د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۱

په دوهم ځل په کرونا ویروس اخته کېدو په نړۍ کې اندېښنې راپورته کړي


په کرونا ویروس اخته ناروغ په روغتون کې د درملنې پر مهال
په کرونا ویروس اخته ناروغ په روغتون کې د درملنې پر مهال

په دوهم ځل په کرونا ویروس اخته کېدو، د دې ناروغۍ پر وړاندې د خلکو د بدن د مقاومت په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

روېټرز خبري اژانس په اروپایي هېوادونو کې د هغو دوو پېښو په استناد راپور چمتو کړی چې د دوهم وار لپاره په کرونا ویروس اخته شوي دي.

په داسې حال کې چې نړۍ له دې وبا سره په مبارزې بوخته ده، دې ډول پېښو د خلکو ترمنځ اندېښنې ډېرې کړې دي.

دا پېښې یوه‌یې په بلجیم او بله په هالنډ کې لیدل شوې. تر دې دمخه روانه اوونۍ په هانګ کانګ کې څېړونکو د یوه داسي کس راپور ورکړی وو چې څلور نیمې میاشتې دمخه‌یې هلته د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ درملنه شوې وه، خو بیا په کرونا ویروس اخته شوی وو.

دا لومړی ځل وو چې داسې یوه پېښه ثبت شوه.

هالنډ کې د هغه کس د وینې د نمونې بیا اخیستل چې په کرونا ویروس‌یې اخته شوی و.
هالنډ کې د هغه کس د وینې د نمونې بیا اخیستل چې په کرونا ویروس‌یې اخته شوی و.

له دې سره د کرونا ویروس ضد راتلونکي واکسین د اغېزمنتوب په اړه هم وېره ډېره شوه.

که څه هم د دې اندېښنې د رښتینوالۍ لپاره باید وګوري چې څومره نورې ورته پېښې کېږي.

په بلجیم کې ویروس پېژندونکي مارک وان رانست «Ranst Van Marc» وویل چې په دې هېواد کې یوه مېرمن چې لومړی ځل په مارچ کې په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ اخته شوې وه دوهم ځل په جون میاشت کې په همدې ویروس ناروغه شوه. نوموړی وایي احتمالاً نورې ورته پېښې هم ولیدل شي.

وان رانست روېټرز ټلوېزیون ته وویل، دغې ۵۰ کلنې ښځې په لومړي ځل ناروغۍ کې ډېر لږ انټي باډي/ د بدن مقاومت درلود. له دې سره سره ښایي همدې انټي باډي د یادې مېرمنې ناروغي راکمه کړې وي.

دغه څېړونکی وایي که څه هم ښایي د دوهم ځل لپاره په کرونا ویروس د اخته کېدو پېښې په راتلونکو اوونیو کې ولیدل شي، خو وایي دا مسئله ښایي په محدودو استثناوو کې راشي.

د انټي باډي/ د بدن مقاومت ازموینه
د انټي باډي/ د بدن مقاومت ازموینه

نوموړي زیاته کړې چې نوی کرونا ویروس تر انفلوانزا ویروس ډېر پایېدونکی ښکاري، خو وایي حالت یو ډول نه‌پاتېږي: "ویروسونه بدلېږي او دا په دې معنی ده چې راتلونکی واکسین به ښایي هغسې نه‌وي چې د تل لپاره، د ۱۰ کلونو او یا هم حتی د پنځو کلونو لپاره دوام وکړي. د انفلوانزا واکسین په څېر ښایي دا واکسین هم پرله‌پسې بیا جوړېدو ته اړتیا ولري."

د هالنډ د عامې روغتیا انسټټیوټ ویلي چې دوی هم په دې هېواد کې په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د یوه کس د بیا اخته کېدو پیښه لیدلې ده.

د دې هېواد یوه ویروس پېژندونکي ماریون کوپمنز (Koopmans Marion) له قوله ویل شوي چې دا کس د ډېر عمر لرونکی وو او د بدن مقاومت‌یې کمزوری وو.

بل‌خوا په هالنډ، بلجیم او هانګ کانګ کې په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د خلکو د بیا اخته کېدو اثبات دې ته اړتیا درلوده چې د ناروغو کسانو د لومړي او دوهم ځل اخیستل شوي ویروس جنتیکي ازموینه شوې وی، څو دا معلومه شي چې دغه دواړه بېلګې له یو بل سره څومره توپیر لري.

د بلجیم ویروس پېژندونکي ویلي چې دې ډول ازموینې وښوده چې ناروغ متفاوت ویروس اخیستی وو.

بلجیم که په کرونا ویروس د مړه شوي کس یاد غونډه
بلجیم که په کرونا ویروس د مړه شوي کس یاد غونډه

د هانګ کانګ د پېښې په اړه د روغتیا نړیوال سازمان ویاندې مارګریت هاریس د ملګرو ملتونو یوې خبري غونډې ته وویل چې د دې ډول پېښو په اړه وخت نا وخت راپورونه ورکول کېږي، خو دا وایي مهمه ده چې په اړه‌یې واضح اسناد وړاندې شي.

ځیني روغتیایي متخصصین وایي ښایې د دې ډول پېښو پیلېدل له دې کبله وي چې په نړۍ کې پراخې ازموینې کېږي، نه دا چې ویروس په بېلابېلو ډولو خپرېږي.

XS
SM
MD
LG