د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۴ لړم ۱۳۹۹ کابل ۰۳:۵۵

نړۍ

د چین پارلمان د هانګ کانګ لپاره د ملي امنیت قانون تصویب کړ

د چین پارلمان

د چینايي رسنیو د راپورونو له مخې د چین پارلمان د هانګ کانګ لپاره د ملي امنیت قانون نن د جون په ۳۰مه په یوه خوله تصویب کړ.

دا همغه قانون دی چې د چین د حکومت د منتقدینو په باور د هانګ کانګ په نیمه کورواکې سیمه کې بشري حقونو ته ګواښ کوي.

پېکېنګ د دې قانون طرح، د ډیموکراسۍ په پلوۍ له پروسږنو اعتراضونو وروسته جوړه کړه او ویې ویل چې له دې سره به په هانګ کانګ کې ثبات ټینګ شي.

لویدیځو هېوادونو پر دې قانون سخت انتقادونه وکړل.

په هانګ کانګ کې هم د دې قانون پرضد پراخ اعتراضونه وشول ځکه دا وېره شته چې د هغه تطبیق به د سیاسي مخالفینو ځپلو ته لاره پرانېزي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

قرغزستان کې تر وخت مخکې د ولسمشرۍ ټاکنې کېږي

ارشیف

د قرغزستان د ټاکنو مرکزي کمېسیون وايي ټاکل شوې د ولسمشرۍ تر وخت مخکې ټاکنې د راروانې جنورۍ میاشتې پر لسمه وشي.

دغه کمېسیون په یوه اعلامیه کې ویلي، دا پرېکړه په پلازمېنه بشکېک کې د دوی په یوه بېړنۍ غونډه کې شوې ده.

د ولسمشرۍ تر وخت مخکې د ټاکنو خبر په داسې حال کې خپرېږي، چې په قرغزستان کې د څو اوونیو د ناکراریو په نتیجه کې حکومت نسکور او ولسمشر سورونبای جینبیکوف استعفی ته اړ شو.

دا ناکرارۍ او مظاهرې وروسته له هغې پیل شوې، د اکتوبر د څلورمې په پارلماني ټاکنو کې د پراخو درغلیو او سرغړونو ادعا وشوه.

پاکستان کې پولیسو د یوې ممنوعه ډلې ۴ غړي وژلي

ارشیف

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې پولیس وايي، تېره شپه د پوځي عملیاتو په نتیجه کې د یوې ممنوعه ډلې ۴ غړي وژل شوي دي.

پولیسو وژل شوي کسان «تروریستان» بللي دي.

د بلوچستان د کورنیو چارو ایالتي وزیر میر ضیا لانګو وویل، په دغو عملیاتو کې چې پرون ناوخته شوي، د ټروریزم ضد ډیپارټمنټ دوه پولیس ټپیان شوي هم دي.

لانګو نن وویل، دا عملیات د بلوچستان ایالت د مستونګ په دشت سیمه کې وروسته له هغې وشول چې د مشکوکو کسانو په اړه استخباراتي اطلاعات ورورسېدل.

نن بارسلونا او ریال ماډریډ د فوټبال سیالي کوي

د بارسلونا لوبډلې یو لوبغاړی

ټاکل شوې چې نن ماښام د نړۍ دوې مخکښې فوټبال لوبډلې بارسلونا او ریال ماډریډ یو د بل په وړاندې ولوبېږي.

دواړو لوبډلو نننۍ لوبې ته وار له مخې د پوره چمتوالي خبر ورکړی.

دا لوبه نن ماښام د افغانستان په وخت ۶:۳۰ بجې د بارسلونا په کوربه توب نیو کمپ فوټبال لوبغالي کې پیلېږي.

د دې دوو لوبډلو ترمنځ لوبه د ایلکلاسیکو په نوم یادېږي، چې تر دې دمه ۲۷۷ ځلې یو د بل پر وړاندې په خپل تاریخ کې لوبېدلې.

په دې ۲۷۷ لوبو کې ۱۰۰ځلې ریال ماډرید او ۱۱۵ ځلې بیا بارسلونا بریا خپله کړې ده، خو ۶۲ ځلې بیا د دې دوو لوبډلو ترمنځ لوبه مساوي پای ته رسېدلې ده.

د پولنډ ولسمشر په کرونا ویروس اخته شو

د پولنډ ولسمشر اندري دودا

د پولنډ د ولسمشر د کرونا ویروس یا کوویډـ۱۹ ناروغۍ ټېسټ مثبت ختلی دی.

د اندري دودا ویاند بلازي سپيچالسکي نن په ټویټر کې لیکلي، چې د ولسمشر معاینه پرون مثبته وختله، چې اوس د بهترۍ احساس کوي او ځان یې له نورو منزوي کړی دی.

په پولنډ کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو پېښې زیاتې شوي او په نتیجه کې یې تر ۴۰۰۰ زیات کسان مړه شوي دي.

ټرمپ: سوډان او اسراییل د اړیکو پر عادي کولو موافقه وکړه

ولسمشر ټرمپ ویلي، درېیو نورو عرب هېوادونو هم له اسراییل سره د سولې موافقې ته لېوالتیا ښوولې ده. 

سوډان او اسراییل په خپلو کې د اړیکو عادي کولو موافقه وکړه.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، چې دا موافقه د واشنګټن په منځګړیتوب شوې ده.

ولسمشر ټرمپ ویلي، درېیو نورو عرب هېوادونو هم له اسراییل سره د سولې موافقې ته لېوالتیا ښوولې ده.

څو اوونۍ مخکې بحرین او متحده عرب اماراتو هم له اسراییل سره د اړیکو عادي کولو موافقه وکړه.

فلسطین د دې اقدام سخت مخالفت ښوولی دی.

روغتیا نړیوال سازمان په نړۍ کې د کویډ۱۹ له امله نوی خبرداری ورکړ

ارشیف

په اروپا او د امریکا په متحدو ایالتونو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې په زیاتېدو دي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټدروس اډهانوم ګیبریسوس وايي، د شمالي نیم کرې هېوادونه په خطرناکه مرحله کې دي.

ګیبریسوس پرون وویل، په راروانو میاشتو کې به وضعیت نور هم کړکېچن شي.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، په ټوله نړۍ په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر دوڅلوېښت میلیونو اوښتی دی.

په دې ویروس په نړۍ کې تر یو میلیونو او څوارلسو لکو زیات کسان مړه شوي، خو ګومان کېږي چې واقعي شمېر به خورا زیات وي.

د «اېس-۴۰۰» توغندیو سیستم له ازمویلو وروسته ترکیې ته د امریکا خبرداری

د امریکا او ترکیې بیرغونه

وروسته تر دې چې ترکي پوځیانو د روسیې ساخت «اېس-۴۰۰» توغندیو سیستم وازمویه، د امریکا متحده ایالاتو دغه هېواد ته خبرداری ورکړ چې دا به ناوړه پایلې ولري.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جانتن هافمن په یوه بیان کې د جمعې په ورځ وویل، د امریکا دفاع وزارت د ترکیې له لوري د اکټوبر په ۱۶مه د «اېس-۴۰۰» دفاعي سیستم د توغندي ازموینه په کلکو ټکو غندي او دا د امریکا د یوه متحد او د ناټو د غړي له ژمنو سره سر نه‌خوري.

په استانبول کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې موږ له امریکا د اجازې غوښتنه نه‌کوو او دې ازموینو ته ادامه ورکوو.

ټرمپ: سوډان او اسرائیل د اړیکو عادي کولو موافقه وکړه

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سوډان او امریکا د اړیکو د عادي کولو د اعلان پر مهال

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل، سوډان او اسرائیل د واشنګټن په منځګړیتوب موافقه وکړه چې اړیکې په خپلو کې عادي کړي.

ټرمپ په ټویټر کې لیکلي دي، نن په نړۍ کې د سولې لپاره لویه بریا ده.

د جمهوري غوښتونکي ولسمشر ډونالد ټرمپ لپاره په بهرنۍ تګلاره کې د نومبر د درېیمې نېټې د ولسمشرۍ تر ټاکنو مخکې دا یوه لاسته راوړنه ګڼل کېږي.

ټرمپ چې د نظرپوښتنو له مخې تر خپل ډیموکرات سیال جوبایډن وروسته دی زیاتوي، لږ تر لږه پنځه نور عرب هېوادونه غواړي چې له اسرائیل سره د سولې تړون وکړي.

ولسمشر ټرمپ پرون له سپینې ماڼۍ په ټیلیفون د اسرائیل او سوډان له صدراعظمانو سره خبرې وکړې.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو وویل، دا په سیمه کې د یوه نوي دور پیلامه ده.

د سوډان صدراعظم عبدالله حمدوک وویل، حکومت‌یې له نړیوالو سره د داسې اړیکو په هڅه کې دی چې د سوډان د خلکو په ګټه وي.

تر دې موافقې څو اوونۍ مخکې متحده عربي اماراتو او بحرین له اسرائیل سره روابط عادي کړي وو.

د لیبیا د جګړې ښکېلو خواوو پر دایمي اوربند هوکړه وکړه

د ملګرو ملتونو له ملاتړ برخه‌من د لیبیا صدراعظم فایض السراج او خلیفه حفتر

د لیبیا د جګړې ښکېلو خواوو سمدستي د یوه دایمي اوربند د ټينګښت په سر تړون لاسلیک کړ.

د ملګرو ملتونو له‌خوا په رسمیت پېژندل شوي حکومت او د خلیفه حفتر ډله د سویس په جنوا کې تر پنځو ورځو خبرو وروسته د جمعې په ورځ موافقې ته ورسېدل.

په دې تړون سره هیلې ژوندۍ شوي چې د لیبیا د یوې لسیزې جګړې او وینې تویېدو ته د پای ټکی کېښودل شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش دغه تړون ته رسېدل ستایلي.

اخوا د ناټو سرمنشي هم د دغه تړون هرکلی، خو په تطبیق‌یې ټینګار کړی.

ینس سټولټنبرګ وايي: "موږ د دغه اوربند له اعلانه هرکلی کوو او د ملګرو ملتونو د هغو ټولو هڅو ملاتړ کوو چې د لیبیا د شخړې د سوله‌ییز حل لپاره‌یې کړي. دایمي سوله‌ییز حل‌لارې ته اوربند مهمه دی، خو باید ټولې خواوې د اوربند درناوی وکړي او تطبیق‌یې کړي."

د لیبیا د جګړې خواوې به په تونس کې سیاسي خبرې پیلوي څو په راتلونکي حکومت او د انتخاباتو په ترسراوي سره جوړ شي.

د خلیفه حفتر وسله‌واله ډله د لیبیا د ختیځ پراخې سیمې او د ملګرو ملتونو له‌خوا په رسمیت پېژندل شوی حکومت طرابلس او شاوخوا سیمې په لاس کې لري.

پاکستان د نړیوالې ترهګرۍ د تمویل خړ لېست کې پاتې شو

د پاکستان صدارت ماڼۍ

پاکستان بیا هم د نړیوالې ترهګرۍ د تمویل په خړ لېست کې پاتې شو.

د تورو پیسو د مينځنې او د ترهګرو د مالي سرچينو د وچولو پر چارو د څار ادارې (اېف ای ټي اېف) پرون په یوه اعلامیه کې دا خبر ورکړ.

(اېف ای ټي اېف) له ۳۵ غړو هېوادونو او دوو سیمه‌ییزو سازمانونو جوړه اداره ده چې د نړیوالې ترهګرۍ د تمویل د سرچینو د وچولو او د تورو پیسو له مینځلو سره د مبارزې په هدف کار کوي.

د دې ادارې د اعلامیې له مخې د پاکستان نوم یو ځل بیا په خړ لېست کې وساتل شو او پاکستان چې د دوی د ۲۷ شرطونو له ډلې په ۲۱ عمل کړی په کار ده چې پاتې نور هم د ۲۰۲۱ کال تر فبرورۍ عملي کړي.

پاکستان د ترهګرو ډلو په تمویل تورن دی هغه تور چې پاکستاني چارواکو هېڅکله نه‌دی منلی، بلکې ټینګار یې دی چې دوی تر ټولو زیات د ترهګریزو بریدونو له امله زیانمن شوي.

پاکستان د ۲۰۱۸ کال له جون راهیسې د (ایف ای ټي اېف) په خړ لېست کې دی او هڅو یې تر اوسه کار نه‌دی ورکړی چې ځان له دې لېست وباسي.

دغه لېست ته هغه هېوادونه وراچول کېږي چې د ناقانونه پیسو د انتقال او د ترهګرو د تمویل د سرچینو په وچولو کې کمزوري بلل کېږي.

حبیب نورمحمدوف او جستین ګیجي نن شپه یو بل سره مخامخ کېږي

حبیب نورمحمدوف

د رزمي لوبو دوه پېژندل شوي لوبغاړي حبیب نورمحمدوف او جستین ګیجي نن شپه له یو بل سره مخامخ کېږي.

دوی د رزمي لوبو د معتبره سازمان (یو اېف سي) په ۲۵۴ دور سیالیو کې لوبیږي چې دا وار یې کوربه د متحده عربي اماراتو پلازمېنه ابوظبي ده.

حبیب نورمحمدوف وايي له خپلې اتلولۍ به دفاع وکړي، خو شرایط تر پخوا لږ څه متفاوته دي.

ښاغلی نورمحمدوف زیاتوي: "د ما لپاره دا یو خاص وخت دی چې دلته په ابوظبي کې لوبه کوم. د کرونا وبا له شرایطو سره او دا چې ننداره‌چیان به نه‌وي، مینه‌وال به نه‌وي. لږ څه ستونزمنه ده."

روسی لوبغاړی حبیب نورمحمدوف چې د افغانستان په شمول په ټوله نړۍ کې مینه‌وال لري د (یو اېف سي) د سپک وزن اتل دی او تر اوسه‌یې له ۲۸ لوبو هېڅ یوه نه‌ده بایللې.

امریکایی فایټر جستین ګیجي ۲۲ لوبې ګټلي او دوه‌یې بایللي، خو دی هم تر حبیب کم نه‌ګڼل کېږي او د دوی د اوسنۍ لوبې وړاندوینې هم تقریباً مساوي دي.

سادیر ژاپاروف د قرغزستان اساسي قانون د بدلون لایحه توشېح کړه

د قرغزستان موقت صدراعظم او د حکومت د لومړی درجه چارواکی سادیر ژاپاروف

د قرغزستان حکومت د دغه هېواد په اساسي قانون کې د بدلون هغه لایحه نن توشېح کړه چې له مخې یې ولسمشریزې او پارلماني ټاکنې ځنډېږي.

د قرغزستان پارلمان پرون دغه لایحه تصویب کړه، اساسي قانون کې له دې بدلون سره سادیر ژاپاروف اجازه لري چې ولسمشریزو ټاکنو ته ځان نوماند کړي.

ژاپاروف د خپل یوه سیال د تښتونې په جرم په یوولس نیم کاله بند محکوم و.

نوموړی د اکټوبر د څلورمې ټاکنو وروسته د راولاړو شویو اعتراضونو پایله کې خوشې شو.

نوموړی وروسته د موقت صدراعظم او د حکومت د لومړي درجه چارواکي په توګه وټاکل شو.

قطر کې له څو میاشتني ځنډ وروسته د اوښ ځغلولو سیالۍ پیل شوې

ارشیف، متحده عربي اماراتو کې د اوښ ځغلولو سیالۍ

په قطر کې د اوښ ځغلولو سیالۍ له څو میاشتني ځنډ وروسته بېرته پيل شوې.

دغه سیالۍ تېره فبروري میاشت کې د کرونا وبا د خپرېدو له کبله درول شوې وې.

د منډې دغې سیالۍ کې تر اپرېل میاشتې پورې زرګونه اوښان ځغلول کېږي او وړونکو کسانو ته په بېلابېلو کټه ګوریو کې له ۲،۱۰۰ تر دوه لکه او ۵۰ زرو ډالرو جایزه ورکول کېږي.

لوبه داسې ده چې اوښان په یوه ټاکل شوي واټن کې یوازې ځغلي او تر ټولو ګړندی هغه‌یې جایزه ګټي.

د اوښ ځغلولو سیالۍ چې د عربو یوه پخوانۍ لوبه ده، له ۱۹۷۰ کال راهیسې په رسمي ډول په قطر کې ترسره کېږي.

سږنیو سیالیو کې له دوو زرو تر ۱۳ زرو پورې اوښان برخه اخلي.

امریکا: د روسیې له ملاتړه برخه‌منو هکرانو پر ګڼو ادارو سایبري حملې کړي

ارشیف

د امریکا متحده ایالات وایي، وروستیو څو اوونیو کې د روسیې د دولت له ملاتړه برخه‌منو هکرانو پر لسګونه ایالتي او محلي ادارو باندې سایبري بریدونه کړي دي.

هکرانو له لږ تر لږه دوو سرورونو څخه اطلاعات غلا کړي دي.

د امریکا د فدرالي څېړنو ادارې (اېف.بي.ای) پرون وویل، تر اوسه هېڅ داسې نښې نښانې نه‌شته چې دغو هکرانو دې د الوتکو د الوتنې، ښوونې او روزنې، ټاکنو او یا حکومتي عملیاتو سیستم ګډوډ کړی وي.

د هکرانو د بریدونو خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې امریکا کې ولسمشریزو ټاکنو ته له دوه اوونیو کمه موده پاتې ده.

امریکایي چارواکو د اکټوبر په ۲۱مه ادعا وکړه چې ایران او روسیې د امریکا د رأی ورکوونکو اطلاعات ترلاسه کړي او هڅه کوي چې له انتخاباتو مخکې پر عامه فکرونو اغېز وکړي.

روسیې او ایران دغه ادعاوې رد کړې دي.

اروپا کې د کرونا دوهمه څپه؛ د تېرو ۱۰ ورځو نوې پېښې دوه برابره شوي

چک کې روغتیايي کارکوونکي په کرونا ویروس د اخته ناروغ د درملنې پر مهال

په اروپا کې د کرونا ویروس دوهمه څپه ګړندۍ روانه ده او تېرو ۱۰ ورځو کې نوې پېښې څه باندې دوه برابره شوې دي.

روېټرز ویلي، پرون په ټوله اروپا کې د لومړي ځل لپاره په ورځنۍ کچه د کرونا څه باندې دوه لکه پېښې ثبت شوي چې دې سره په ټوله اروپا کې روغتونونه هم تر فشار لاندې راغلي دي.

په دغې لویه وچه کې تر ټولو زیاتې پېښې چک جمهوریت کې رامنځته کېږي او حکومت‌یې هغه پلان تأیید کړی چې له ناټو او اروپایي ټولنې دې ۳۰۰ پوځي روغتیایي کارکوونکي د ناروغانو درملنه کې مرسته وکړي.

بلجیم او یو شمېر نورو هېوادونو کې روغتونونه هغه ناروغان نه‌مني چې بېړنی روغتیایي وضعیت ونه‌لري.

د پولنډ په وارسا ښار کې حکومت ملي ستډیوم په ګرځنده روغتون اړوي چې د ۵۰۰ ناروغانو درملنه به په‌کې کېږي.

په فرانسه کې د روغتونونو ۴۴ په سلو کې بسترونه د 'کووېډ-۱۹' په ناروغانو ډک شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG