د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۹

د یوناما وروستي راپور د بشر حقونو کمېسیون او غوڅ ملاتړ مأموریت اندېښنې راپارولي


ارشیف
ارشیف

په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې په اړه د یوناما وروستي راپور د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون او د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت اندېښنې راپارولې دي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون او د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت په دې هېواد کې د بېړني اوربند او د سولې خبرو د پیلېدو غوښتنه وکړه.

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې په اړه د یوناما نوي راپور ته په اشارې، ازادي راډیو ته وویل چې دا ډول قربانۍ د منلو وړ نه‌دي.

په دې راپور کې افغانستان د نړۍ په سطح د ملکي وګړو لپاره تر ټولو ناامن هېواد بلل شوی دی.

اغلې اکبر د دوشنبې په ماښام «۱۳۹۹ کال د زمري ۰۶» ازادي راډیو ته وویل چې دوی د جګړې له ټولو اړخونو څخه د سمدستي اوربند او د سولې خبرو د پیل غوښتنه لري.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مشره شهرزاد اکبر
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مشره شهرزاد اکبر

دا زیاتوي: "په تېرو شپږو میاشتو کې د ملکي تلفاتو لوړه شمېره، په هېڅ صورت د منلو نه‌ده. د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په وار وار د تاوتریخوالي د کمېدو، د اوربند او د سولې خبرو د پیل غوښتنه کړې ده. د دې لپاره چې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې مخه ونیول شي او په مجموع کې بشري حقونو ته د خلکو د لاسرسي امکان برابر شي."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) د دوشنبې په ورځ په یوه نوي راپور کې ویلي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱،۲۸۲ ملکي وګړي په افغانستان کې وژل شوي دي.

دغه شمېرې د تېر میلادي کال په ورته موده کې په ملکي مرګ‌ژوبله کې ۱۳ سلنه کموالی ښیي، خو د یوناما په راپور کې راغلي چې د دغه کموالي اصلي علت د نړیوالو ځواکونو د عملیاتو کموالی دی، نه د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړو کموالی.

په دغه راپور کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي دیبرا لاینز له طالبانو او حکومت څخه غوښتي چې جګړه ودروي او د خبرو مېز ته حاضر شي.

دا غوښتنه په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر هم د دوشنبې په ورځ په یوه ټویټري پیغام کې کړې ده. نوموړي ویلي چې تاوتریخوالی باید په افغانستان کې راکم شي.

ښاغلي مېلر ویلي: "تاوتریخوالی ډېر لوړ دی. د یوناما راپور د ملکي تلفاتو په اړه جزئیات ورکړي دي. موږ ټول پوهېږو چې د تاوتریخوالي له ډېرېدو سره، ملکي وګړي ډېره بیه پرې کوي. بناً تاوتریخوالی باید کم شي څو فرصت ولرو د سولې پر لور حرکت وکړو."

په عین وخت کې ناټو هم دا ویلي چې د طالبانو له‌خوا د نه‌منلو وړ تاوتریخوالي، په افغانستان کې ډېره ملکي مرګ‌ژوبله اړولې ده.

دغه سازمان پر ټویټر لیکلي چې د تاوتریخوالي پر دوام د طالبانو ټینګار، د سولې فرصت ته زیان رسوي، نو له طالبانو غواړي چې د تاوتریخوالي په کمولو سره پر خپلو ژمنو ودرېږي او بین‌الافغاني خبرې پیل کړي.

د یوناما په نوي راپور کې طالبان د یادې ملکي مرګ‌ژوبلې د ۴۳ سلنې مسؤل بلل شوي دي.

خو دغې ډلې بیا د یوناما راپور رد کړی او بې‌اساسه یې بللی دی.

د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دوشنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې وویل چې یوناما خپل وروستی راپور د هغو شمېرو پر اساس چمتو کړی چې د افغانستان د حکومت له‌خوا یې ترلاسه کړي دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشره شهرزاد اکبر وایي د ملکیانو د تلفاتو ډېروالی خلک د سولې پر بهیر بې‌باوره کوي.

په قطر کې د طالبان سره د هوکړې لاسلیک
په قطر کې د طالبان سره د هوکړې لاسلیک

د امریکا او طالبانو ترمنځ د هغه توافق له مخې چې د فبرورۍ پر ۲۹مه په قطر کې وشو، طالبانو خپلو جنګیالیو ته سپارښتنه وکړه چې د امریکایي ځواکونو پر وړاندې خپل بریدونه ودروي، خو د افغان ځواکونو پر وړاندې یې جګړې دوام لري.

د سولې خبرو د پیل لپاره د ټولو هڅو سره سره لا هم په افغانستان کې د جګړو شدت کم شوی نه‌دی.

XS
SM
MD
LG