د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۶

د بشپړو ډیپلوماتیکو اړیکو پر جوړولو د عربي متحده اماراتو او اسرائیلو موافقه


(ښی-کین) د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو او د متحده عربي اماراتو ولیعهد شېخ محمد بن زید ال نهیان
(ښی-کین) د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو او د متحده عربي اماراتو ولیعهد شېخ محمد بن زید ال نهیان

عربي متحده اماراتو او اسرائیلو د بشپړو ډیپلوماتیکو اړیکو پر جوړېدو موافقه کړې ده.

دې اقدام ته د یوه داسې تاریخي پرمختګ په سترګه کتل کېږي چې کولای شي منځني ختیځ ته سوله راولي.

د دې موافقې منځګړیتوب د امریکا متحده ایالاتو کړی دی.

په دې موافقې سره عربي متحده امارات د خلیج لومړنی عرب هېواد شو چې له اسرائیل سره بشپړې ډیپلوماتیکې اړیکې جوړوي او د ټولې عربي نړۍ په سطح درېیم هېواد دی چې دا ډول اړیکې له اسرائیل سره ټینګوي.

د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت تر دې اعلان وروسته سمدستي له عربي متحده اماراتو څخه خپل سفیر ورغوښتی دی.

اسرائیل په ۱۹۷۹ کال له مصر او په ۱۹۹۴ کال کې له اردن سره د سولې تړونونه کړي وو، خو د عربي متحده اماراتو په ګډون یو شمېر نورو عربي هېوادونو اسرائیل په رسمیت نه‌پېژانده او هېڅ ډول رسمي، ډیپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې یې نه‌ورسره درلودې.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د اګسټ پر ۱۳مه نېټه پر ټویټر د دغو هېوادونو ګډه اعلامیه خپره کړه چې دا موافقه‌یې تصدیق کړه.

د دې ګډې اعلامیې له مخې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ، د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو او د ابوظبي ولیعهد شېخ محمد بن زید ال نهیان د اسرائیل او عربي متحده اماراتو ترمنځ د اړیکو پر جوړېدو موافقه کړې ده.

اعلامیه زیاتوي چې د منځني ختیځ د دغو دوو فعالو ټولنو او پرمختللو اقتصادونو ترمنځ د مستقیمو اړیکو پیلېدل کولای شي سیمې ته اقتصادي وده راولي، ټکنالوژیکي نوښتونه پیاوړي او خلک له یو بل سره نږدې کړي.

د دې ګډې اعلامیې تر خپرېدو وروسته د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې د وینا پر مهال دا یوه تاریخي موافقه وبلله.

هغه زیاته کړه: "دا موافقه د یوه لا سوله‌ییز، امن او هوسا منځني ختیځ جوړېدو پر لور د پام وړ ګام دی. اوس چې دا یخی مات شو، زه تمه لرم نور عرب او اسلامي هېوادونه هم د عربي متحده اماراتو لاره تعقیب کړي."

ولسمشر ټرمپ وویل د سیمې له نورو هېوادونو سره هم د ورته تړونونو په اړه بحثونه شوي دي.

تمه ده د اسرائیل او عربي متحده اماراتو پلاوي په راتلونکو اوونیو کې سره وګوري او د یو بل سره د پانګونې، ګرځندوی، مستقیمو الوتنو، امنیت، د یو بل په خاوره کې د سفارتونو د جوړېدو او نورو مسایلو په اړه موافقې لاسلیک کړي.

اسرائیل دا د سولې پر لور د یوه لویې ورځې په توګه نومولې ده.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو

په امریکا کې د عربي متحده اماراتو سفیر یوسف ال عتیبه دا موافقه د ډیپلوماسۍ او په سیمه کې د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره یو بریالی ګام بللی دی.

د همدې موافقې له مخې اسرائیلو منلې چې د لوېدیځې غاړې د اشغال شویو سیمو د الحاق پلان به ځنډوي.

عربي متحده اماراتو ویلي چې دوی به د فلسطین د خلکو سخت ملاتړي پاتې شي او زیاتوي چې دا موافقه به د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د اوږدمهاله شخړو د ختمېدو لپاره د دوو هېوادونو حل لاره خوندي وساتي.

فلسطین تر اوسه په دې اړه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو د فلسطین د اسلامي غورځنګ حماس یوه ویاند فوزي برهوم انتقاد کړی او وایي دا اقدام د شا له‌خوا زموږ د خلکو په چړې وهل دي.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې دا موافقه په سیمه کې ایران ته د مخالفتونو زمینه سختوي.

ایران هغه هېواد دی چې اسرائیل، عربي متحده امارات او د امریکا متحده ایالات‌یې په سیمه کې یو عمده ګواښ ګڼي.

XS
SM
MD
LG