چین مریخ ته نن یو روفر ماشین ولېږه چې هلته د دې سرې سیارې د خاورې څېړنه وکړي.
حکومتي رسنیو وویل، تیانوین یو یا د اسماني حقیقت موندونکی د لانګ مارچ پنځه توغندي په مرسته د چین د جنوبي ولایت هانان له یوه ټاپو څخه چې هلته د وینچانګ فضایي مرکز دی، وتوغول شو.
په مستقیم ډول خلکو د ټلوېزیونونو له لارې دا توغول ولیدل چې په بریالیتوب ترسره شول او شاوخوا په ساحل کې په سلګونه کسانو د دې ننداره وکړه.
د چین دا دستګاه به په اوو میاشتو کې مریخ ته ورسېږي.
دا د مریخ په لور روانه اوونۍ دوهم مأموریت دی. د جولای په ۲۰مه متحده عربي اماراتو د جاپان د یوه توغندي په مرسته یو ماشین مریخ ته ولېږه.
ټاکل شوې ده چې راتلونکې اوونۍ د امریکا متحده ایالات یوه پېچلې پرمختللې دستګاه له فلوریدا څخه مریخ ته واستوي.
چین په ۲۰۱۱ کال کې هم مریخ ته د روسیې په مرسته له قزاقستانه یو ماشین ولېږه، خو کله چې د ځمکې له مداره تېرېده اور یې واخیست.
په وروستیو لسیزو کې د چین پټ فضایي پروګرام ډېر پرمختګ کړی دی. په ۲۰۰۳ کال کې یانګ لیوي د چین لومړی ستورمزلی شو او تېر کال 'چانګي څلور' لومړۍ فضایي بېړۍ وه چې د سپوږمۍ په لیرې څنډه کېناسته.
ملي امنیت ته د اندېښنو لپاره واشنګټن د امریکا د فضایي مرکز ناسا او د چین د فضایي پروګرام ترمنځ همکارۍ درولې دي.
د مریخ پر سطحه د ماشین کوزول سخته دي، تر اوسه یوازې د امریکا متحده ایالاتو د مریخ پر خاوره له ۱۹۷۶ کال راپه دې خوا اته ځله فضایي بېړۍ کوزه کړې ده.
شپږو نورو فضایي بېړیو د مریخ په مدار کې دورې وهلې دي چې درې یې د امریکا، دوه د اروپا او یوه یې هم د هند وه.