په بوسنیا کې د کرونا ویروس د خپرېدو تر وېرې لاندې ښوونځي پرانیستل کېږي.
د بالکان د حوزې د دې نسبتاً غریب هېواد په ښوونځيو کې د زدهکوونکو لپاره باید ځانګړي امکانات برابر شي څو د کرونا ویروس له شره وساتل شي.
د دې لپاره پرېکړه شوې چې درسونه به انلاین او حضوري وي.
خو دا پرېکړه د یو شمېر ښوونکو لپاره عجیبه ده.
د بوسنیا په پلازمېنه سرایوو کې د یوه ابتدائیه ښوونځي سر ښوونکی، نمیر ابراهیموویچ وايي: "باور وکړئ چې موږ تیار یو، خو که عمومي خبره وکړم، موږ د دې ډول تعلیم ورکولو په مفهوم ښه نهپوهېږو، دا ډول تدریس چې یوه برخه په صنف کې او بله د انټرنټ له لارې وي، موږ ته نوې ده."
ایا په ټولګیو کې د زدهکوونکو او ښوونکو حضور هغوی حتماً په کرونا ویروس د اخته کېدو له خطر سره مخامخ کوي؟
د بوسنیا د پوهنې وزارت یوې چارواکې، انیس کرویچ ویلي چې وېره خامخا لري، خو بله چاره نهشته.
هغې ویلي، دا ضمانت څوک نهشي کولائ چې ښوونکي او زدهکوونکي په دې ویروس نه اخته کېږي، خو که ټول هغه شرایط چې د دې وبا د مخنیوي لپاره ضروري دې عملي شي، خطر کمېدلائ شي.
ډاکتران مکرراً خلکو ته وایي چې له کرونا ویروسه د ځان د ساتلو لپاره لاسونه بیا بیا په صابون او پاکو اوبو پرېمينځي، له نورو خلکو لیرې وي او داسې ځای ته دې نهځي چې د خلکو ګڼه ګوڼه وي.