د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ وږی ۱۳۹۹ کابل ۱۲:۱۸

هانګ کانګ کې د یوې مشهورې ورځپاڼې مسئول نیول شوی


چارواکي ادعا کوي چې لای نن د اګست په لسمه له بهرنیو ځواکونو سره د همکارۍ په تور نیول شوی دی.

هانګ کانګ کې د یوې مشهورې ورځپاڼې مسئول جیمي لای دغه هېواد کې د ملي امنیت د نوي قانون له مخې ونیول شو.

چارواکي ادعا کوي چې لای نن د اګست په لسمه له بهرنیو ځواکونو سره د همکارۍ په تور نیول شوی دی.

هانګ کانګ کې د اپل مشهورې ورځپاڼې مسول جیمي لای د پولیسو له خوا نیول شوی دی.

د ۷۱ کلن لای نیول کېدل او د خپرونو پر دفتر یې د پولیسو چاپه تراوسه د ملي امنیت له هغه قانون نه تر ټولو لویه ګټه اخیستنه بلل کېږي چې د جون په ۳۰مه چین وضع کړ.

لویدیځو هېوادونو د چین له خوا د هانګ کانګ ملي امنیت ته د تګلارې جوړول غندلي دي.

لای د چین تر واک لاندې هانګ کانګ کې د ډیموکراسۍ یو وتلی فعال او د بیجینګ سر سخته منتقد بلل کېږي.

لای په داسې حال کې نیول کېږي چې بیجینګ په هانک کانګ ښار کې د خپلو ډیموکراسي پلوه مخالفانو پر ضد بندیزونه زیات کړي.

له دې سره د رسنیو او نورو هغو ازادیو د محدودولو اندېښنې زیاتې شوي چې چین یې د بریتانیا له دغې پخوانۍ مستعمرې سره ژمنه کړې وه.

هانګ کانګ پخوا د بریتانیا مستعمره وه چې په ۱۹۹۷ کال کې یې واک چین ته وسپارل شو.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه کې د اسیا د پروګرامونو همغږي کوونکي سټیفن بوټلر ویلي، د هانګ کانګ د ملي امنیت قانون به د ډیموکراسۍ پلوه نظریو د ځپلو په هدف وکارول شي او د رسنیو ازادۍ به محدوده کړي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه کې د اسیا د پروګرامونو همغږي کوونکي سټیفن بوټلر
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه کې د اسیا د پروګرامونو همغږي کوونکي سټیفن بوټلر

بوټلر ویلي، هر څومره ژر چې کېږي باید جیمي لای له کومې سزا پرته خوشې شي.

د ملي امنیت په نوي قانون کې ورانکارۍ، جدايي غوښتنې، ترهګرۍ او له بهرنیو ځواکونو سره اړیکې ته د لس کاله حبس سزا او په ځینو مواردو کې عمري قید ټاکل شوی.

دغه قانون چارواکو ته دا حق هم ورکړی چې مشکوک کسان وڅاري.

جیمي لای امریکا ته ډېر سفر کاوه، هلته یې د لوړپوړو چارواکو له هغې ډلې د بهرنیو چارو له وزیر مایک پامپیو سره لیده کاته کول.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه کې د اسیا د پروګرامونو همغږي کوونکي د جیمي لای د ژر خوشې کولو غوښتنه کړې.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه کې د اسیا د پروګرامونو همغږي کوونکي د جیمي لای د ژر خوشې کولو غوښتنه کړې.

ده غوښتل د هانک کانګ ډیموکراسۍ ته د امریکایي چارواکو ملاتړ جذب کړي، هغه کار چې چین ته ممکن خیانت ښکاره شي.

د هانګ کانګ پولیسو ویلي، د ملي امنیت د نوي قانون د سرغړونې په تور یې ۷ کسان نیولي چې له ۳۹ تر ۷۲ کلونو پورې عمرونه لري.

پولیسو د نیول شویو کسانو نومونه نه دي یاد کړي خو ویلي یې دي، ممکن نور کسان هم ونیول شي.

له دې مخکې ورځو کې هم د نوي قانون له مخې ۱۵ تنه نیول شوي چې تنکي ځوانان هم په کې شامل دي.

پرون د اګست په نهمه د بریتانیا، امریکا، کاناډا، استرالیا او نیوزلنډ د بهرنیو چارو وزیرانو پر هانګ کانګ غږ وکړ چې ژر تر ژره ټاکنې ترسره کړي او دغو هېوادونو د هانک کانګ چارواکو ته د ډیموکراتیکې پروسې د ځپلو په خاطر خبرداری ورکړ.

د بهرنیو چارو دغو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، د هانک کانګ حکومت د بې عدالتیو په اړه ډېر اندېښمن شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د چین قانون جوړونکو د هانګ کانګ د مقننه شورا ټاکنې چې د سېپټېمبر ۶ ته پلان شوي، د کرونا وبا له کبله یو کال ځنډولي دي.

امریکا د اګست په اوومه نېټه د هانګ کانګ پر مشر "کاري لم" او نورو چارواکو د سیاسي ازادیو د محدودولو په خاطر بندیزونه ولګول، هغه ګام چې چین یې غندنه کړې.

XS
SM
MD
LG