړه، خو په دې اړه‌یې نور تفصیل ورنه‌کړ.

تر دې مخکې پرون په واشنګټن کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د همدې موضوع په اړه د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: "کله چې موږ داسې کره معلومات ترلاسه کړو چې روسان د امریکایانو ژوند په خطر کې اچوي، نو موږ به په جدي توګه ځواب ورکړو. لکه تاسو چې وویل، موږ به خبرداری ورکوو؟ موږ به خبرې ورسره کوو؟ زه فکر کوم چې ځواب به خامخا وي او ورکوو به‌یې."

نیویارک ټایمز ورځپاڼې تېره جمعه راپور ورکړ چې د روسې پوځي استخباراتو د امریکایانو د وژلو لپاره طالبانو ته انعامونه ورکړي او دا راپور د فبرورۍ په میاشت کې له ولسمشر ټرمپ سره شریک شوی دی، تر دې راوروسته ښاغلی ټرمپ تر فشار لاندې راغلی دی.

د سپینې ماڼۍ ویاند، اوبراین وویل چې د امریکا د مرکزي استخباراتو یوې غړې ولسمشر ټرمپ ته په دې اړه شفاهي خبره کړې وه او په لیکلې بڼه‌یې څه نه‌و وړاندې کړي.

د امریکا په متحده ایالاتو کې د روسیې سفارت دا راپورونه رد کړي او طالبانو هم ویلي دي چې دوی له روسیې انعامونه نه‌دي ترلاسه کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG