د جولای ۲۰مه سپوږمۍ ته د ختلو نړیواله ورځ ده.
له ننه ۵۱ کاله وړاندې؛ هغه ورځ چې په لومړي ځل امریکايي ارمسترانګ زرګونه کیلو متره له ځمکې پورته ولاړ او په سپوږمۍ کې یې ګام کېښود، خو له دې ورځې سره د یوه افغان چې هغه مهاليې اووه کاله عمر درلود خاطرې تړلې دي.
دا نادر صیقل وو چې اوسمهال په اندونیزیا کې ژوند کوي او د ملګرو ملتونو کارکوونکی دی.
دی وايي د راډیو له لارې یې واورېدل چې امریکايي ارمسټرانګ هغې سپوږمۍ ته ختلی چې دا یې د رڼا ډېر لېوال او مینهوال دی. دی د جومات امام ته د دې موضوع په ویلو، وډبول شو.
صیقل وايي: "ما وویل مولوي صاحب یو ډېر ښه خبر مې اورېدلی دی له دې وروسته موږ سپوږمۍ ته هم ختلی شو، له همدې خبرې سره ملا صاحب زما پر وهلو او ډبولو پیل وکړ او ویېویل چې دا هر څه دروغ دي او حقیقت نهلري، ما وویل له راډيو مې واورېد، ویېویل راډیو دروغ وايي. هغه پر ما لاس پورته کړ او زما پر وهلو یې پیل کول غوښتل نو زه هم وتښتېدم."
ښاغلی صیقل وايي که څه هم په افغانستان کې هغه مهال د ظاهر شاه واکمني وه او خلکو تر ډېره په ښه وضعیت کې ژوند کاوه، خو بیا هم د ځينو کسانو دا ډول سخت چلند د هغوی د سنتي باورونو له امله و.
که څه هم دغه ورځ د صیقل په ژوند کې چندان ښه ورځ نهوه، خو د بشر لپاره د بدلون ستره ورځ وه.
امریکايي ارمسټرانګ، لومړی کس و چې ۵۱ کاله وړاندې په ۱۹۶۹ کې سپوږمۍ کې پیاده شو.
تر ارمسټرانګ مخکې، روسی یوري ګاګارین په نړۍ کې لومړی کس و چې په ۱۹۶۱ کې یې فضا ته سفر کړی و.
اوسمهال ډېر کسان کولای شي فضا ته تګ تجربه کړي.
افغان ستورمزلی عبدالاحد مومند هم په ۱۹۸۸ کال کې لومړی افغان و چې له شوروي ستور مزلو سره یوځای فضا ته ولاړ.
جنرال عتیقالله امرخېل چې هغه مهال د هوايي پوهنتون رئیس و، وايي چې ښاغلی مومند او محمد دوران له ۴۰۰ کسانو وټاکل شول، روزنهیې ولیدله او بیا ښاغلی مومند د دې لپاره وټاکل شو چې فضا ته سفر وکړي.
ښاغلي امرخېل ازادي راډیو ته وویل چې فضا ته د مومند سفر د افغانستان لپاره تلپاتی ویاړ دی.
هغه زیاته کړه: "لومړی ځل یو افغان ځوان چې د مک ۲۱ الوتکو پیلوټ و، په فضا کې د ټولو ستونزو سربېره هم فضا ته ولاړ، هغه د سپوږمۍ له نږدې څخه د ځمکې کره ولیدله او څو ثانیې د افغانستان پر سر ولاړ و. د وخت ولسمشر ډاکتر نجیب له هغه سره خبرې وکړې او دا واقعاً د افغانانو لپاره ویاړ و."
عبدالاحد مومند د غزني ولایت اصلي اوسېدونکی دی چې په ګاګارین هوايي پوهنتون کې یې زدهکړې کړې دي.
ښاغلي مومند ویلي و چې فضا ته سفر یې ۸ ورځې او شپې، ۲۰ ساعته او ۲۶ دقیقې وخت ونیوه.
باري عارض چې د امنیتي مسایلو کارپوه دی او هغه مهال د کورنیو چارو وزارت افسر و، وايي فضا ته د مومند تلل د دې ښکارندویي کوي چې افغان هوايي ځواک څومره توان درلود.
ده وویل: "فضا ته د مومند سفر، زموږ د هېواد یو له سترو بریالیتوبونو وو. همدارنګهیې د افغانستان د هوايي ځواک توانايي هم څرګنده کړه. هغه مهال د افغان هوايي ځواک ظرفیت ډېر لوړ و او ان پاکستان او ایران ورته اندېښنه کوله."
عبدالاحد مومند اوسمهال له خپلې مېرمنې او درې اولادونو سره په المان کې ژوند کوي.
هغه په ۲۰۱۳ کال کې چې فضا ته د سفر ۲۵ کلونهیې پوره شوي وو، افغانستان ته راغی او د وخت د چارواکو له لوري ډېر وستایل شو.
تر دې وړاندې هغه له رسنیو سره په مرکه کې ویلي و: "کله چې فضا ته ورسېدم، ځمکې ته مې یو نظر وکړ او له ځان سره مې وویل چې دا ستوری زموږ ګډ کور دی او باید موږ یې له یو بل سره څنګ په څنګ ساتنه وکړو او په ارامۍ پهکې ژوند وکړو."
له دې سره اوس فضا ته سفر کول د تېرو ۵۱ کلونو په څېر یوه معجزه نهګڼل کېږي او د قران په ایاتونو کې هم ثابته شوې ده.
بحرالدین جوزجاني چې دیني عالم دی وايي په اسلام کې نهیوازې فضا ته تګ او پر نورو ستورو ګرځېدل راغلي، بلکې په قران شریف کې هم ثابت شوي دي.
ښاغلی جوزجاني وايي: "دیني ایاتونه ټینګار کوي چې انسان کولای شي د خپلو اختراعاتو، هڅو او پانګونې له امله کولای سپوږمۍ او مریخ ته سفر وکړي. دا هغه کار دی چې اوس د ټکنالوژۍ په واسطهیې پرمختګ کړی دی او شونی دی."
عبدالاحد مومند له خپلو دوه تنو روسي همکارانو سره یوځای، د اګسټ په ۲۹مه نېټه له بایکونر څخه چې مرکز یې په قزاقستان کې د میر په نوم فضايي تمځای دی، فضا ته واستول شو.
یوري ګاګارین د اپرېل په ۱۲مه فضا ته ولاړ او نیل ارمسترانګ د جولای په ۲۱مه فضا ته خپل سفر پیل کړ.
هغه په سپوږمۍ کې له قدم ایښودولو سره یوه مشهوره جمله وویله: "دا د انسان لپاره یو کوچنی قدم دی، خو د بشریت لپاره یو ستر ګام دی."