د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۹ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۳

د برېښنا په اړه په بغلان کې عملیات وروستي پړاو ته رسېدلي


د بغلان والي وايي چې کابل ته د وارداتي بريښنا د پاېو د بېرته رغولو لپاره په سیمه کې پیل شوي عملیات وروستي پړاو ته رسېدلي دي.

عبدالستار بارز د سې شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې ډاډ ورکړچې په کمه موده کې به کابل ته برېښنا شي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښار اوسېدونکي پر حکومت انتقاد کوي چې په کابل کې د بې برقۍ په اړه یې تراوسه جدي ګام نه دی پورته کړی.

سره له دې چې له شاوخوا پنځلسو ورځو راهیسې له ازبکستانه کابل ته راغځېدلې برېښنا پرې شوې ده خو د بغلان چارواکي وایي چې ډير ژر به کابل ته د وارداتي بريښنا د پایو د بېرته رغولو لپاره په سیمه کې پیل شوي عملیات پای ته ورسوي.

د بغلان والي عبدالستار بارز د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په سیمه کې عملیات د دې لپاره ډير وځنډیدل چې وسله والو مخالفانو په ټولو ساحو کې ماینونه ځای پرځای کړې دي.

نوموړي وویل چې دا مهال په سیمه کې عملیات وروستي پړاو ته رسېدلي دي او ډير ژر به کابل ته برېښنا ولېږدول شي.

ښاغلي بارز زیاته کړه:

"انشاالله په سیمه کې زموږ پیل شوي عملیات وروستي پړاو ته رسېدلي دي او ډير ژر به کابل ته برېښنا ولېږدول شي،د دې لپاره چې په بېلابېلو ساحو کې ماینونه ایښودل شوي دي نو ځکه دا عملیات وځنډیدل چې له ماینونو ساحه پاکه شي افغان ځواکونه نوره څه ستونزه نه ده موجوده."

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کیږي چې وسله والو ‌طالبانو اعلان کړی چې په هغه صورت کې به کابل ته د برېښنا د غځېدلو مزو د چپه شوو پايو د ترميم اجازه ورکړي چې حکومت په ډنډغوري ساحه کې عمليات ودروي.

خو له دې وړاندې بیا طالبانو دا هم ویلي چې د برېښنا پایې دوی نه دي چپه کړي او دوی دې ته هم چمتو دي چې د برېښنا انجینرانو ته د ورتګ زمینه برابره کړي.

خو د بغلان والي وایي، ترهغې به عملیات ونه دروي چې د وسله والو مخالفانو ټول پټن ځایونه له منځه لاړ نه شي.

له بلې خوا د کابل ښار یو شمېراوسېدونکي پر حکومت انتقاد کوي چې په کابل کې د بریښنا د ستونزې په اړه یې تراوسه جدي ګام نه دی پورته کړی.

د کابل ښار دو تنو اوسیدونکو ازادي راډيو ته وویل چې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او افغان حکومت باید د بریښنا دا ستونزه ژر ترژره حل کړي:

"دا ډير وخت کیږي چې په کابل کې برق نشته موږ له سختو ستونزو سره مخ یو، حکومت تر اوسه په دې برخه کې پام نه دی کړی.

-له هغو ناوړو شرایطو چې په افغانستان کې ورسره مخ یو، یو هم د برق ستونزه ده، د بریښنا نشتون جدي ستونزې را پیدا کړي، کوم کسان په دې برخه کې مسوولیت لري باید دغو ستونزو ته پام وکړي."

خو د افغانستان د برېښنا شرکت مسولین وایي چې په سیمه کې د امنیت له ډاډمنېدو وروسته به کار پیل کړي.

د دغه شرکت ویاند وحیدالله توحیدي د سې شنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"تراوسه پورې زموږ کارکوونکو ته د امنیتي ستونزو له وجې ساحې ته د داخلیدو اجازه نه ده ورکړل شوې ترڅو دا پایه ورغول شي، موږ هم له دفاع وزارت سره غږیدلي یو هم سیمه ییزو چارواکو سره هغوي هم همدغه ستونزه یادوي."

نوموړي همدارنګه ټینګار وکړچې باید د برېښنا موضوع په سیاست کې داخل نه شي او د دوې کارکوونکو ته اجازه ورکړل شي چې عامو افغانانو ته بریښنا وروسوي.

له ازبکستانه کابل ته د ٢٥٠ ميګا واټو په ظرفيت برېښنا را غځېدلې او د دغه لين له پرې کېدو وروسته دا مهال د برښنا شرکت کابل ښاريانو ته په ٢٤ ساعتونو کې له درېيو تر څلورو ساعتونو پورې په ځنډني ډول جنراتوري برېښنا ورکوي.

ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG