د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۲

اشرف غني: د سولې له هوکړې وروسته شااوخوا ۱۰ زره افغان خواکونو ته مرک‌ژوبله اوښتې


افغان ولسمشر محمد اشرف غني، لومړی مرستیال امرالله صالح او دوهم مرستیال سرور دانش
افغان ولسمشر محمد اشرف غني، لومړی مرستیال امرالله صالح او دوهم مرستیال سرور دانش

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د طالبانو او امریکا د سولې هوکړې له لاسلیک کېدو وروسته شااوخوا ۱۰ زره افغان امنیتي خواکونو ته مرک‌ژوبله اوښتې چې دا خپله د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زیاته کچه ښیي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، افغان دولت به ډېر ژر د طالبانو د ۵،۰۰۰ بندیانو د خوشې کېدو بهیر بشپړ کړي.

ولسمشر غني چې نن سې شنبه «۱۳۹۹ کال د زمري ۰۷» په کابل کې د لوړپوړ چارواکو (سام) ناسته کې خبرې کولې وویل، طالبان له دې کار سره د یوې اوونۍ په اوږدو کې بین الافغاني خبرو ته ځان چمتو کړي.

ولسمشر غني وویل: "د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ له ۲۹مې چې دوی (طالبانو) له امریکا متحده ایالاتو سره خپل تړون لاسلیک کړ، د ۲۰۲۰ کال د جولای پورې زموږ د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو مرګ‌ژوبله ۱۰ زره او ۷۰۸ تنه ده. په دې کې ۳،۵۶۰ تنه شهیدان لرو او ۶،۷۸۱ کسان ټپيان شوي دي."

ولسمشر غني په سام غونډه کې د ګډون پر مهال
ولسمشر غني په سام غونډه کې د ګډون پر مهال

ولسمشر غني وویل، د جګړې دغه ډ‌ول دوام نور د منلو وړ نه‌دی او له طالبانو یې د اوربند غوښتنه وکړه.

افغان ولسمشر همداراز وویل، د بین‌الافغاني خبرو د ژر پیل لپاره به ډېر ژر د ۵،۰۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو لړۍ بشپړه کړي.

ښاغلي غني وویل: "د افغانستان اسلامي جمهوریت به په نږدې وخت کې د پنځه زره طالب بندیانو د خوشې کولو پروسه بشپړه کړي چې دا د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ازادۍ د تبادلې په چوکاټ کې ده. په دې کار سره موږ له طالبانو سره په یوه اوونۍ کې د مستقیمو خبرو په هیله یو. موږ په طالبانو غږ کوو چې د خبرو مېز ته راسره کېني او هلته هر څومره ژر چې کېږي په یوه دایمي او جامع اوربند سلا شي."

ولسمشر په طالبانو غږ وکړ چې د بندیانو د خوشې کېدو سره دې ځان بین‌الافغاني خبرو ته چمتو کړي.

ولسمشر غني د خپلو خبرو پر مهال وویل ۲۰۲۰ کال د سولې په نیت پیل شو، خو طالبانو خپل بریدونه لاپسې ګړندي کړل.

ولسمشر همدا شان وویل داسې هېڅ شواهد نه‌شته چې وښيي طالبانو له القاعده ډلې او نورو ترهګریزو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړې دي.

د سام د دوهمې ورځې غونډه
د سام د دوهمې ورځې غونډه

له دې سره هم‌مهاله طالبانو د خپل مشر ملا هبت‌الله له قوله په یوې اعلامیه کې ویلي چې له امریکایانو سره په دوحه کې د تړون لاسلیک، بیا وروسته د بین‌الافغاني مذاکراتو لپاره کوښښونه هغه څه دي چې اسلامي امارت‌يې په اړه خپل مسؤلیت ادا کړی دی.

د ملا هبت‌الله له قوله په اعلامیه کې همداراز ویل شوي د بندیانو تبادله چې د زرګونه هېوادوالو او غمځپلو کورنیو د خوشحالۍ او ډاډ سبب شوه، یو مهم پرمختګ و چې باید مقابل لوري ځنډ نه‌وی په‌کې راوستی، دا چې موږ د سولې په لور قدمونه اخلو د بندیانو خلاصون‌یې یوه لویه برخه ده چې هم اعتماد رامنځته کوي او هم د سولې لار لنډوي.

افغان ولسمشر په داسې حال کې د ۵،۰۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو خبره کوي چې افغان حکومت له دې مخکې د طالبانو د شاوخوا ۶۰۰ بندیانو خوشې کېدو سره مخالفت کړی و او هغه‌یې ځان لپاره سره کرښه بللې وه.

د افغان حکومت له لوري یو شمېر ازاد شوي طالب بندیان
د افغان حکومت له لوري یو شمېر ازاد شوي طالب بندیان

په کابل کې د سام ناستې په څنډه کې یوناما او یو شمېر نورو نړیوالو سازمانو په افغانستان کې د بین‌الافغاني خبرو د ژر پیل غوښتنه وکړه.

د سام لومړۍ غونډه چې تېره ورځ دوشنبه د څه باندې ۴۰ هېوادونو او نړیوالو ادارو د استازو په ګډون په کابل کې جوړه شوې وه، هم دوه برخې درلودې چې په یوې کې د کرونا ویروس له کبله د اقتصادي اغېزو او د دې ستونزې د هواري پر لارو چارو خبرې وشوې او په دوهمه برخه کې یې د افغانستان پر پراختیا او سولې بحث وشو.

XS
SM
MD
LG