د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۳

ناسا: سپوږمۍ ته به بل ماموریت په ۲۰۲۰میلادي کال کې ولېږل شي


ستورمزلي د سپوږمۍ پر مخ
ستورمزلي د سپوږمۍ پر مخ

د امريکا فضايي ادارې يا ناسا ويلي چې لسيزې وروسته به سپوږمۍ ته بل ماموریت په ۲۰۲۰میلادي کال کې ولېږل شي.

تر هغه څلور کاله وروسته له ستورمزلي هم د سپوږمۍ پر مخ کښته شي.

د امريکا فضايي ادارې يا ناسا روانه مياشت د ارټميس په نوم د خپل فضايي ماموریت د مهالوېش په اړه اعلان وکړ.

د ناسا رئیس جېم برادنسټین وويل چې د دې پروګرام لومړی پړاو به دا وي چې یو ماموریت به پرته له ستور مزلو په ۲۰۲۰میلادي کال کې سپوږمۍ ته ولېږل شي. دا ماموریت به «ارټمیس ۱» بلل کېږي.

وروسته له دې به په ۲۰۲۴ میلادي کال کې یو بل ماموریت ولېږل شي چې عمله به لري چې په‌کې به سپوږمۍ ته لومړۍ ښځینه ستورمزلې هم شامله وي.

تر دې اعلان وروسته د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر خپله ټویټر پاڼه وليکل چې پر دومره ډيرو مصارفو سربېره ناسا باید یوازې سپوږمۍ ته د تګ خبرې ونه‌کړي، ځکه دا کار امریکا پنځوس کاله مخکې کړی دی.

ده ولیکل چې ناسا باید پر لویو پروژو تمرکز وکړي لکه مریخ ته تګ چې سپوږمۍ ته تګ د دې یوه برخه ده.

د ناسا د راتلونکي فضايي ماموریت نوم «ارټمیس» د یونانیانو له کیسو اخېستل شوی دی.

د یونانیانو د لرغونو کیسو له مخې ارتمیس د ښکار او سپوږمۍ الهه وه او د اپولو په نوم د يونانیانو د خدای خور وه.

په ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰یمو لسیزو کې سپوږمۍ ته د لېږل شوی ماموریت د اپولو په نوم یادېده.

د ناسا په مشرۍ د ماموریتونو تر څنګ د ۲۰۲۲میلادي او ۲۰۲۴میلادي کال په منځ کې په فضا کې د لمریز نظام یوه تم‌ځای ته د ودانیو جوړولو په هدف د تجهیزاتو انتقالولو لپاره پنځه نور ماموریتونه هم ځي.

دا پنځه ماموریتونه د شخصي شرکتونو له‌خوا ځي چې له ناسا سره قرارداد لري.

XS
SM
MD
LG