د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۹ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۴

پکتیا چارواکي: نږدې راتلونکې کې به په صنعتي پارک کې پر صنعت‌کارانو ځمکه وویشو


ارشیف
ارشیف

د پکتیا د سواګرۍ او صنایع ریاست وایي، پکتیا کې یې د صنعتي پارک د جوړولو مقدماتي اداري چارې بشپړې کړي دي او په نېږدې راتلونکي کې به په‌کې صنعتکارانو ته د ځمکو ویشل پیل کړي.

د پکتیا ولایت د سوداګرۍ او صنایع رئیس ښاغلي نقیب‌الله سرحدي ازادي راډيو ته وویل:

"د صنعتي پارک ټول هغه ابتدایي، تخنیکي مهم او اساسي کارونه سرته رسیدلي دي لکه:

  • د ځمکې تصفیه.
  • د ځمکې ثابتېدل.
  • د ځمکې ماسټر پلان سروې، دا ټولې تکمیلې دي اوس د دې په لټه کې یو چې انشاءالله ژر تر ژره هغه صنعتکاران چې فورمې یې اخېستي او اسناد یې جمع کړي، هغه مرکز ته ولېږو او له مرکزه یې تأییدي راشي، څو موږ صنعتکارانو ته په‌دې ځمکه کې د فابریکو لپاره موقعیتونه مشخص کړو."
    د پکتیا ولایت د سوداګرۍ او صنایع رئیس ښاغلی نقیب‌الله سرحدي
    د پکتیا ولایت د سوداګرۍ او صنایع رئیس ښاغلی نقیب‌الله سرحدي

سرحدي وویل، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع وزارت په راتلونکي ۱۳۹۸ مالي کال کې د دې پارک لپاره ۱۰۵ میلیونه افغانۍ بودجه ځانګړې کړې چې په خبره‌یې د پارک لومړنۍ اړینې چارې لکه سړکونه، کانالایزاسیون، برق او نورې چارې تر سره شي.

د مسوولنیو په خبره چې د دغه صنعتي پارک د جوړولو پلان په ۱۳۸۳کال کې جوړ شوی و، خو د بودجې او پکتیا کې د برښنا نشتون د دې پارک د جوړېدو په وړاندې لوی خنډ و.

د پکتیا د سوداګرۍ او صنایع رئیس ښاغلي سرحدي ازادي راډيو ته وویل چې ګردېز ته د ترکمنستان انتقالي برښنا په رسېدو دا ستونزه ۸۰ سلنه هواره شوې او د افغانستان برښنا شرکت ولایتي دفتر له‌خوا دې پارک ته په لومړيو کې د ۱۵مېګا واټه برښنا رسولو ډاډ ورکړل شوی دی.

د دغه پارک د جوړېدو د ځنډ یو بل لامل دا هم و چې د ګردېز ښار په شمال لویدیځ کې دې پارک ته پر ځانګړې شوې زر جریبه ځمکه ځایي اوسیدونکو د شخصي ملکیت دعوه کړې وه چې د پکتیا ولایتي چارواکو په خبره ځایي اوسیدوونکي په خپله دعوه کې پاتې راغلي او قضیه دولت ګټلې.

پکتیا کې د ځمکو ریاست رئیس حکیم جان مفکر ازادي راډيو ته وویل:

"دغه ساحه د رباط شاوخوا د صنعتي پارکو ده، فعلاً دلته څلور زره جریبه سپینه ځمکه لرو، خلک په هرځای کې پر دولتي ځمکو لانجې کوي، د ځمکې ماهیت دا د بکرو بایر ځمکه ده، خلک د دې ځمکې اسناد نه‌لري، نو دغه دولتي ځمکه ده، څلور زره جریبه ځمکه موږ په دغه ساحه کې لرو، زر جریبه مو د صنعتي پارک لپاره انتقال کړې او د اړتیا په صورت کې موږ کولای شو چې دوی ته اضافي ځمکه په اختیار کې ورکړو."

د پکتیا د سوداګرۍ او صنایع رئیس وایي، تردې مهاله ۱۴۰ تنه سیمه‌ییز او ملي صنعتکارانو چې کاري جوازونه لري، په دې پارک کې د پانګونې په پار غوښتن‌لیکونو سپارلي.

د یادولو وړ ده چې افغان ولسمشر پکتیا ته په خپل وروستي سفر کې ویلي و چې د پکتیا جلغوزي به په نړۍ کې مشهوروي او پکتیا به په‌دغه سیمه کې په صنعتي پارک بدلوي.

راپور: اصیل ځاځی-پکتیا

XS
SM
MD
LG