د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۹

پوتین په بلاروس کې د اعتراض کوونکو پر وړاندې د حکومت ځواب وستایه


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د بلاروس ولسمشر السکاندر لوکاشینکا
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د بلاروس ولسمشر السکاندر لوکاشینکا

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په بلاروس کې د اعتراض کوونکو پر وړاندې د حکومت ځواب ستایلی دی.

وروسته له دې چې مسکو اعلان وکړ چې په خپلو امنیتي ځواکونو د بلاروس د واکمن رژیم د پیاوړتیا لپاره چمتووالی نیسي، ښاغلي پوتین ادعا وکړه کرملېن د بلاروس د بحران په برخه کې تر متحده ایالاتو او اروپایي ټولنې ډېر بې‌طرفه دی.

د روسیې ولسمشر ویلي که څه هم هېواد یې د بلاروس د بحرانونو په هواري کې تر امریکا او اروپایي ټولنې ډېر بې‌طرفه پاته شوی دی، خو وایي په هغه هېواد کې د روانو حالاتو په اړه بې‌تفاوته نه‌شي پاتېدلی.

ولادیمیر پوتین د روسیې له دولتي ټلوېزیوني چینل «Rossia-24» سره په یوې مرکه کې چې د اګسټ پر ۲۷مه خپره شوه دا خبره کړې ده.

هغه ویلي دواړه هېوادونه قومي او ژبني اړیکې او له یو بل سره اقتصادي همکارۍ لري.

ولادیمیر پوتین د مرکې پر مهال
ولادیمیر پوتین د مرکې پر مهال

ولسمشر پوتین دغه‌راز د بلاروس پر چارواکو او هم مخالفینو غږ کړی چې د روان وضعیت د کرارولو لپاره یوه ډیپلوماتیکه لاره ومومي.

سره له دې چې په بلاروس کې د ولسمشر الکساندر لوکاشینکا پر ضد اعتراض کوونکو پر وړاندې د حکومت چلند نړیوالو غندلی دی، خو د روسیې ولسمشر ویلي چې د بلاروس د قانون پلي کوونکو ادارو د معترضینو پر وړاندې سم متقابل چلند کړی دی.

ښاغلی پوتین له بلاروس سره هر ډول مرسته د خپل هېواد مکلفیت بللی دی.

ښاغلی پوتین زیاتوي: "په دې برخه کې موږ البته چې د بلاروس پر وړاندې ځانګړي مکلفیتونه لرو او د ولسمشر الکساندر لوکاشینکا د دې پوښتنې په اړه چې وایي موږ به د اړتیا په صورت کې هغه ته لازمه مرسته وکړو که څنګه، ما وویل چې روسیه به خپل ټول مکلفیتونه بشپړ کړي."

په بلاروس کې د اعتراضونو تر پیل لږ وروسته روسیې د ټوله‌ییز امنیت سازمان د تړون د موادو له مخې ولسمشر لوکاشینکا ته د پوځي مرستې وړاندیز کړی وو، خو کرملېن وروسته له دې ژمنې پر شا شو.

بلاروس کې مظاهرې
بلاروس کې مظاهرې

روسیې په لومړي سر کې ویلي وو چې ځواکونه‌یې په بلاروس کې د معترضینو له‌خوا د هر ډول خطر رامنځته کولو په صورت کې چمتو دي چې په هغه هېواد کې ځای پر ځای شي، خو پوتین په وروستۍ مرکه کې ویلي چې ځواکونه به‌یې تر هغو ونه‌کارول شي چې په بلاروس کې وضعیت له کنټروله نه‌وي وتلی او د ده په خبره تندلاري عناصر تر سرو کرښو نه‌وي اوښتي.

د روسیې او بلاروس ولسمشرانو تر اوسه څو ځلې پر روان وضعیت خبرې کړې دي.

د اګست پر نهمه د بلاروس د ولسمشرۍ انتخاباتو نتایجو تر اعلان وروسته چې الکساندر لوکاشینکا په‌کې د شپږم وار لپاره د ولسمشر په توګه وټاکل شو، مخالفینو یې انتخابات له درغلیو ډک وبلل او په ټول هېواد کې یې پراخ اعتراضونه پیل کړل. په دې ترڅ کې راپورونه وایي د حکومت په غبرګون کې زرګونه کسان ټپیان شوي او یا هم نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG