د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۲

هند کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۳ میلیونو واوښت


ارشیف
ارشیف

په هندوستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر درېیو میلیونو واوښت.

خو ګومان کېږي، په دغه هېواد کې چې یو میلیارد او ۳۰۰ میلیونه وګړي لري د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ښايي تر دې خورا زیات وي.

راپورونه وايي، په هندوستان کې تېره اوونۍ د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر خورا زیات و، چې په یوه شپه او ورځ کې تر ۷۰زرو زیاتې پېښې هم په کې ثبت شوي دي.

هندي چارواکو ویلي، د دوی د نویو څېړنو له مخې، د نوي ډیلي او ممبۍ اوسېدونکو د کرونا ویروس پر وړاندې ښه مقاومت ښوولی دی.

په هندوستان کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر په ټوله کې تر شپږپنځوسو زرو زیات شوی دی.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر تر ۲۳ میلیونو زیات دی او په دې ویروس د مړو شمېر هم تر اتو لکو زیات شوی دی.

XS
SM
MD
LG