د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۶

هانګ کانګ د لاریون کوونکو د تیتولو په هدف اوښکی بهونکی ګاز استعمال کړ


په هانګ کانګ کې، چې لاریونونه رسمي اجازه نه لري، دا اعتراض د دغه ښار له پولیسو سره د مخامختیا لار پرانېزي.
په هانګ کانګ کې، چې لاریونونه رسمي اجازه نه لري، دا اعتراض د دغه ښار له پولیسو سره د مخامختیا لار پرانېزي.

په هانګ کانګ کې زرګونه تنه د پیکینګ له لوري پر دغه ښار د نویو قوانینو د تحمیلېدو پر ضد د اعتراض لپاره واټونو ته راووتل.

د هانګ کانګ پولیسو نن (یکشنبه) د هغو زرګونو دیموکراسي پلوو لاریون کوونکو د تیت پرک کولو لپاره له اوښکي بهوونکي ګازه کار واخیست چې پر دغه ښار د چین له لوري په مستقیم ډول د ملي امنیتي قوانینو د نافذولو د پلان پر ضد د اعتراض لپاره واټونو ته راوتلي وو.

پیکینګ د تېرې پنجشنبې په ورځ (مې ۲۱) د ملي امنیتي قوانینو د نافذېدو وړاندیز وکړ چې پر اساس یې په هانګ کانګ کې د چین استخباراتي ادارو ته اجازه ورکول کېږي.

دا اقدام د هانګ کانګ ځانګړی مقام ګواښي او د چین او امریکا ترمنځ اختلافات لا زیاتوي.

د لاریون انځور
د لاریون انځور

د هانګ کانګ ښار حکومت هڅه کړې ده چې خلکو ته او دغه راز بهرنیو پانګوونکو ته د چین د پلان په اړه ډاډ ورکړي.

دې پلان د مالي بازارونو په اړه اندېښنه پیدا کړې او د نورو هېوادونو د حکومتونو، د بشري حقونو د نړیوالو ډلو او ځینو پانګوالو له سخت انتقاد سره مخامخ شوی دی.

دا پلان به بې له دې چې د هانګ کانګ خپلې ځايي ملي جرګې یا مقننه شورا ته وړاندې شي، د جون په څلورمه د چین د پارلمان غړي په خپله فرمایشي غونډه کې تصویب کړي.

په هانګ کانګ کې، چې لاریونونه رسمي اجازه نه لري، دا اعتراض د دغه ښار له پولیسو سره د مخامختیا لار پرانېزي.

پولیسو هم د دې لپاره چې د کرونا ویروس خپاره نه شي، پر غونډو بندیز لګولی دی.

په هانګ کانګ کې د چین د مرکزي حکومت د رول لا پیاوړتیا دا اندېښنه رامنځته کړې چې پیکینګ په یوه هیواد کې دوه سیستمونه پای ته رسوي.

هانګ کانګ له ۱۹۹۷ څخه، چې بریتانیا چین ته بېرته وسپاره، په همدې ډول اداره کېږي.

په یوه هېواد کې د دوو سیستمونو له کبله د هانګ کانګ ښار ډېرې ازادۍ لري.

XS
SM
MD
LG