د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۲

د عامې روغتيا وزارت: په کورونو کې د معتادينو د درملنې پروګرام پراخوو


ارشیف
ارشیف

د عامې روغتيا وزارت د نشه يي موادو د غوښتنې کمولو رياست په کورونو کې د معتادينو د درملنې نوې طرحه چمتو کړې ده.

د دې ادارې مشر ډاکټر يما بدخش ازادۍ راډيو ته وويل، دوی غواړي چې په کورونو کې د معتادينو د درملنې اسانتياوي ډېرې کړي چې له دې لارې به ډېرو معتادينو ته د درملنې اسانتيا برابره شي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې درې نيم ميليونه خلک په مستقيم او غير مستقيم ډول نشې کوي، خو ځينې معتادين که څه هم څو ځله يې درملنه شوې، بيرته په نشو اخته شوي او اوس هم درملنې ته غاړه نه ږدي.

له همدې امله د عامې روغتيا وزارت د نشه يي موادو د غوښتنې کمولو رياست يوه طرحه چمتو کړې چې په کورونو کې د معتادينو درملنه وکړي. د دې طرحې له مخې به اوس پر روغتيايي مرکزونو سربېره په کورونو کې هم د معتادينو درملنه کېږي.

د عامې روغتيا وزارت د نشه يي موادو د غوښتنې کمولو رياست مشر ډاکټر يما بدخش په کورونو کې د معتادينو درملنه يو جدي او ضروري کار ګڼي او ايي چې، که په کورونو کې د معتادينو د درملنې امکانات ډېر شي، د ډېرو معتادينو درملنه به وشي.

هغه زیاتوي: " موږ پر دې طرحه کار کوو او ډېر ژر به يې پيل کړو، و به ګورو چې څومره خلک مراجعه کوي، په هر ولايت او سيمه کې چې د معتادينو د درملنې څومره مرکزونه لرو، د دې مرکزونو مراجعينو ته په پام سره خپل هدفونه ټاکو."

اوس مهال په افغانستان کې د معتادينو د درملنې (۱۰۳) روغتيايي مرکزونه فعاليت کوي، خو د عامې روغتيا وزارت د نشه يي موادو د غوښتنې کمولو رياست د معتادينو شمېر ته په کتو سره دا روغتيايي مرکزونه کافي نه بولي.

په ورته وخت کې ډاکټران په کور کې د معتادينو درملنه موثره او ګټوره لاره بولي.

ډاکټر بشير سروري وايي، که د معتادينو خپلوان په کور کې د معتادينو په درملنه کې له هغوی سره مرسته وکړي، دا درملنه به ښه نتيجه ولري.

هغه زیاته کړه: " په کور کې د معتادينو د درملنې ميتود چې په ډېرو هېوادونو کې تجربه شوی، ځينې برخې يې ښې او بريالۍ دي، مثلا پر دولت د بستري کېدو لګښت نه راځي او نتيجه يې هم ښه ده، يانې هغه روغتيايي اسانتياوي چې په يوه روغتون کې وي هغه اسانتياوي په کور کې ورته برابرېږي، د دې تر څنګ ځينې مسووليتونه د معتادينو کورنيو ورسپارل کېږي."

ډېری معتادين له دې امله له کوره لرې نشې کوي چې کورنۍ يې ملاتړ نه کوي او کرکه ځنې کوي. د دې تر څنګ د درملنې په پړاوونو کې هم له ګڼ شمېر ستونزو سره لاس او ګرېوان وي.

ډاکټران وايي که په کورونو کې د معتادينو لپاره د درملنې زمينه برابره شي، کورنۍ کولای شي چې د معتادينو د درملنې ډېره ښه څارنه وکړي.

---------------------

راپور: فريد حليمي

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:13 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG