ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د ښیښې (Methamphetamine) تولید او استعمال ډېر شوی دی.
د نشهيي موادو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو سازمان کلنی راپور چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې یې په روغتونونو، بندیخانو او د نړۍ په کچه د نیول شویو نشهيي موادو د راپورونو پر اساس چمتو کړی راغلي چې په افغانستان کې د ښیښې په نوم د کیمیاوي نشهيي موادو تولید او استعمال ورځ تر بلې ډېرېږي.
د ملګرو ملتونو موندنې ښيي چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په افغانستان کې د ښیښې د تولید له پیل څخه معلومېږي چې د هر کال په تېرېدو سرهیې تولید ډېر شوی او په دې هېواد کې ډېره تولید شوې ښيښه د بالکان له لارې اروپايي بازارونو ته قاچاق کېږي.
له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل، دې مرکز ته له لېږل شویو دوسیو څخه معلومېږي چې په تېرو شپږو کلونو کې په افغانستان کې د ښیښې قاچاق ډېر شوی دی.
ده وویل: "د روان ۱۳۹۹ کال له پیل څخه نیولې بیا د څلورمې میاشتې تر وروستیو پورې په مجموعي ډول له ۱۶ ولایتونو څخه عدلي او قضايي مرکز ته ۶۸ قضیې رسېدلي چې د ټولو نیول شويو نشهيي موادو څه د پاسه ۲۲۳ کیلو ګرامهیې ښیښه ده چې د تېرو کلونو په پرتلهیې اندازه ډېره شوې ده."
د ملګرو ملتونو څېړنې ښيي چې په ۲۰۱۴ کال کې په افغانستان کې ۹ کیلو ګرامه، په ۲۰۱۷ کال کې ۱۲۷ کیلو ګرامه او د ۲۰۱۹ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۶۵۷ کیلو ګرامه ښیښه نیول شوې ده.
د ملګرو ملتونو په راپور کې د نشهيي موادو د کنټرول د نړیوال بورډ له قوله راغلي چې افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو څخه د سیودوفدرین په نوم د کیمیاوي موادو قاچاقو د ښیښې تولید ته زمینه برابره کړې ده.
د عامې روغتیا وزارت د نشهيي موادو د غوښتنې کمولو ریاست مرستیال ډاکتر عبدالشکور حیدري وايي: "ښیښه درېیمه کټګورۍ نشهيي مواد دي چې په افغانستان کې ډېر کارېږي او قاچاق کوونکي یې د لا خپرېدلو هڅې کوي."
ده زیاته کړه: "د کیمیاوي نشهيي موادو کارول چې یو یې هم ښیښه دی، په افغانستان کې مخ پر ډېرېدو دی. دا مهال له تاریاکو او هیروئینو وروسته ښیښه درېیمه کټګورۍ نشهيي مواد دي چې کارول کېږي. د ډېروالي دلیلیې دا نهدی چې ګواکي نوي کسان ورباندې اخته کېږي، بلکې د نشهيي موادو د قاچاق کوونکو ستراتېژي دا ده چې د زړو نشهيي موادو پر ځای نوي نشهيي مواد رواج کړي، ترڅو معتادین ډېر خوند ځینې واخلي."
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په روغتونونو کې له بستري شویو معتادینو څخه ترلاسه شوې سروې ښيي چې دوی اوس د نباتي نشهيي موادو پر ځای کیمیاوي نشهيي مواد کاروي.
د کیمیاوي نشهيي موادو له ډلې څخه نشهيي ګولۍ دي چې له بهر څخه افغانستان ته قاچاق کېږي، خو د ښیښې په نوم نشهيي مواد بیا په افغانستان کې دننه توليدېږي.
د دغه راپورې د غږیزې بڼې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: