د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۴

یوناما: افغانستان د ملکیانو لپاره د نړۍ ناامنه او خونړی هېواد دی


غزني کې په یوه راکټي برید کې وژل شوي ملکیان
غزني کې په یوه راکټي برید کې وژل شوي ملکیان

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) یو ځل بیا دغه هېواد په نړۍ کې د ملکیانو لپاره تر ټولو نا امنه وباله.

یوناما د ملکي مرګ‌ژوبلې په اړه د ۲۰۲۰ کال د لومړیو شپږو میاشتو راپور په خپرولو سره ویلي چې افغانستان لا هم په نړۍ کې د ملکیانو لپاره تر ټولو خونړی هېواد دی.

د دغه راپور له مخې د ۲۰۲۰ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ۱،۲۸۰ زیات ملکي وګړي وژل شوي او ۲،۱۷۶ نور ټپیان شوي دي.

دغه شمېرې د تېر ۲۰۱۹ کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله ۱۳ سلنه کموالی ښيي.

په یوناما دفتر کې د ملکیانو او ماشومانو د ساتنې مسؤلې سټیفني کېز د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د زمري ۰۶» په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "ملکي مرګ‌ژوبله د افغان حکومت او طالبانو له لوري کمه شوې نه‌ده، هغه خواوو چې ترې هیلې کېدې چې د سولې د مذاکراتو مېز ته ناستې وی، جګړه پر ملکیانو اوږدمهالی اغېز لري، زموږ راپور ښيي چې جګړې تر ډېره پورې بشري حقونو په ګډون اقتصادي، ټولنیز او فرهنګي حقونه هم تر اغېز لاندې راوستي دي."

اغلې کېز دا هم وویل چې دوی د جګړې له دواړو اړخونو غواړي چې جګړه د حل‌لاره نه‌ده او باید په خبره‌یې د ملکیانو قربانۍ او تلفات په پام کې وساتي او مخنیوي ته‌یې لومړیتوب ورکړي.

په دغه راپور کې د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې اصلي عاملین د دولت ضد وسله‌وال او امنیتي ځواکونه بلل شوي او د دغه راپور له مخې نړیوال ځواکونه د ۲۰۲۰ کال لومړیو درېیو میاشتو کې د ۳ سلنه ملکي مرګ‌ژوبلې عاملین دي، خو په وروستیو درې میاشتو کې يې ملکیانو ته هېڅ مرګ‌ژوبله نه‌ده اړولې.

په دې ترڅ کې د افغانستان دولت ته وفاداره ځواکونه هم د ۳ سلنې ملکي مرګ‌ژوبلې او د ۱۴ سلنې ملکي مرګ‌ژوبلې بیا هغه نښتې بلل شوي چې بریدګر یې مشخص شوي نه‌دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي ځانګړې استازې دېبرا لاینز له حکومت او طالبانو غوښتنه کړې چې جګړه ودروي او د سولې د مذاکراتو مېز ته کېني.

دیبرا لاینز
دیبرا لاینز

د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې اصلي لاملونه ځمکنۍ نښتې، بیا انتحاري حملې او چاودنې او د سړک غاړې ماینونه او درېیم هم هدفي وژنې بلل شوې دي.

د دغه دفتر د راپور له مخې، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د حملو او عملیاتو په پایله کې د ملکیانو مرګ‌ژوبله د تېر ۲۰۱۹ کال په پرتله ۹ سلنه لوړوالی ښيي.

په دغه راپور کې دا هم راغلي چې د ۲۰۲۰ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د تېر ۲۰۱۹ کال د همدې مودې په پرتله د هوایي حملو او عملیاتو په پایله کې بیا ملکي مرګ‌ژوبله ۳ سلنه زیاته شوې.

په راپور کې ویل شوي چې د اوښتې ملکي مرګ ژوبلې ۴۰ سلنه ښځې او ماشومان دي چې د روان میلادي کال په ۶ میاشتو کې ۱۳۸ ښځې وژل شوي، ۲۵۹ ټپیانې شوي او همدارنګه ۳۴۰ ماشومان وژل شوي او ۷۲۷یې ټپیان شوي دي.

بل‌خوا د افغانستان د ملي امنیت شورا د یوناما د دغه راپور په اړه رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، دولت ژمن دی چې له یوناما سره په ګډه کار وکړي چې د جګړې د سیمو واقعیتونه منعکس شي.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې دولت په میاشتو میاشتو په دفاعي حالت کې پاتې شو، خو په خبره‌یې طالبانو د ملګي وګړو او عامه تأسیساتو پر وړاندې تاوتریخوالی جاري وساته.

خو طالبان بیا د یوناما دغه راپور ردوي.

د دغې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته په یو پیغام کې ویلي چې دغه ډول راپورونه د یو اړخیزه معلوماتو پر بنسټ جوړېږي.

د ښاغلي مجاهد په خبره، د یوناما راپورونه د افغانستان دولت د معلوماتو له مخې برابرېږي.

بل‌خوا غوڅ ملاتړ مأموریت ویلي چې د ملکیانو د رنځ د پای ته رسولو لپاره تر ټولو ښه لاره د افغانستان د جګړو حل او فصل له سیاسي لارې دی، ټول اړخونه موافق دي چې هېڅ نظامي حل لاره نه‌شته.

د غوڅ ملاتړ مأموریت، ناټو او افغانستان بیرغونه
د غوڅ ملاتړ مأموریت، ناټو او افغانستان بیرغونه

دغه مأموریت زیاته کړې چې ژمن دی له افغانستان سره مرسته وکړي چې دوامداره سولې ته ورسېږي او په خبره‌یې د افغانستان د ټولو خلکو په ګټه ده.

یوناما په خپل دغه راپور کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې په ځانګړې توګه د دیني عالمانو، روغتیایي کارکوونکو، عدلي او قضایي او غیر دولتي بنسټونو، مدني فعالانو او خبریالانو پر هدف ګرځولو هم اندېښنه ښودلې.

XS
SM
MD
LG