د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۹ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

په پلازمېنه او ولایتونو کې د برېښنا د نشتون له امله د افغانانو شکایت


د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکې وايي، په ۲۴ ساعتونو کې یوازې څلور ساعته برېښنا لري.

دوی له ازادي راډيو سره په خبرو کې حکومت او اړوندې ادارې د دې ستونزې د حل په برخه کې ناتوانه بولي.

د هوا له ګرمېدو سره په کابل کې ښار کې د برېښنا پرچاوي هغه څه دي چې کابل ښاریان یې له ستونز سره مخ کړي.

دوی له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي، د برېښنا پرچاوي نه یوازې په کابل بلکې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم اوس یوه عادي چاره ګرځېدلې.

د کابل ښار اوسېدونکي عطالله وویل: "موږ په خپل دوکان کې د ورځې لخوا دوه ساعته برېښنا لرو او شپې چې کور ته ځو هلته هم څلور ساعته برېښنا وي او سهار چې راوځو له کور بيا برېښنا نه وي."

د دې ښار بل اوسېدونکي ایمل وايي: "زموږ غوښتنه له حکومت څخه دا ده چې یو منظمه پروګرام د پرچاوۍ لپاره جوړ کړي، نه دا چې بې نظمه وي، دلته چې هر وخت یې زړه وي د برېښنا پرچاوي رامنځته کېږي، دا موضوع زموږ لپاره جدي د اندېښنې وړ خبره ده، موږ چې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې ژوند کوو دا ستونزه ده نور خلک خو پر خپل ځای پرېږده."

د برېښنا د پرچاوي موضوع یوازې په کابل کې نه بلکې د هېواد ختیځ او شمالي ولایتونو هم له دې ستونزې سره مخ دي.

د پکتیکا ولایت اوسېدونکی عبدالله وايي:" د برېښنا د نشتون له کبله په پکتیکا کې ډېرې ستونزې موجودې دي، سوداګرو ته ډېرې ستونزې پیدا شوي دي، د دې ولایت مرکز د شپې لخوا تیاره وي، موږ هیله لرو چې دولت موږ ته برېښنا راکړي."

وحیدالله توحیدي
وحیدالله توحیدي

د بغلان ولایت اوسېدونکي هم د برېښنا له نشتون سره مخ دي او په ټینګار سره وايي چې حکومت باید دې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي.

خو د افغانستان برېښنا شرکت په ځواب کېکه څه هم په دې برخه کې کمۍ مني خو په ټینګار سره یې د حل لپاره ژمنه کوي.

د دې شرکت ویاند وحیدالله توحیدي له ازاډي راډيو سره په خبرو کې وايي، ډېر ژر به د دې ستونز د حل لپار په ټول کابل کې سولري سیسټم پلی شي.

هغه وویل:" د لنډ مهال لپاره د سلورنو د وېش موضوع ده او اوږدمهال لپاره د ازبکستان او تاجکستان د ۲۰۰۰ میګاواټه برېښنا پروژه ده چې کارونه یې تقربیاً ۹۰ فیصده پای ته رسېدلې، د تاجکستان څخه راغلي برېښنا کارونه په پغمان کې روان دي، د خواجه الوان په دښته کې یې هم کارونه تقریباً خلاص دي، په ارغندې کې افتتاح شوې او دا ټول اماده دي."

ښاغلی توحیدي وايي، د اوږد مهال لپاره له ازبکستان او ترکمنستان څخه شاوخوا۲۰۰۰ میګاواټه برېښنا افغانستان انتقال کېدونکې ده او له هغې سره به د کابل په ګډون د ډېرو ولایتونو د برېښنا ستونزه حل شي.

د برېښنا د پرچاوۍ په اړه په داسې حال کې دغه څرګندونې کېږي چې د تېرې چهار شنبې په ورځ د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د افغانستان او تاجکستان سرحدي پولې امو سیند ته راغلی و او د سیند له هغې غاړې د یو لوډسپیکر په وسیلهدې غاړې اوسېدونکو ( افغانانو) ته په نورو برخو کې د همکاریو ترڅنګ د برېښنا په برخه کې د مرستې ډاډ ورکړی.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان

موږ هڅه وکړه چې د تاجکستان هېواد د دې مرستو په اړه له افغان حکومت سره هم خبري وکړو خو بریالي نشو.

هېره دې نه وي چې افغانستان له تاجکستان سره دبرېښنا په برخه کې یو ستره پروژه د کاسا زر په نوم لري.

د دې پروژې له مخې، قرغیزستان او تاجکستان ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا افغانستان ته او ۱۰۰۰ مېګاواټه پاکستان ته لېږدوي.

د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې افغانستان ۱۴۰۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري چې اوس مهال یې یوازې ۷۵۰ میګاواټه لري.

په همدې حال کې کابل په ژمې او وړي کې ۷۰۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري چې ۴۵۰ میګاواټه یې تامین شوې.

XS
SM
MD
LG