د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۶

ولسمشر غني وايي، په افغانستان کې ډېرې ستونزې ځینو ادارو جوړې کړي


ارشیف، افغان ولسمشر محمد اشرف غني
ارشیف، افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په افغانستان کې ډېرې ستونزې ځینو ادارو جوړې کړي، خو وايي چې دا ستونزې د حل وړ دي.

ولسمشر غني مني چې د افغانستان ډېرې ادارې لا هم په شلمه پېړې کې پاتې، خو لکه د ښاروالیو په څېر ځينې ادارې چې په چوروالۍ مشهورې وې، اصلاح شوې دي.

ولسمشر محمد اشرف غني چې د پنځم ملي ښاري کنفرانس د پرانيستې مراسمو ته يې په ارګ کې خبرې کولې، وویل چې د افغانستان خلکو پرمختګ کړی، خو ځينې افغان ادارې لا هم پر خپل حال پاتې دي.

د کابل ښار یوه څنډه
د کابل ښار یوه څنډه

هغه که څه هم د کومو ادارو نوم وانخیست، خو د ګواښ په توګه يې وویل چې که له دې وروسته هر ښاروال کارونه په سم ډول ونه کړي، له دندې به يې لېرې کړي.

ده وویل:

"د افغانستان خلک په ۲۱مه پېړۍ کې ژوند کوي، خو له بده مرغه زمونږ ځينې ادارې اوس هم په ۱۹مه یا د شلمې پېړۍ په پیل کې ژوند کوي، ادارې باید اصلاح شي او ادارې اصلاح کېږي، اصلاح پیل شوې، خو اداره نن هم د ټولو تمو ځواب نه ورکوي."

ولسمشر غني وویل چې په تېر کې د افغانستان له ښارونو سره ستره جفا دا شوې چې د ښارونو اوبو او پراختیا ته پاملرنه نه ده شوې.

خو ده وویل چې د اوبو د ستونزو د حل په خاطر بنسټیز پلانونه دا وخت یا د عملي کېدو او یا د طرحې په حال کې دي چې ورسره به د ښاریانو ستونزې حل شي.

هغه د ښارونو د پراختیا لپاره د عرفي قوالو په شرعي قوالو په بدلولو یو ځل بیا ټینګار وکړ او جایداد يې د هر افغان سړي او ښځې قانوني حق یاد کړ.

په تېرو څلورو کلونو کې له دې وړاندې هم ورته څلور نور ملي ښاري کنفرانسونه جوړ شوي چې د حکومت په وینا، د خلکو د ستونزو له اورېدو وروسته د ستونزو په حل کې ګټور وو.

خو دغې غونډې ته په وینا کې د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکو په خپلو ښارونو کې د حلقوي سړکونو، کانالیزاسیون، برښنا، اوبو او ځينې نورو لومړنیو ستونزو یادونه او د حکومت د پاملرنې غوښتنه وکړه.

د دوی له منځه عزیزي اتلوال او سیدالرحمان دغې غونډې ته وویل:

"د سړو خونو نشتوالی، د حلقوي سړک اړتیا، د اوبو د رسولو شبکې او کانالیزاسیون ستونزې حل جدي پاملرنې ته اړتیا لري چې ښاریان يې له ستونزو سره مخ کړي دي."

"په مثبتو ګامونو هم ځينې ښاري ستونزې نه دي حل شوي چې خلک يې ناراضه کړي او لا هم د ستونزو حل ته منتظر دي، د بېلګې په توګه، دا وخت د اوبو د سطحې ټيټوالی، ټرافیکي ستونزې چې د مریضانو د تلفاتو سبب ګرځي، د لاس پلورونکو ستونزې او په همدې ډول د وسایطو د پارکونو نشتون چې مدیریت يي نشته، خلک له ستونزو سره مخ کړي."

ولسمشر غني بیا وویل، د ټولو ښارونو د ستونزو هوارېدو ته پاملرنه شته، خو بشپړ هواری يې ډېر مالي امکانات غواړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG