د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

کابل ښاريان: د معتادينو له لاسه جرمونه ډېر شوي


ارشیف
ارشیف

په کابل ښار کې د معتادينو له لاسه جرمونه ډېر شوي دي.

کابل ښاريان وايي چې، معتادين چړې په لاس د دوی د کورونو او دوکانونو لوټولو تر څنګ لارې هم نيسي.

په دې ورځو کې د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې جنايي پېښې ډېرې شوي چې په ځينو جنايي پېښو کې د معتادينو د لاس درلودلو ادعاوي هم شوي دي.

کابل ښاريان وايي چې اکثره غله معتادين دي او وسلې هم ورسره دي، آن دا چې په سپينه ورځ يې لارې او کوڅې نيولي وي او له خلکو څخه نغدي پيسې، موبايلونه او نور ارزښتناک شيان غلا کوي.

نجيب الله چې د کابل ښار په پل سوخته سيمه کې دوکان لري وايي چې دا غلاوي اکثره معتادين کوي.

هغه زیاته کړه: " نشه يې کړې وي له ځانه ناخبره او بې پروا وي، وسلې ورسره وي او لارې نيسي. کله چې يو څوک ودروي هر څه دي ځنې اخلي، خو ضرور نه ده چې ويې وژني. که چېرې دوی انسانان وای، وجدان يې درلودای او په سد کي وای، نو دا کار به يې نه کولای، خو دوی نشه دي، په سد کې نه دي، نه يوازې دا چې د يو چا څخه هر څه غلا کوي، هغه ټپي کوي هم."

ځينې کابل ښاريان بيا وايي اکثره معتادين د دې لپاره غلاوي کوي چې ځانو ته نشه يي مواد رانيسي.

د کابل ښار يو اوسېدونکی ګل محمد وايي چې، معتادين د هيرويينو، تارياکو او چرسو تر څنګ نشه يي ګولۍ هم خوري چې د دې نشو له امله په ډول ډول جرمونو لاس پورې کوي.

هغه زیاتوي: " په عام ډول ويلای شم چې په کابل کې معتادين ډېر شوي دي، په دوی کې داسې خلک هم شته چې عادي ښکاري، د دوی پېژندل ګران کار دی، ځکه چې دوی نشه يي ګولۍ او شراب خوري".

خو هغه معتادين چې غلاوي کوي پر نورو معتادينو هم زړه نه سوځوي.

د نجيب الله په نوم يو معتاد چې شپه او ورځ د وسپنو، پلاسټيکونو او نورو شيانو راټولولو لپاره پر ډېرانونو باندې ګرځي وايي، څو ځله وسله والو معتادينو هغه پيسې په زور ځنې اخيستي چې ده د وسپنو او پلاسټيکونو د خرڅولو له لارې په ډېر زحمت پيدا کړي وې.

نوموړي زیاتوي: " نور خلک موږ نه ځوروي، يوازي غله پيسې او نور شيان راڅخه غلا کوي، موږ په ډېر زحمت پيسې ګټو، خو دوی يې راڅخه غلا کوي، آن دا چې يوه افغانۍ هم نه راپرېږدي، داسې معتادین هم شته چې زموږ څخه په زور پيسې اخلي."

د کابل د امنيه قومانداني هم دا مني چې معتادين په جرمونو کې لاس لري.

د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز ازادۍ راډيو ته وويل، دوی هڅه کوي چې معتادين له کابل ښار څخه راټول او د هغوی د جرمونو مخه ونيسي.

فرامرز زیاته کړه: " په کابل ښار کې رښتيا هم چې معتادين په وړو او لويو جرمونو کې لاس لري، موږ تل هڅه کړې داسې لارې چارې ولټوو چې د دې ستونزو مخه ونيسو. د دې لپاره چې دا ستونزه حل شي د کابل پولیس او عامې روغتيا وزارت پر يوه منظم پلان کار کوي، د دې پلان له مخکې به معتادين د کابل ښار له بېلابېلو سيمو څخه راټول او د درملنې مرکزونو ته معرفي کړل شي، دا پلان زموږ له مهمو کارونو څخه دی."

د معتادينو د جرمونو په اړه اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږي چې د کابل ښار په بېلابېلو واټونو، بازارونو، پارکونو او نورو عامه ځايونو کې ډله ډله معتادين ليدل کېږي چې په سپينه ورځ ازادانه نشې کوي، خو څوک څه نه ورته وايي.

---------------------

راپور: فرید حلیمي

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:44 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG