د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر منځني ختیځ ته په سفر وتلی


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو منځني ختیځ ته په سفر وتلی دی.

پومپيو د اسرائیل او عربو تر منځ د سولې د ټینګښت د هڅو او د ایران د نفوذ د مخنیوي په خاطر منځني ختیځ ته تللی دی.

د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو یکشنبه خپل سفر پيل کړی چې تر جمعې دوام کوي او تمه ده اسرائیل، سوډان، بحرین او متحده عربي اماراتو ته ولاړ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګان اورتګاس د ښاغلي پمپیو د سفر اعلامیه د خپل ټوېټر له لارې خپره کړې ده.

پومپيو او د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د سیمې له امنیت سره تړلې د ایران نفوذي هڅې چې امریکا یې ناوړه بولي تر بحث لاندې نیسي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې دوی همدارنګه له سیمې سره د اسرائیل د اړیکو پر غښتلتیا او د ورانکارو پانګوونکو په وړاندې د امریکا او اسرائیل د اقتصاد د ساتنې په همکاریو وغږېږي.

په منځني ختیځ کې د نورو هېوادونو په نسبت امریکا له اسرائیل سره ډېرې نږدې اړیکې پالي.

امریکا لومړنی هېواد و چې په دې وروستیو کې یې د اسرائیل او متحده عرب اماراتو د سولې له موافقې تود هرکلی وکړ.

دغو دوو هېوادونو د اګست په ۱۳ د سولې تړون وکړ چې په نتیجه کې سیاسي اړیکې پیل او یو بل ته تګ راتګ ممکن شول.

د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا اوسنۍ اداره ادعا کوي چې د اسرائیل، سوډان او د خلیج هېوادونو د سولې، امنیت او ټيکاو لپاره د امریکا تر پخوانیو ادارو ډېر کلک هوډ لري.

ډونالډ ټرمپ
ډونالډ ټرمپ

تمه ده د سېپټېمبر په لومړۍ اوونۍ کې هم د امریکا دوه نور لوړپوړي چارواکي د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لوی سلاکار جرېد کوشنر او په نړیوالو خبرو اترو کې د ولسمشر خاص استازی اوي بورکوویتز منځني ختیځ ته سفر وکړي.

کوشنر به اسرائیل، سعودي عربستان، بحرین، مراکش او عمان ته ولاړ شي څو د منځني ختیځ په تړاو د امریکا د پالیسیو د تطبیق هڅې لا پسې پخې کړي.

XS
SM
MD
LG